په قطر کي د طالبانو دفتر او د سولي امکان

د لراوبر اداره | جنوري 29th, 2012


دلته لا خلګ خوښوی د وینو رنګ درویشه


ښایی و پای ته ژر و نه رسی داجنګ درویشه     ( درویش درانی )


  کله چی تازه ځلمۍ او دکابل پوهنتون د لومړۍ کال محصل وم ، د دموکراسۍ د لسیزی په پیل کی سیاسی جریانونه نوی منخته راغلی او د ځوانانو ګرمه وینه یی په خوټیدو راوستی وه . زه هم ددی بهیر څخه څنګ ته پاته نشوم او د روانی مسابقی په موخه می د نورو ځوانانو سره په وچ حوض کی لامبو وهله . د ګوتو په شمار می څو سیاسی اصطلاح ګانی لکه امپریالیزم ، سوسیالیزم ، ملی دموکراتیک جنبشونه ، ارتجاعی او مترقی حکومتونه . . . او نور زده کړی وه . پدی وخت کی ښاغلی میوندوال د پارلمان د دولسمی دوری څخه د باور رایه اخیستل . ماته داسی ښکاریدل چی په نظری او عملی ډول په سیاست کی دومره وارد یم چی له هرچانه به د یوه هیواد مشرتوب په ښه ټوګه مخته بوزم . ډیر کلونه وروسته چی زده کړی می پای ته رسیدلی وی ، د کابل پولی تخنیک انستیتوت کی استاد او دسیاست په نظری برخه کی می ډیرڅه لوستی وه ، خو ځان راته په سیاست کی ډیر وړوکی ښکاریدی او فکر می کاوه چی په سیاست اصلا نپوهیږم . وروسته د تیری پیړۍ اویایم او اتیایم کلونه راغلل او دعملی سیاست سره می هم لږ تړاو وموند . دا وخت په عمل کی راته څرګنده شوه چی سیاست څومره پیچلی کار دی . زه اوس پدی اند یم چی عملی سیاست هیڅکله هم د نظری او کتابی لارو څخه د زده کړی وړ ندی . په سیاست کی پوخوالی ان په پرمختللو او با ټیکاوه هیوادونو کی هم یوه پرمانینت پروسه ده او په وروسته پاتو هیوادونو کی د ټولنی اناټومی په دقیق ډول پیژندل و اوږدو کالو عملی کارته اړتیالری . د ټولنی عینی او ذهنی شرایط ، د قواوو توازون ، د پرګنو غوښتنی ، دخپلو ملی ګټو او په سیمه او نړۍ کی د اړوندو هیوادونو د ملی ګټو تر منځ منطقی انډول په پام کی نیول ، د زبرځواکونو سره ددغو ګټو پر بنسټ سیاسی اړیکی ساتل ، دهیواد پر بیلابیلو قشرونو او سیاسی کړیو باندی دسیمی او نړۍ په کچه د خارجی استخباراتو اغیز ته پام اړول او نوری اړینی چاری هغه څه چی سیاستوال چارواکی باید په ټینګه پاملرنه ورته وکړی او ځان په هراړخیز ډول پری پوه کاندی .


       دا ټولی چاری هغه وخت لا زیاتی پیچلی کیږی چی د هیواد امنیت خړپړ ، سیاسی ټیکاو کمزورۍ او ملی وحدت چی د ملی لوړو ګټو دخوندی ساتلو دپاره بنسټیز توکۍ دی ، زیانمن شوی وی . په دغسی شرایطو کی ټولنه د خارجی استخباراتو په وړاندی خورا زیان منونکی ده . لیوه له خدایه باد او باران غواړی ، د استخباراتو مرګونی ویروسونه پدی وخت کی چی د ټولنی د بدن مقاومت ټیټ دی ، ډیر فعاله وی او کولای شی یوه ناعلاجه ایپیدیمی منځته راولی . استخباراتی ویروسونه کیدلای شی ډیر وخت د ټولنی په اغیزمن شوو غړو کی غیرفعال پاته وی خو کله چی دهغوی فعالیت ته اړتیا پیداشی ، سمدلاسه راپاڅیږی او اعراض یی د لړزونکی تبی څخه نیولی تر هستیریک لیونتوب پوری ځان څرګندوی .


