غزل

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2012


دا ستغې سپورې  او ښکنځل ښه نه دي


ياره د  زړونو ماتول ښه نه دي


اول يې ګوره او بيا زړه ورکوه


هسې بې ځايه زړه بايلل ښه نه دي


بې قدره کيږي بيايې قدر نه وي


مدام خوبونه په څنګل ښه نه دي


اسويلي کاږم په غم واوښتلم


هر خواته  سترګې اړول ښه نه دي


چې همېشه  دې ځوروي مهرانه


پردي خوپرېږده تاته خپل ښه نه دي

Copyright Larawbar 2007-2024