کور / z_buitenland_news -- 5 / مشرف:د ترهګرۍ پر خلاف غوڅ چلند ته اړتيا ده…

مشرف:د ترهګرۍ پر خلاف غوڅ چلند ته اړتيا ده…

لراوبر – پښتونخوا



 د پاكستان اولسمشر پرويز مشرف ويلي  چې په هيواد كښې دسياسى پرمختګ او پياوړتيا پخاطر دترهګرۍ او بتنسټپالنى پرخلاف غوڅ او پريكنده چلند ته اړتيا ده  او لسمشر پرون   دسى ، ايم ، ايچ لاهور د يونوى روغتيا يي مركز پرانيستو نكى غونډى ته په خپلو خبرو كښى وويل چې هېواد د توانايي، اقتصادى او خوراكى موادو له بحران سره سره د ترهګرى  له ګواښونو سره هم مخ  ده زياته كړه چې  دبرامداتو او بهرنى پانګى  اچوني لپاره د ملك سياسى پرمختګ  دير اړين دى.


بل خوا:: له اولسى محكمو او ادارو څخه د پوځى افسرانو او كاركوونكو دبيرته راغوښتلو او بحالولو په اړونند يوه اعلاميه خپره شويده د اّئى ، ايس ،  پى، اّر  له خوا په نوموړى  خپره شوي  اعلاميه كى راغلى  دي چې  اولسى  اوملكى  محكمو او ادارو څخه  د پوځى افسرانو دبيرته  راستنيد وپه هكله پريكړه شويده چې  دهغي په رڼا كى به 1617 تنه پوځى افسران بيرته خپلو پوځى  باركونو او دندو ته راستانه شي.


بل لور ته ::دپاكستان د دولت مركزى كاپينى نوي غړى به سبا ماسپښين د وفادارى لوړى پرځاى كړى اولسمشر پرويز مشرف  به د مركزى كابينى نوو غړو ته د خپلو نويو دندو دنيولو پخاطر لوړى او سوګندو نه وركړى  دپاخبره سرچينو ترمخه د مركزى كابينى د وفادارى دلوړي په مراسموكى د نويو ټاكل شوو غړو سمرى دامهال داولمشرى  مقر ته هم رسيدلى ده خبر زياتوي  چې  دا تاريخي اوپرتمين مراسم به سبا ماسپښين داولسمشرى په ماڼۍ كى تر سره شي او دپاكستان  جمهور رئيس پرويز مشرف به  د مركزى كابينى له غړو څخه د وفادارى لوړى واخلي  پدى  تاريخى اوشانداره مراسمو كى به لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلانى ، دملى اسمبلۍ سپيكر مرستيال سپيكر دملك د وسله بندو پوځوسرلښكران  او دبهرنيو هېوادونو سفيران او ديپلوماتان هم برخه  واخلى.