        ددغه ډول ویروسی ناروغیو اعراض مو د خپل هیواد په سیاسی کړیو کی په ځانګړی توګه پدی وروستیو ورځو کی په څرګنده ولیدل . نژدی شپږ کاله کیږی افغان اولسمشر پدی پوه شوی دی چی په زور کلی نه کیږی او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف جنرالان هم پدی پوه شول چی ددوی ستر توپونه او غول پیکره الوتکی د افغانانو په خاوره کی مؤثره وسله نده او طالبانو ته ددی لاری ماته ورکول ناشونۍ کار دی . افغان اولسمشر ښاغلی کرزی خو پدی اخیری کلونو کی هر ځل او په هر مناسبت چی میکرافون ته رسیدلی ، خامخا یی په یوه یا بل ډول پر طالبانو ږغ کړی ، هغوی یی د ورور او افغان بچی پنامه یادکړی او دسولی خبرو ته یی رابللی دی . ده پدی موخه یی بیلابیل کمیسیونونه ، د امن جرګی ، مشورتی غونډی او نور ورته محفلونه جوړ کړیدی او پدی توګه یی د روغی جوړی خبره ګرمه ساتلی ده . دده موئتلفو اړخونو هم یونیم وخت داموضوع په میخانیکی ډول تکرار کړیده . طالبانو بیا تل د کرزی او دده سره تړلو چارواکو دسولی وړاندیزونو ته منفی ځواب ورکاوه او ویل به یی چی ترڅو خارجی قواوی په افغانستان کی شتون لری ، دسولی خبری اتری به یوازی د وخت ضایع کول وی . دوی دا خبره هم یادول چی امارت یی امریکایانو نسکور کړیدی نو که خبری کیږی باید د هغوی سره اوسی نه د افغانی چارواکو سره . ښاغلی کرزی په وارو وارو دخپلو وړاندیزونو په ترڅ دا یاده کړی هرچیرته چی دوی ( طالبان ) خپل ادرس راکوی ، زه هم هلته د خبری کولود پاره ورځم تر څو ددغه ناورین څخه د خلاصون لاری چاری په ګډه ولټوو . لدی نه پرته د اپوزیسیون په مؤقف کی بیلابیلو ډلو ټپلو چی کله د جبهی ، کله د ائتلاف او کله په نورو نومونو منځته راغلی دی ، کله چی به یی د طالبانو د خوا په قاطع ډول منفی ځواب ارویدی او دا به یی زړه ته تیره وه چی طالبان سولی ته نه کښینی ، نو به یی په مختلفو جمله بندیو سره ځانونه دسولی فرشتی ښودلی او ویل به یی « . . . صلح یګانه ګزینه ما است » . دوی پدی توګه څرګندول چی ګویا دوی هم د طالبانو سره دسولی دخبرو پلویان دی .


