ناروې: ادبي ناستې د ټکور لمانځغونډه وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 29th, 2012



په اوسلو کې مېشتو يو شمېر اديبانو ،ليکوالانو او د پښتوادب مينه والو د خپل غوړېدلي ادب د غزلبڼ د خوږژبي شاعر او ليکوال ښاغلي افضل ټکور د ادبي کړنو په وياړ يوه لويه غونډه پرون په پلازمېنه اوسلو کې تر سره کړه٠
له دود سره سم د ادبي ناستې پرانيسته د کلام شريف پر مبارک تلاوت د ځوان شاعر احمد خان له خوا وشوه٠ تر تلاوت وروسته د ښاغلي ټکور د ځوانيمرګ ورور او همدارنګه د ادبي ناستې د غړي ښاغلي ډاکتر اسدالله پايز د ورور د مړينې له کبله دغو غم ځپلو کورنيو ته د څښتن تعلی له درباره د زغم او اجر غوښتنه وشوه٠ تر دعا او فاتحې وروسته ځوان ليکوال او د ادبي ناستې مخکښ ښاغلي اجمل اټک يوسفزي ته بلنه ورکړله شوه چې دټاکلې موضوع په هکله خپله وينا برخه والو ته واورو ي٠
ښاغلي اټک وويل: ٠٠٠د انسان او څښتن تعلی وعده يوه نه وي ګنې ښاغلی ټکور به اوس دغم د ټغر پر ځای زموږ تر څنګ ناست او د خپلو ادبي ملګرو له خبرو او چکچکو به يې خوند اخيسته ٠٠٠ښاغلي اټک د ټکور پيغام دغونډې برخه والو ته هم واوروه چې په کې د ادبي ناستې له غړيو ښاغلي ټکور د زړه له کومې مڼه کړې وه٠ دغونډې دويم ويناوال ليکوال او شاعر ښاغلی حاجي محمد اسحاق امانزی و،ښاغلي امانزي د ټکور پر شعر او شاعرۍ برسېره د ټکور پر صميميت ، ورين تندي او ښو اخلاقو هم خبرې وکړې تر امانزي وروسته ځوان او تکړه ليکوال ښاغلی ډاکتر محمد عسيی ستانکزی دريځ ته وبلل شو ٠ښاغلي ستانکزي د ټکور پر شاعرۍ او ادبي هلو ځلو ښه ژوره او هر اړخيزه ليکنه کړې وه چې برخه والو يې تود هرکلی وکړ ښاغلي ستانکزي وويل : ٠٠٠ولې دغه لکس ژوند خوند نه راکوي ؟ دغه بې ځالې مرغه په دې علت چې ولې له کلونو کلونو راهسې په دې پردۍ ټولنه کې نه ورګډيږي او٠٠٠٠٠٠٠تر ستانکزي وروسته د وينا وار ښاغلي امر صيب حيات الله خان ايمل ته ورسېد٠ښاغلي ايمل د پښتو ادب په لرغوني ادب ډېره په زړه پورې وينا وکړه چې هر ګوره د برخه والو په چکچکو بدرګه شوه ٠ تر ښاغلي ايمل وروسته مېرمن انيسه رحيمي او ښاغلي کارواني د اړوندې موضوع په هکله لنډې خبرې وکړې٠د ښاغلي کارواني تر وينا وروسته د غونډې دويمه برخه مشاعر ه پيل شوه چې دغو ښاغليو په کې شعرونه ولوستل : شمشېر خان ،ضيا جان ساپی ،رباني خان وطنيار،ډاکتر اسدالله پايز ، امانزی ،اټک يوسفزی ، ډاکترستانکزی ،پسرلی ژواک ،احمدخان پايز ، مېرمن انيسه رحيمي او شمېر نورو٠ د يادولو وړ ده دغه غونډه چې د ځوان او خوږ ژبي وياند زهير پکتين په وياندۍ د مازديګر پر څلور بجو پيل شوې وه د شپې پر اتو بجو د تيارې کړې شوې ډوډۍ په خوړلو پداسې حال کې پای ته ورسېده چې د غونډې کوربه او د ادبي ناستې غړي ښاغلي امانزي د راتلوونکې غونډې زېری هم ګډونوالو ته ورکړ او که خدای جل جلاله ته منظوره وه د روان کال د مارچ پر دريمه (۳مارچ۲۰۱۲) به بله غونډه په ا سلوښار کې د افغان ادبي ناستې د غړيو له خوا دغونډو په همدې تالار کې راغونډه او تر سره شي
 

Copyright Larawbar 2007-2024