کور / تازه خبرونه / حنا کهر د سولې د بهیر پر سر خبرو لپار کابل ته ځي

حنا کهر د سولې د بهیر پر سر خبرو لپار کابل ته ځي

اسلام اباد. :طالبانو ، امریکا او افغانستان ترمنځ د روانو خبرو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ کابل ته روانه ده.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط وويل، دا زموږ لپاره یوه ښه فرصت دی چې پر دوه اړخیزو اړوندو خبرو له افغانستان سره به نژدې خبرې وکړو او یوې پرېکړې ته ورسېږو.


د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې حنا کهر به په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې له افغان چارواکو سره وغږېږي. سرچینه وايي، پوهېږو چې د افغانستان امنیت پخپله د پاکستان د امنیت په معنا دی تر دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړی و خو بیا وروسته یوه افغان چارواکي وویل، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکو څو اوونیو کې په سعودي عربستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو هوډ لري پاکستان وايي چې په سعودي کې به د دغو کېدونکو مذاکراتو، چې ټولې اړوندې غاړې پکې شاملې وي، ملا وتړي