کور / شعر / د وطن د بڼ ګلان

د وطن د بڼ ګلان

زموږهیلی ماشومان دي
دوي د دی خاوری بچیان دي
د سبا ورځی مشران دي
ټیت یی مه بولي په سترګو
د  وطن د بڼ  ګلان دي


پوهه زده کړه د دوي حق دی
 نجونی یا که  هلکان دي
په پوهنه يی سمبال کړي
د خپل خاوری وارثان دي
ټیت یی مه بولي په سترګو
 د وطن د بڼ  ګلان دي


 نن په ټولو دا یو فرض دی
که مشران او یا کشران دي
چه تعلیم ور باندی وکړي
دوي د خاوری معماران دي
ټیټ یی مه بولي په سترګو
د وطن د بڼ ګلان دي


نن که موږ ته ماشومان دي
سبا میندی بابا ګان دي
افسران لوی عالمان دي
د راتلونکي شاه زلمیان دي
ټیټ یی مه بولي به سترګو
د وطن د بڼ ګلان دي


کوچنیان کرکه لري جنګ نه
د جنګونو قربانیان دي
امن غواړي په وطن کی
 د جګړوسره دوي وران دي
دوی د سولی قاصدان دي
دوی د پوهی پتنګان دي