کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قران پاک ضد فلم په اړه څو خبري !

د قران پاک ضد فلم په اړه څو خبري !

ښايي ډېرو مسلمانانو د خبري رسنيو څخه اورېدلي وي چې په هالند کې يوه په شکل انسان خو په فکر او عمل څلور پښې لرونکي څاروي د قران پاک په ضد يو فلم جوړ کړی چې پدې ورځو کې د انټرنېټ په مخ ليدونکو ته وړاندې شو. په نوموړي فلم کې د قران کريم دا مبارک ايت ددې خبرې د ثبوت په ډول ښودل شوی ده چې مسلمانان وېره اچوونکي او تروريستان دي چې فرمایی (څومره قوت مثلا: اسونه چې برابرولي شۍ برابر ېې کړئ چې تاسو خپل او د خدای پاک دښمنان پرې ووېروئ).


د يادولو وړ ده چې قران کريم 6666 ايتونه لري چې د بېلابېلو موضوع ګانو په اړه په بېلابېلو وختونو کې نازل شويدي. په قران پاک کې دا ايت هم شته چې فرمایی (چا چې يو څوک د مړينې د کوم وړ دليل نه پرته مړ کړ نو د هغه سزا د جهنم اور ده چې د تل لپاره به پکې سوځېږي) همدارنګه قران کريم کې دا ايت هم شته چې فرماېې (چا چې يو چا ته ژوند ورکړ دهغې مثال داسې ده لکه ټول انسانان ېې چې ژوندي کړي وي). همدارنګه داسې نور ډېر ايتونه چې انساني ژوند، مال او ابرو ته د درناوي په اړه نازل شويدي.
پوښتنه دا ده چې ولې د فلم جوړوونکی دا ګڼ شمېر نور ايتونه چې د ټول انسانيت د خير ښېګڼې لپاره نازل شويدي نه ويني، خو ولې نوموړی يو ايت چې مسلمانانو ته د قووت د لاس ته راوړلو او د اسلام د سپېڅلي دين څخه د دفاع په اړه نازل شويده ويني.


ښایی ددې لامل قرانکريم نژدې 1400 کلونه مخکې ښودلی وي هغه دا سې چې فرمایی چې “الله پاک ددوي په زړونو او غوږونو باندې مهر لګولی ده او په سترګو ېې پردې دي (چې دوي نه حق ويني، نه ېې اوري او نه ېې مني) او د دوی لپاره (په اخرت کې) لوی عذاب ده “.


نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې هغه د هالند تبعه ده نه د سعودي عربستان يا افغانستان لدې امله هغه محاکمه کېدای نشي. ښایی دهغه دا خبره پدې مانا صحيح وي چې زور حق ده او زورور هېڅوک نشي محاکمه کولی ولې که بل اړخ ته ځير شو نو دا خبره په بشپړ ډول غلطه ښکاري هغه داسې چې د بيان ازادي ښایی د دنيا په يو سر کې هم پدې مانا نه وي چې څوک دې په خپل بيان يا خپرونې سره د نړۍ د ملياردونو انسانانو احساساتو ته تاوان ورسوي ،هغوی ته دې سپکاوی وکړي او د هغوی ديني او کلتوري ارزښتونه دې تر پښو لاندې کړي.


لدې امله سړی په زغرده وېلی شي چې نوموړی بايد حتمي محاکمه او ددې ناوړه عمل کلکه سزا وويني.
که څوک د اسلام سپېڅلی دين په غور سره ولولی نو پرته له هر ډول شک نه به دې پايلې ته ورسېږي چې دا دين د انسانيت تر ټولو غوره لاره ده .


د بېلګې په ډول:
اسلام د انسان ژوند، مال او عزت ده د درناوي دين ده.
اسلام د ريښتينولۍ دين ده او دروغ ېې حرام کړي دي.
اسلام د بل انسان عزت او حق ته درناوی کوي لدې کبله ېې زنا حرامه کړې ده.
اسلام د عدل او انصاف دين ده او ظلم، غلا، رشوت او بې عدالتي ېې حرام کړی دي.
اسلام د مينې او محبت دين ده او کينه او بغض ېې حرام کړي دي.
اسلام د ازادۍ دين ده، ټول انسانان د يو خدای بنده ګۍ ته رابولي او د نورو ټولو بنده ګيو نه ورته ازادي ورکوي.
اسلام د مينې او محبت نه هم زيات د ورورلۍ او اخوت دين ده.
اسلام د امانت دارۍ دين ده.
اسلام په وعده باندې د وفا دين ده.
اسلام د غوره شخصيت دين ده او غوړه مالي(چاپلوسي) ېې حرامه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې نوموړی لدې دين څخه نه بلکه له ټول انسانيت څخه کرکه لري لدې کبله زه په زغرده وايم چې د فلم جوړوونکی انسان خو لا پرېږده حتی له انسانيت نه خبر هم نده او د يوه څلور پښې لرونکي څاروي سره هېڅ توپير نلري.
ګرانه لوستونکيه: که په ليکنه کې کومه تېروتنه وي نو بخښنه به راته وکړې ځکه له يوې خوا زه ليکوال نه يم او له بلې خوا لږ څه احساساتي شوی يم.


په درناوي