کور / تازه خبرونه / سوات : پوليسو تر چټک لټون وروسته…قوماندان نيولئ…

سوات : پوليسو تر چټک لټون وروسته…قوماندان نيولئ…

لراوبر – پښتونخوا



دسوات پوليسو ديو چټك لټون په پايله كښى  دوسله والو كسانو يو قوماندان نيولى  دباورى راپور ترمخه د سوات امنيتي  پوليسو په سيدوشريف كښى ديو پټ راپورتر لاسه كولو وروسته په يوه كور باندي  د يو چټك لټون په پايله كښې يو وسله وال  قوماندان نياسيد لاس په لاس نيولي او ناڅرګندلورى ته ئي  ليږدولى د پيښى  بشپړه څيړنه لاروانه ده.


بل لور ته :: په كوهاټ كښى ناڅرګندو وسله والو په ډزو سره موراوزوي دواړه مړه شوي  دپوليس  راپورترمخه  داغمجنه پېښه  دكوهاټ لاچى  بالا كښى رامنځته شوه وائى  چې  نابلده كسان يوي پردى جونګړى  ته ورننوتل او په ميرمن نومي ښځه او دهغي په زوي  مجاهد نور ئي  بيرحمه ډزى  وكړي اوپه خپل كور كښى ئى  په ابدى خوب ويده كړل ځايي پوليسودناڅرګندو وسله والو پرخلاف مقدمه ليكلى او د نوموړي پيښې دلامل درسواكولو په موخه ئي  لټون او كلكى څيړني هم پيل  كړيدى.