هلمند: ٤ وژل شوي ٨ ټپيان دي

34 | مارچ 29th, 2008


دهلمند ولايت دګريشک ولسوالي اوسېدونکي وايي چې په ننۍ چاودنه کې دوه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي . دسيمه ييزو اوسېدونکو په وينا چې ټول ټال څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي . خو دهلمند امنيه قوماندان محمد حسين انډيوال وايي چې په دغه ننۍ چاودنه کې چې دبرېښنا په بند کې وشوه دوه مامورين وژل شوي او شپږ مامورين او دوه ځايي اوسېدونکي ټپيان دي .دى دولسي وګړو په وژنه مالومات نه لري . دبريښنا دبند په الوزولو دګريشک اوسېدونکو سخته اندېښنه ښودلې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024