کور / علمي / موقعیتی یا موضغی رهبری (Situational Leadership)

موقعیتی یا موضغی رهبری (Situational Leadership)

تعریفونه
د موقعیتی رهبرۍ پروسه
درهبرۍ سبکونه
د بلوغ سطح
د انکشاف سطح
 
لمړي باید وپوهیږو چی رهبری څه ته وایی: رهبری عبارت د هغه وړتیا څخه چی یو شخص د هغه په مرسته نور خلک تر خپل تاثیر لاندی راولی او د هغوی په مرسته خپلو آرمانونو او اهدافو ته لاس رسي پیدا کوی.  


موقعیتی رهبری هغه تیوری ده چی د رهبرانو د حمایت څخه د پیروانو  په امکان، احتمال او آمادګۍ باندی تمرکز کوی.  دا تیوری د لمړی ځل لپاره د Kenneth Blanchard او Paul Hersey پواسطه منځ ته راغله چی په لمړیو وختونو کی د رهبرۍ د ژوند د دوران (Life cycle theory of leadership) په نامه معرفی شوی وه. ددی تیوری اساس دا وو چی مدیران باید په هر نوع شرایطو کی د رهبرۍ یو نوی سبک یا روش غوره کړی. ددی تر ځنګ ددی تیورۍ په بنسټ هغه رهبران موفق بلل کیږی چی د لوړو، مناسبو، د اندازی وړ، واقعی او حاصلیدونکی اهداف ولری. علاوتا موفق رهبر باید د مسؤلیت قبولولو سره مینه ولری او د کاری او  علمی اړخه هم د مناسبی تجربوی وړتیا درلودونکی وی.  دموقعیتی رهبرۍ مفهوم په دریو بنسټونو باندی څرخیږی:


الف: د رهبری سبکونه  – Leadership styles


ب: د فرد یا ګروپ د بالغیت سطح Individual or group’s maturity level –


ج: د انکشاف سطح – Development level


د موقعیتی رهبرۍ پروسه


د هر کارکوونکی د دندو پیژندنه
د هر کارکوونکی د ندو ارزونه او هغه ته د D1 څخه تر D4 پوری د یو شاخص ټاکل
د هری دندی لپاره د رهبری دسبک تعینول او هغه ته د S1 څخه تر S4 پوری د یو شاخص ټاکل
دهریو کارکوونکی سره د هغه د وضعیت یا موقعیت په هکله بحث کول
د یو نهایی او مشترک پلان جوړول
د پلان عملی کول، د هغه تعقیبول ، دهغه بر رسی کول او اصلاح کول
 
الف: د رهبری سبکونه


Hersey and Blanchard د رهبرۍ سبکونه د لارښودیز چلن او روابطو په پام کی نیولو سره د رهبرۍ سبکونه په څلورو برخو وویشل چی د S1 څخه تر S4 پوری یی نومولی دی.


جهت ورکونه ( Directing) – S1 – دا هغه رهبران دی چی هر څه ته یو ساختمان جوړوی ، دهغه لپاره د کنترول لاری چاری تیاروی، او د خپلو پیرواونو څخه ډیر سخت تفتیش کوی. روابط ټول یو طرفه وی او رهبران د خپلو پیروانو لپاره دندی ټاکی او روته وایی چی څه ، په کوم وخت کی او چیری باید اجرا کړی. دا رهبران لږه توانایی لری مګر په خپلو تعهداتو باندی ټینګ ولاړ وی. 
ښونه (Coaching) – S2 –  دا هغه حالت چی رهبر خپل پیروان رهنمایی او حمایت کوی. دا نوع رهبران لږ توانایی او په خپل تعهد هم لږ ولاړ وی. 
ملګری او حمایت کول (Supporting) – S3 –  دا هغه حالت دی چی رهبر خپلو پیروانو ته غوږ نیسی، د هغوی څخه تقدیر کوی او ورسره مرسته کوی.  پدی نوع رهبرۍ کی روابط دوه طرفه وی. دا رهبران ډیره لوړه توانای لری مګر په خپلو تعهداتو ډیر ټینګ نه وی. 