      کله چی اوباما او دده ټیم ولیدل چی ددی جنګ غځول پسله دی نه د اقتصادی او سیاسی پلوه نور په امریکا کی د خلګو د زغم نه وړ ندی نو پخپله لاس پکار شوه ، د طالبانو سره یی د جرمنی د استخباراتو په مټ اړیکی ټینګی او پدی موخه دواړی خواوی په قطر کی د طالبانو د پاره دیوه دفتر په پرانیستلو باندی هوکړی ته ورسیدل چی د طالبانو ویاند هم ددی خبری پخلۍ وکړ . دی کار د کرزی د ائتلاف ډله او همدارنګه د ایران ، روسیی او پاکستان دولتونه په مختلفو کچو وارخطا کړل . اوس نو ددی سره سم هغه وخت راورسیدی چی فتنی ویښیږی او ثواب په ګناه اړوی . داستخباراتو ښندل شوی ویروسونو سمدلاسه فعالیت پیل کړی او لړزونکی ټبه یی راوستل . د سی ای ایی هغه اړخ چی د اوباما ضد او د بوش سره تړاو لری د ایران او روسی استخباراتو دلاری یی ددوی پلویان لکه محقق ، دوستم او ضیامسعود په برلین کی پر کرزی باندی د فشاراچولو په موخه سره راټول کړل او د مرکزی ریاستی دولت بدیل یی فدرالی سیسټم دغیرمتمرکز دولت پنامه وړاندی ، د طالبانو سره یی د حکومت د روغی جوړی خبری رد کړی او خپل ځانونه یی د ناڅرګند دلیل له مخی دهغوی سره د خبرو اترو اصلی اړخ وګاڼه . دوی همداراز تهدید وکړ چی که د طالبانو سره دخبرو په اړوند ددوی غوښتنی د پامه وغورځول شی نو دوی به په هغو کارو لاس پوری کړی چی پایلی به یی ډیری خطرناکی وی . د عبدالله عبدالله ډلی که څه هم دبرلین په غونډه ځان بدنام نکړ ، مګر ده او پلویانو یی په خپلو خبرو کی د ګډون کونکو سره ورته غوښتنی په نورو جملو باندی یادی کړیدی . سیمه ایزو استخباراتو همدارنګه دطالبانو د تحریکولو او دخبرو دبهیر د ګډوډولو په موخه دڅو کالو مخکی هغه ویدیو کلیپونه رسنیو ته وسپارل چی په یوه کی امریکایی عسکر دوه تنه افغانی ماشومان جنسی ناوړتیا ته تشویقوی او په بل کی څو تنه امریکایی سربازان د وژل شوو طالبانو پر مړو باندی په ډله ایزه توګه بولی کوی ، مګر طالبانو د هوښیارۍ نه کار واخیست او اعلان یی وکړ چی دا کار که هرڅومره ناوړه او دشرمه ډک هم دی خو دوی به پری نږدی چی دخبرو اترو پیل شوی پروسه و ځنډیږی .


     کرزی هم چی پدی کار سره د خپلی ائتلافی ډلی په ناوړه نیت خبر وو ، نو یی په پیل کی د قطر هیواد په ور ګډیدو سره مخالفت وښود ، عربستان یا ترکیه یی بدیل و ټاکه . ده غوښته پدی توګه د خبرو بهیر د یوی مودی دپاره وځنډوی تر څو د خپل ائتلافی ډلو ترمنځ اعتبار دلاسه ورنکړی مګر په پای کی یی د امریکا تر فشار لاندی په قطر کی د دفتر پرانیستلو سره موافقه وکړه خو داسی شرایط یی وړاندی کړه چی طالبانو ته به په سختۍ سره دمنلو وړ وی . دبیلګی په توګه خبری اتری باید د افغانی چارواکو تر مشری لاندی ترسره شی ، طالبان باید وسله پر ځمکه کښږدی ، اساسی قانون باید ومنی او . . . .


     ددغی موضوع په تړاو کرزی صاحب ته پکار ده لاندی ټکیو ته پام واړوی :  


 ۱ – سوله او امنیت دیوه هیواد دملی ګټو بنسټیزی توکی دی . ددغه توکی د ترلاسه کولو په موخه کیدلای شی ډیر نور څه په قربانی کی ورکړل شی .


 ۲ – رښتنی سوله که د هر چا په مټ او ابتکار لاسته راسی ، باید درناوۍ یی اوسی . 


 ۳ – دا مهم اصل باید له یاده و نه ایستل شی : هر څوک چی د سولی وړاندیز کوی ، هغه باید د مقابل لوری ډیر شرطونه ومنی تر دی چی خپل شرطونه ور باندی و تپی . داګړی چی دسولی وړاندیز ده ( کرزی صاحب ) رامخته کړی دی نو باید تر مقابل لوری ، پخپله دی و زیات ګذشت ته تیارۍ وښئی نه داچی د نه منلو وړ شرایط وړاندی کړی .


۴ – سوله دهغه چا سره پکار ده چی ستا دولت مشروع نه بولی او ددوی په نظر د نامشروع دولت اساسی قانون ورته د منلو وړ نه وی ځکه یی نو و چپه کولو ته ملا تړلی او وسله یی پلاس کی اخیستی وی . که دوی وسله پرځمکه ایښی وی او اساسی قانون یی منلی وی ، بیانو عادی اتباع دی چی و رابللو ته اړتیا نشته . 


