د کابل ولایت د ولایتي شورا اداري پلاوی وټاکل شو

رحيم ګل څاروان | جنوري 30th, 2012


د کابل ولایتي شورا رئیس، مرستیال او منشي نن ددغې شورا له لوري د ازادو ټاکنو له لارې وټاکل شول.

د کابل د ولایت له مطبوعاتي دفتره لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې نثارالدین بریالي د رئیس، انجینیر امرالدین حقپناه د معاون او محمدعوض چاکریار د منشي په توګه وټاکل شول.

ددغې ټاکنې په مهال د کابل والي احمدالله علیزی، د ولایتي شوراګانو د انسجام رئیس، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازو، د یوناما استازو او د ولایتي شورا اعضاوو برخه درلوده.

کابل والي احمدالله علیزی د ولایتي شورا او کابل ولایت ترمنځ د ښې همغږۍ څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې په تیر یو کال کې مونږ پدې ولایت کې د ولایتي شورا په مرسته د پام وړ لویې لاسته راوړنې لرو چې له امله یې ددې ولایت د ولسونو ستونزې تر حده حل شوی، کابل والي وویل داچې ولایتي شورا د خلکو ټاکل شوی استازې دې نو د ولسونو او دولت ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري نو پکار ده چې خپل دغه ستر مسولیت په ښه شکل ادا کړي، کابل والي هیله وښوده چې په روان تقنیني کال کې به د ولایتي شورا سره خپله کاري رابطه لاپیاوړې او د خلکو ستونزو ته به د حل لارې چارې لټوی.

Copyright Larawbar 2007-2024