د عوامي نيشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د پام وړ

د لراوبر اداره | جنوري 31st, 2012


هغه افغانان چی کوزی پښتونخوا ته ځي نو دلاري کرایه له بل چانه قرض اخلی او په لاري ډوډي هم نه خوري ځکه که ډوډي وخوری نو هلته هغه پنجابی پولیس چي په پښتونخوا کي وظیفه ترسره کوی او لږلږ په پښتو هم خبری کوی نو بیا هغو یو ته څه نه پاته کیږي چي دیوکس نه له ۱۰۰۰نه تر لسو زرو پوری کلداری اخلي چی سراسر ظلم ده اوکه پاته نشی نو بیا هغوی ووهي اوبی عزته کوي بټوې ترې  اخلی اوپه هغه کی چرس ورته اچوی وایه چرس ته خرڅوی دهماکی ته کوی همدا وجه ده که زمونږ ۵۰۰۰کلداری لګیږي مونږ راسره شل زره کلداری په جیب کي ساتو نو دعوامی نیشنل ګوند اوپښتونخوا ملی عوامی ګوند نه مو دا هیله ده چی خپل ملګری یو لاریون ته وهڅوی او ددی کار په کلکه مخه ونیسي .

Copyright Larawbar 2007-2024