کور / تازه خبرونه / د طالبانو یو مهم مشرعمران ووژل شوى دى

د طالبانو یو مهم مشرعمران ووژل شوى دى

ډيره اسماعيل خان : رسنيو څرگنده کړې ده چې د خیبر پښتونخوا د ډيره اسماعيل خان پوليس وايي چې په بيلابیلو جرمونو کې تورن عمران ګنډا پور يې وژلی دی د پولیس چارواکي وايي پرون د خالي په ورځ ماښام شاخوا شپږ بجې دا پېښه هله رامنځ ته شوه چې کله پر دوو موټرسایکلونو سپورو ده او د هغه درو نورو ملګرو له قرطبه کالج سره نژدې د پولیس یوچارواکی حوالدار جهانګیر ووژلی دوی له د پېښې له ځایه نه وو تېښتدېدلي چې د پولیس سرتېرو له ایګل سکواډ سره یې مخه شوه او پر یو بل یې ډزې وکړې او دوه لاسي بمونه یې هم پر پولیس ورغورزول. د پولیس چارواکي وویل چې د ایګل سکواډ د پولیس سرتېرو د ډزو په نتیجه کې د وسله والو یو ملګری چې وروسته د عمران ګنډه پور په نامه وپېژندل شو ځای پر ځای ووژل شو.او نور درې کسان چې یو یې ټپي شوی هم وو په تېښته بریالي شول