۵ – سوله که هرڅومره کمزوری هم وی ، تر ډیری زوروی جګړی ښه ده او په لاره کی قربانی که هر څومره زیاته هم وی بیا هم تر هغی قربانۍ کمه ده چی په جګړه کی اړتیا ورته پیدا کیږی . 


۶ –  دا خبره د پوهیدلو وړ ده چی د سولی داپروسه که هرڅومره افغانی وی دا ښه کار دی ، خوکه طالبان پر دی خبره ټینګار وکړی چی امریکایانو پرموږ حمله کړی ، حاکمیت یی راته نړولی ځکه نو زموږ مقابل لورۍ امریکایان دی ، باید ددوی سره خبری وکړو او امریکا هم دی ته چمتو وی چی دسولی په موخه دطالبانو یولړ شرطونه ومنی ، نوبیا که دوی هم دیوی مثبتی پایلی دلاسته راوړلو دپاره خبری ورسره پرمخ بوزی ، څه عیب لری ؟


 ۷ – داچی دومره کلونه افغانی چارواکو طالبان و خبرو اترو ته حاضر نه کړای شول او اوس امریکا دخپل مجبوریت له دوی حاضر کړی دی ، باید دموقع څخه اړینه ګټه واخیستل سی نه داچی دسولی د ښکاره او پټو دښمنانو لکه دبرلین د غونډی ګډونوال او نورو تر اغیز لاندی پدی لاره کی خنډونه واچول شی . 


۸ – د طالبانو بنسټیزه غوښتنی د تور لست څخه ددوی دغړو ایستل ، ددوی دبندیانو خوشی کول او د افغانستان څخه دخارجی قواوو د ایستلو یو منطقی د قبول وړمهال ویش دی . داهغه غوښتنی دی چی یوازی امریکا یی ترسره کولای شی نه افغان حکومت . دا کار هم دسولی په خبرو کی دامریکا مرسته او صادقانه ګډون اړین کوی .


 کرزی صاحب ! دا خبره هم باید له پامه و نه غورځول شی چی داجګړه دخپلو ځانی او مالی تلفاتو سره ، هم د اقتصادی او هم دسیاسی پلوه د امریکا او ائتلافی هیوادونو دخلګود پاره نور د منلو وړ نده . که نن وی یا سبا ، په امریکا کی به حتما یو ګرباچوف پیداکیږی څو ددی خاوری نه دخپلو پښو وسپکولو ته لیڅی راونغاړی . که داسی وی نو بیا به ښه داوی چی سر د اوس نه د طالبانو سره اړیکی ونیسی ، یوی پریکړی ته ورسیږی او پدی توګه ځانته د اوړو یوه پزه جوړه او پربنسټ یی خپل قوتونه له افغانستانه وباسی . ددی درو لسیزو ناورین د افغانانو زغم نور پایته رسولی دی . پدی اور کی نه د دوستم ، نه د محقق ، نه دضیا مسعود ، نه د ډاکترعبدالله او نه هم دفهیم او کریم خلیلی دبچیانو ګوته سوزی . لدی نه پرته به په سوله کی ددوی شخصی مؤقف ته هم خامخا تر یوی کچی زیان ورسیږی ، مګر ازبکان ، تاجکان او هزاره ګان به د پښتنو او نورو وړونو قومونو پشان ستره ګټه تری پورته کړی . کرزی صاحب ! داچی په سوله کی ستا خپل شخصی مقام هم ښایی زیان ومومی ، نو که ته ددی خبرو اترو خنډ وګرځی بیا نو ټول اولس داپړه پر تا اچوی ځکه باید دی خبری پاملرنه و لری .


     د بل پلوه ښاغلی کرزی ښایی د زړه د کومی دسولی غوښتونکی وی ، خو داچی دی دسولی پر بشپړ بریالیتوب ډاډه ندی ځکه نو نه غواړی دیوی نامعلومی نسیه ګټی پخاطر اوسنۍ نقده ګټه دلاسه ورکړی ( این نقد بګیر و دست از ان نسیه بردار . . .  . ) ، خپل د ائتلاف ډله له ځانه خفه او په عملی توګه یی د اپوزیسیون څنګ ته و دروی .

Copyright Larawbar 2007-2024