کندهار : په دامان اولسوالۍ کي پوليسو وسلې نيولي

عطاالله محمدي | فبروري 6th, 2012


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په دامان اولسوالۍ کي ئې ١٠٠ توپنچې نيولي . د چارواکو په وينا چي يادي توپنچې ئې هغه وخت په يوه زرنج موټر سيکل کي نيولي چي د يادي اولسوالۍ څخه د کندهار ښار پر لور وړل کېدلې او هلته د چارواکو په وينا چي په چرکي بريدو کي ورڅخه کار اخستل کېدئ .
چارواکي وايي چي د زرنج موټرسيکل چلوونکى ئې هم نيولى او هغه ويلي چي ياد شمېر توپنچې ئې د بريدو له پاره کندهار ښار ته وړلې.
وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024