کور / تازه خبرونه / پنځه تښتول شوي وګړي يوه نيمه مياشت باده بيرته پيداشول…

پنځه تښتول شوي وګړي يوه نيمه مياشت باده بيرته پيداشول…

لراوبر – پښتونخوا



د ګهوټكى د ډهركى له سيمي څخه  يوه نيمه مياشت دمخه 5 تښتول شوى وګړى  پوليسو له يوي ځغلنده مقابلى وروسته  بيرته  پيدا كړل خود پيښى  ملزمان په نامعلوم لورى  تشټيدلى دي پوليس وائى  چې  ابازوته نژدى د رونتى  دكچى له سيمى څخه تښتول شوى  پنځو وګړو په ډله كى څلورتنه هندوسوداګر هم شته دى پوليسو يوه نيمه مياشت وروسته ګل كمار،كيلاش رام، پرديب كمار، امرنال او نذير دسخت لټون څخه  وروسته پيدا او وموندل خو پوليس بيا وائى  چې دسپيښې اصلى عاملين ترى په تيښته كى بريالى شويدى.


بل لور:: د دره اّدم خيل دجرمنى قلعى په سيمه كښې د نجونو په منځنى ښوونځي كښى يوه بمى چاودنه وشوه چې له امله ئي  ودانۍ سخته زيانمنه شوه  سيمه ايز چارواكى وائي چي  ناڅرګندو وسله والو دجرمنى قلعى دګر لزمډل سكول په انګړ كښې چاودونكي مواد ځاى پرځاى كړي وْ چې ګهيځ دلمر راختلو پرمهال چاودنه وشوه او وداني  ته سخت  ټكان او زيان ورسيدو له بلى خوا  داخو روال په سيمه كښى هم نامعلومه وسله بندو كسانو د هاى ټينشن دلين د دوو پلونو دويجاړولو او نړولو ناوړه او ناكامه هڅه وكړه خوبريالي نه شول.


بل خوا :: دپا كستان دوستۍ بس يوځل بيا له  تښتوونكو څخه دخبرو اترو وروسته راخوشۍ كړل شو ديادونې وړ ده چى  درې ورځې وړاندې هم په خيبر ايجنسۍ  كښې په درځنو وسلوالو كسانو پاك افغان دوستى بس   د څلويښت سپرليو په شمول تښتولۍ  وْ او غوښتنه يې كړې وه چى  په  افغانستان كښې د دوي اته ملګرى چي  اوس مهال    زندانيان دي خوشي كړل شي وسلوالو ته دچا رواكو لخوا باور وركول شوى وو چى  په دوه  ورځو كښې به د ننه  له افغان چارواكو سره ددغو بنديانو په هكله خبرې وكړي  خو دشنبى په ورځ يوځل  بيا دخيبر ايجنسۍ  تكيه كښې  دسلطان خيل قبايلو په در ځنو كسانو بس  دسپرليو په شمول  وتښتولۍ  او توريي  ولګاوه  چى چارواكو يي  غم ندى خوړلى  دپيښې  وروسته دملك درياخان په مشرۍ  د قبا يلي  جرګې  لخوا دسلطان خيل  قبا يلو سره خبرې  اترې وشوې او بس دسپرليو په شمول له تښتوونكو څخه  راخلاص كړل شو.