کور / تازه خبرونه / ګيلاني د افغان سولې پر سر د خبرو لپاره قطر ته ولاړ

ګيلاني د افغان سولې پر سر د خبرو لپاره قطر ته ولاړ

د پاکستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني وايي، چې له قطري چارواکو سره به د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.يوسف رضا ګيلاني دغه څرګندونې نن قطر ته له روانېدو مخکې په هوايي ډګر کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.له لومړي وزير سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر او د ملي شورا يو شمېر غړي هم ملتيا کوي.يوسف رضا ګيلاني په هوايي ډګر کې د خبرو پر مهال وويل، چې دى به له قطري چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سياسي او سوداګريزو اړيکو ترڅنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هم خبرې وکړي.
ګيلاني په داسې حال کې د افغان سولې پروسې په اړه قطر ته سفر کوي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر تېره اونۍ کابل ته په همدې موخه په سفر راغلې وه.له دې مخکې پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان لومړي وزير د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر تګلارې سخته نيوکه وکړه.
هغه زياته کړه، چې دغه تګلاره د يوه ديکتاتور ولسمشر له خوا جوړه شوې وه او ډېرې پوښتنې په کې راولاړې شوې دي.
ګيلاني پخواني ديکتاتور ولسمشر جنرال مشرف ته په اشارې سره وويل، چې هغه افغان پاليسي په داسې حال کې جوړه کړې وه، چې په خپله د پوځ مشر او اجراييوي رييس و او د پاکستان ولسمشر هم و.نوموړي زياته کړه: ((اوس هغه ورځې تېرې شوې، چې يوه تن به تګلارې جوړولې، اوس له بهرنيو هېوادونو سره تګلارې پارلمان جوړوي.))د يادونې ده، چې د افغانستان د سولې د پروسې د پرمخ وړلو په موخه په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پرېکړه شوې وه، امريکا، طالبان او د افغانستان حکومت هم له دې سره موافقه ښودلې ده.ويل کېږي، چې تېره اونۍ امريکايي استازو په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي، خو تر اوسه رسمي سرچينو دا ليدنې نه دې تاييد کړې.ګيلاني په داسې حال کې د قطر له چارواکو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ولاړ، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان کابل ته د سفر پر مهال ويلي وو، چې د قطر حکومت بايد د طالبانو د دفتر پرانيستلو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.دغه راز د امريکا دفاع وزير ليون پنيټا تېره اونۍ وويل، چې پاکستان په سيمه کې مهم هېواد دى او د دوى له مرستې پرته د افغانستان د سولې پروسه نه شي بريالۍ کېداى.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط خان دوه ورځې مخکې ويلي وو، چې دوى د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسانتياوو برابرولو ته تيار دي.