قدرت مند کول ( Empowering) – S4 –  دا هغه حالت دی چی رهبران  خپل مسؤلیتونه نورو خلکو ته انتقالوی تر څو هغه خلک په تصمیم نیونه کی شامل شی. او رهبر یوازی د پروسی د مفتش په توګه د هغوی سره وی. دا رهبران چی ډیره لوړه توانایی لری او په خپل تعهدادتو ټینګ ولاړ وی. 
ب: د فرد یا ګروپ د بلوغ سطح


علاوه ددی Hersey and Blanchard د بلوغ څلور حالتونه د رهبرۍ لپاره بیانوی. د بلوغ مختلفی مرحلی د M 1 څخه تر M 4 پوری طبقه بندی شوی دی. 


M1 – پدی حالت کی رهبران خاص مهارتونه د ورکړ شوی دندی لپاره نلری، توانایی د کار هم نلری د مسؤلیتونو د قبولو څخه تښتی . 


M2 –  پدی حالت کی دوی تر اوسه د ورکړ شوی دندی د مسؤلیت په اخستلو وړ ندی مګر د ورکړ شوی دندی سره مینه او شوق لری. 


M3 – پدی حالت کی دا رهبران ډیره تجربه لری مګر د په خپل ځان اعتماد نلری او د یوی دندی لپاره مسؤلیت  په غاړه نشی اخستلی. 


M4 – دا هغه حالت دی چی رهبر تجربه لری، په ځان اعتماد لری، د کار کولو وړتیا لری، د ورکړ شوی دندی سره مینه لری او ددی تر ځنګ د ورکړ شوی دندی لپاره مسؤلیت هم په غاړه اخلی.



 
 
 
ج: د انکشاف سطح


ښه رهبران معمولا هغه دی چی دخپلو خلکو او پیروانو استعدادونو او وړتیاوو ته انکشاف ورکوی . ددی تر ځنګ هغوی خپلی وړتیاوی او تعهدات هم په ‌‌ذاتی شکل سره ولری. د رهبرانو لوړ او واقعی توقعات د هغه د پیروانو د ښه لاس ته راوړنو لامل کیږی او دهغه عکس د رهبران ټیټ توقعات دهغه د پیروانو د ټیټو لاس ته راوړنو لامل کیږی. Blanchard د تعهداتو او وړتیاوو د ترکیب په اساس د انکشاف څلور سطحی په ګوته کړی دی:  


D1 – پدی صورت کی رهبر کمه توانانی او لوړ تعهدات لری.


D2 – پدی صورت کی رهبر کمه توانای او ټیټ تعهدات لری.


D3 – پدی صورت کی رهبر لوړه توانایی او ټیټ یا متغیر تعهدات لری.


D4 – پدی صورت کی رهبر لوړه توانایی او لوړ تعهدات لری. 
د ټولو پورته یادو شویو مطالبو خلاصه چی Blanchard او Hersey د رهبری د سبک او د پیروانو د آمادګی تر منځ اړیکی په نوم یاد کړی دی، داسی خلاصه کیږی:  



 
 
 
 
په خلاصه توګه به ووایو چی د موقعیت پر بنسټ رهبری د وړتیا او د یوی دندی سره د مینی او د روابطو څخه بحث کوی. معمولا پدی نوع رهبرۍ کی څلور نوری د رهبرۍ انواعی وجود لری. موږ کولی شو چی په آنی وخت کی د رهبرۍ د یو حالت څخه بل حالت د دندی د طبعی خواصو او مشخصاتو په بنسټ تغیر کړو. 
اخځونه:


http://centres.exeter.ac.uk/cls/documents/mgmt_standards.pdf


http://www.qcon.in/Situational%20leadership%20and%20Empowerment.pdf


http://www.freequality.org/documents/knowledge/Situational%20Leadership%202.pdf


http://www.learningdomain.com/Situational.pdf