کور / تازه خبرونه / کندهار: موټر بم څلور ملکيان او درې پوليس مړه کړل

کندهار: موټر بم څلور ملکيان او درې پوليس مړه کړل

په کندهار ښار کي د موټر بم چاودني اووه تنه مړه او ٢١ تنه ټپيان کړل.
چارواکي وايي چاودنه په هرات دروازه کي امنيه قومندانۍ ته نيژدې د موټرانو په يوه پارکينګ سوې ده، چي له امله يې څلور ملکي کسان او درې پوليس مړه سوي دي.
اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندهار د والي د وياند له قوله وايي چي چاودونکي مواد په يوه موټر کي ايښودل سوي او بيا د ريموټ په ذريعه انفجار ورکړل سوى دئ.
راپور وايي سيمه د ناټو ځواکونو کلابنده کړې وه، امبولانسونو ټپيان انتقالول، په شاوخوا سيمه کي د دروازو او کړکيو هنداري ماتي سوي وې او ځاى ځاى مځکه په وينو لړلې وه.