غزل

د لراوبر اداره | فبروري 2nd, 2012


دا کلی  ښه دی په جانان ښه دی


ځکه مې ژوند ښه دی ګزران ښه دی


وايي جانان  ياري کې خوند پيداشي


بس کله  کله خو هجران ښه دی


چې پکې  ته نه يې خوږه دلبره


له دغه  کلي بيابان ښه دی


ښه دی چې راغلې ليونی ومه زه


اوس مې ريښې ريښې ګريوان ښه دی


بل سړی  ستا دومره ناز نه شي زغمئ


ناز دې په ځان  مني حيران ښه دی

Copyright Larawbar 2007-2024