کور / تازه خبرونه / طالبانو د لومړي وزير لخوا د خبرو – اترو هرکلئ…

طالبانو د لومړي وزير لخوا د خبرو – اترو هرکلئ…

لراوبر – پښتونخوا



طالبانو دپاكستان دلومړني وزير لخوا څخه دجنګياليو سره دخبرو اترو په هكله دبيان هركلى كولو سره ويلي  دي كه چرته نوي حكومت دولس مشر مشرف تګلاره خپله نكړه نو ورسره هر ډول همكارى ته چمتو يو دتحريك طالبان پاكستان هر ډول همكارى ته چمتو يو دتحريك طالبان پاكستان وياند مولوي عمر بى بى سي ته د ټليفون پركرښه ويلي  دي  چى طالبان غواړي په قبا يلي سيمو كښې دامنيت ستونزه دخبرو اترو دلارې هواره شي مولوى عمر وايي چى څه ډول دپاكستان په سياست كښې بدلون راغلى دى دغه ډول په قبا يلي  سيمو كښې هم بدلون احساس كيږي مولوى عمر وايي  چى تر اوسه يي  له نوي حكومت  سره كومه رابطه نده شوي  خو دواړې خواوي درسنيو دلارې يو بل ته پيغام وركوي.


بل خوا :: دصوبه سرحد اسمبلۍ سپيكر او ډپبټى سپيكردخپلى وفادارى لوړه وكړه دشنبي په ورځ دسرحد اسمبلۍ غونډه دعوامي نيشنل ګوند دمخكښ ارباب  ايوب جان په مشرۍ كښې په يو ساعت ځنډ سره پيل شوه ارباب ايوب جان اعلان وكړ چى  دپيپلز ګوند كرامت الله چغرمټى  په مقابل كښي كوم بل كانديد اسناد ندي وړاندې كړي  ځكه  نوموړي  دسرحد اسمبلۍ دسپيكر څوكي  ته پرته د مقابلې  څخه  بريالۍ   ګڼل  كيږي  او دغه شان دعوامي نيشنل ګوند  خوشدل خان هم پرته دمقابلې  څخه  د ډبټي سپيكر څوكۍ ته بريالي  شويدى له دغه وروسته دسرحد اسمبلۍ  نوي ټاكلشوي سپيكر كرامت الله چغرمټي  دخپلې دندې سوګند واخيست ارباب ايوب جان وده ته وفادارى لوړه وركړه نوي ټاكل شوي سپيكر كرامت الله له ډپبټى  سپيكر خوش دل خان څخه سوګند واخيست د سرحد اسمبلۍ غړو نووټاكل شوو سپيكر او مرستيال سپيكر ته مباركى وويله.