کور / اسلامي / د ګنا په لعنت لړل سوي ډلي

د ګنا په لعنت لړل سوي ډلي

«لعن» په اصل کې په غوسې سره له رحمت څخه دلیری کولو او شړلو په مانا دی ، په قران عظیم الشان کې اتلس ډلې د بیلابیلو ګناهونو په خاطر لعنت کړل سوی دی لکه :
کافران ،مشرکان ، یهودان ،مرتدان ،قانون ماتونکي ،حیله ګران ،وعده ماتونکي ،دحق پټونکي ، خاینان ، منافقان ، د خدای (ج)د رسول ځورونکي ، ظالمان ، قاتلان ، ابلیس ، په پاک لمنو ښځو باندې تورلګونکي ، د ریښتینو رهبرانو مخالفان ، درواغجن پروپاګندچیان ، دناپاکه زړونه لرونکي او دروغجنان


دګناه ډولونه
د اسلام علماوو ګناه پر دوه ډوله ویشله ده


۱- لویي ګناهوي
۲- وړې ګناهوي
دغه ډلبندۍ له قران عظیم الشان او روایاتو څخه سرچینه اخیستې ده


لویي ګناه وي
لویي ګناهوي هغه دي چي قران کریم يا احاديثو هغه ته عذاب، حد (شرعي سزا)ټاکلې اويایې لعنت پرويلي وي. دټولولویو ګناهوو دوام كفرلازموي خو د ځينولویو ګناهونو يو وار كول هم كفردی او هره لويه ګناه ددوزخ دواجبيدولو سبب كيدای سي. بايد يادونه وسي چې پر له پسې دوړو ګناهو تکرارول هم لویه ګناه ده


۱. د خداي (ج )سره شريك نيول
۲. بيګناه مؤمن وژل
۳. سحر او جادو كول
۴. قصداً لمونځ قضا كول
۵. زكات نه وركول
۶. بيله عذره روژه خوړل
۷. د قدرت په وخت كښې حج نه كول
۸. د موراو پلارسره بدسلوك كول
۹. د مؤمنو دوستانوسره اړيكي پريښوول
۱۰.زنا كول
۱۱. لواطت كول
۱۲. سود خوړل
۱۳. ديتيم مال خوړل
۱۴. په خداي (ج) يا رسول( ص )پوري درواغ تړل
۱۵. د جهاد له ميدان څخه تيښته كول
۱۶. دحاكم لخوا پررعيت ظلم كول
۱۷. خودخواهي ،غروراوتكبركول
۱۸. ددرواغوشاهدي اداكول
۱۹. شراب څښل
۲۰. خمار كول
۲۱. پرپاك لمنوښځو د زنا تهمت لګول
۲۲. ګاونډیان زهير ول
۲۳. غلا كول
۲۴. لاره وهل
۲۵. ناحقه قسم اخیستل
۲۶. ظلم كول
۲۷. له مسلمانانو څخه ججه اخستل
۲۸. حرام مال خوړل
۲۹. ځان وژل
۳۰. درواغ ويل
۳۱. غير عادلانه قضاوت كول
۳۲. رشوت اخيستل
۳۳. پرمسلمان لعنت ويل
۳۴. يو چاته د نسب پيغورورکول
۳۵. مسلمان د هغه د ښمن ته ښوول
۳۶. كالي او بدن له بولو څخه نه ساتل
۳۷. له شهرت لپاره عبادت او ښه كارونه كول
۳۸. په وزن او پيمانه كښي كمي كول
۳۹. په امانت كښي خيانت كول
۴۰. د نيكي وروسته پرچااحسان اچول
۴۱. قضا او قدردرواغ بلل
۴۲. د مسلمانانوپټ رازونه معلومول
۴۳. د مسلمانوپه منځ كښي فساد اچول
۴۴. نارينه د ښځې يا ښځه د نارينه په څير ځان جوړول
۴۵. له وعدي څخه مخالفت كول
۴۶. د نجومي اوكاهن غيبي ويناوي منل
۴۷. له ميړه څخه د ميرمني نافرماني كول
۴۸. پرديوال، كاغذ ،ډبره ،وسپنه اونوروشيانو انځورکښل
۴۹. د تكليف په وخت كې په ځان حملي يا چغي اوناري وهل
۵۰. پر ميرمن او ترلاس لاندي كسانو باندي ظلم كول
۵۱. د كامل اسلامي حكومت پر ضد بغاوت كول
۵۲. د بيت المال ،غنيمت اوزكات په مال كي خيانت كول
۵۳. مسلمانان ځورول يا ښكنځل ورته كول
۵۴. د خداي (ج )دوستانوته ضرررسول
۵۵. د كبراوزينت لپاره پايڅي كښته كول (نارينه )
۵۶. سره زريا ورېښم استعمالول (نارينه )
۵۷. له بادارڅخه د مريي تښتيدل
۵۸. د خداي( ج) له نامه څخه پرته دبل چاپه نامه ذبح كول
۵۹. له پلارڅخه پرته بل څوك نسبي پلاربلل
۶۰. حيرانوونكي خبري اوجنجالونه كول
۶۱. له خلکو څخه او به منع كول
۶۲. ديني علم ددنيوي ګټو لپاره حاصلول او علم پټول
۶۳. د خداي تعالي( ج) د عذاب او سزا څخه بيغمي كول
۶۴. د خداي تعالي( ج) له رحمت څخه نااميدي كول
۶۵. بيله عذره د جماعت لمونځ پريښوول
۶۶. څوجمعي پرلپسي د جمعي لمونځ پريښوول
۶۷. په وصيت سره وارثانو ته ضرر رسول (پردي خلک په ميراث شريكول)
۶۸. دوكه اوچم كول
۶۹. درسول عليه السلام اصحاب( رض) په بدونومونویادول
۷۰. دمسلمانانو په حال دهغوي د ښمنان خبرول
۷۱. په كورنۍ كښې اخلاقي فساد زغمل (ديوثي)
۷۲. په ګناه اخته مؤمن كافر ، بې ايمانه ، دخداي دښمن يا خداي وهلي بلل
۷۳. دلارو لوحي اونښې بدلول
۷۴. بدکړوته خلک بلل يا نا رواشيان جوړول اوعامول
۷۵. طلاقه سوي ښځه ترنكاح وروسته لمړي ميړه ته طلاقول
۷۶. حيوانات د نښاني كولو لپاره داغول
۷۷. د سروياسپيونوزرولوښي استعمالول
۷۸. تهمت، غيبت، او بهتان ويل
۷۹. د مسجد اواسلامي مدرسي نړول
۸۰. د قران يادكړي ايتونه هيرول
۸۱. د خداي د ذات يا صفا توپرته په بل شي قسم اخيستل
۸۲. د خوراكي موادوپه ګراني خوشحاله كيدل
۸۳. كفري رواجونه خوښول
۸۴. حلال بد ياحرام ښه ګنل
۸۵. سازاونڅاه خوښول