کور / تازه خبرونه / افغان سوداګر: پاکستان پر ژمنه نه درېږي

افغان سوداګر: پاکستان پر ژمنه نه درېږي

افغان سوداګر وايي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري افغانستان په سفر کي ژمنه کړې وه چي په پېښور او کراچي کي د دوى بند مالونه به ټول ايله کړي، خو تر اوسه يې نه دي ايله کړي.
افغان سوداګر عبيدالله وايي د پاکستان حکومت کابل ته د حنا رباني تر راتګ لس ورځي دمخه لا ژمنه کړې وه چي د دوى ټول کانټينرونه به خوشي کړي، خو تر اوسه يې د سوونو له جملې څخه فقط ١٦٥ موټرانو ته د تګ اجازه ورکړې ده.
پاکستان په تېرو څو کلونو کي هر وخت په يوه او بله پلمه د افغان سوداګرو مالونه له ځنډ سره مخ کوي، خو وروستى وار يې وروسته له هغه افغانستان ته پر تلونکو اموالو بنديز ولګاوه چي د تېر کال د نومبر په آخره کي د ناټو په بمباريو کي ٢٤ پاکستاني پوځيان ووژل سول.