کور / تازه خبرونه / لاهور: څلور مړه او لسګونه ټپیان شول

لاهور: څلور مړه او لسګونه ټپیان شول

د پاکستان په لاهور کې هغه وخت څلور کسه مړه او لسګونه نور ټپیان شول چې د درملو جوړونې د یوې فابریکې په دریم پوړ کې د ګازو چاودنه وشوه.

په یادو مړو کسانو کې یو لس کلن ماشوم هم و.

فابریکه په یوه اوسیدونکې سیمه کې ده، نو له دې امله ورسره دوه کورونه هم نړیدلی دي. د سیمې یو اوسیدونکی وایی چی دلته تر یو نیم سل پوې ځوانانو و، چې لا تر اوسه ځینی له خاورو نه دي را ایستل شوي.