فارياب: د تواچي د نجونو د لیسِي نوي ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالی د تواچی د نجونو لیسي نوي ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولايت د پوهنې مسوولینو لخوا کیښوودل شوه.
نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د۸۴۴۳۰ امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د جرمنی هیواد د وصف موسسي په مالی مرسته د یو کال په موده کې جوړیږی، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونۍ او نور ي آسانتیاوې به و لری.
د یادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۶۶۴ تنه نجونۍ زده کوونکي په زده کړه بوخت دې چې د یادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.