کور / تازه خبرونه / قومي اسمبلۍ:پر … ګيلاني د ټولو ګوندونو بشپړه باور…

قومي اسمبلۍ:پر … ګيلاني د ټولو ګوندونو بشپړه باور…

لراوبر – پښتونخوا




په قومي اسمبلۍ كښې پريوسف رضا ګيلاني باندې  دټولو ګوندونو لخوا بشپړه باور څرګندكړل شو دباور رايي تر لاسه كولو دمخه  لومړي  وزير داپوزيشن  دغړو څخه  غوښتنه وكړه چي د باور په تحريك كښې راسره مرسته وكړي  پاكستان مسلم ليګ \”ق\”  مسلم ليګ فنكشنل پيپلزګوند شيرپاو اومتحده  قومي مومنټ دلومړي وزير سره دباور رايي اخستلو په قرارداد كښې خپل ملاتړ اعلان كړ ددغه وروسته  دعوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي  وويل چى  دباور رايي  اخستلو لپاره اوس دغړو درايو شميرته اړتيا ليد له كيږي او دقرارداد منل كيدو اعلان دي وكړل شي داسفند يار ولي پر غوښتنه سپيكر دقرار داد منل  كيدو اعلان وكړ.


د پا كستان لومړى وزير په قومي اسمبلۍ كښى د خپلي اولنۍ تګلارې په اعلانولو سره وويل  چى  دزده كوونكو پرسامانونو بنديز ليرى كړل شويدى د پمپراڅخه واك اخستل شوى او داطلاعاتو دوزارت يوه اداره جوړه كړل شويده دراپورونو ترمخه دقومي اسمبلۍ دغونډي دپيل سره سم مسلم ليګ\”ق\” ايم كيو ايم  پاكستان پيپلز ګوند شيرپاو او مسلم ليګ فنكشنل د لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلانى ملاتړ اعلان كړ دباور رايي اخستلو وروسته لومړني وزير په خپله وينا كښې وويل چى زمونږ يو نامتو مخكښ دعدالتي قتل دلارې له مونږ څخه  بيل كړل شو او ځينې نور مخكښان دهغو قوتونو لخوا ووژل شول چي دقانون سرلوړى نه غواړي نوموړي  دادارو پرټينګښت ټينګار وكړ او اعلان يې وكړ چى  د اې پى دي ايم ګوندونه به  له ځان سره ګډ كړي  لومړي وزير په خپله وينا كښې زياته كړه چى  پرما دټولو صوبو استازو باور كړيدى  په هېواد كښې دامنيت ټينګښت  او دترهګرۍ  له منځه وړل زما اولنۍ هدف دى دترهګرۍ پرضد جګړه دپاكستان خپله جګړه ده حكومت له هغوټولو قوتونو سره خبرو اترو ته چمتو دى چى وسلې غورځولو سره دسولې  له بهير سره يوځاى  كيدل وغواړي نوموړي زياته كړه په قبا يلي سيمو كښې سياسي او اقتصادي بدلون ته اړتيا ده لومړي وزير بې روزګاري ، ګراني او خواري دويمه لويه ستونزه وبلله  لومړي وزير دپاكستان دستر جنرال اشفاق كياني لخوا له ولسي ادارو څخه  دپوځيانو بيرته راغوښتنه  يو مثبت ګام بللۍ  دي خوزياته يي  كړه چى په كومو ولسى ادارو كښې چي  دپوځي  افسرانو اړتيا ده هلته به دنده تر سره كوي دولسي اداروڅخه دپوځي افسرانو دبيرته راغوښتني كار بايد په دوو اونيو كښې سرته ورسول شي لومړي  وزير زياته كړه چي  د دوه ويشت  سوه ميګاواټ بريشنا توليدولو لپاره به پنځه  يو نټونه پرانستل شي په هېواد كښې واړه او غټ بندونه جوړولو سره به داوبو او بريښنا ستونزه هوارولو هڅه  وشي لومړي  وزير اعلان وكړ چى  دوزيراعظم  كور لپاره په بوديجه  كښكې به څلويښت  فيصده كمبوت راوستل شي او وزيران به شپاړس  سوه سى سى څخه اوچت موټرانو څخه استفاده كولو اجازه ونلري په هوائي ډګركښې به دوي اّئى پى كسانو لپاره ځانګړۍ كاونټرختم كړل شي شخصي او سركاري ادارو كښې به دكارزمينه برابرولو لپاره پلان جوړ كړو لومړي وزير زياته كړه په ټولو ديني مدرسو كښې به يو شان درسونه  وركول كيږي او ديني مدرسو ته وركول  كيدونكې بوديجې به جاج واخستل شي په هېواد كښې به هركال سل لكه نوي  داستوګنې منصوبې پرانيزو او په كليو كښې به دبي كوره خلكو لپاره دپنځه مرله كورونو پروګرام پيل شي يو سف رضا ګيلاني وويل  چى  دكار ګرانو مياشتني معاش  به لږ تر لږه شپږ زره كالداري وي او دجمهوريت په لار كښې قرباني وركونكو كورنيو ته به مياشتنۍ معاش وركول كيږي حكومت به  دعدليې دخپلواكۍ  او قاضيانو دبحالۍ لپاره خپل كردار اداكوي لومړي وزير اعلان وكړ چى  درسنيو دخپلواكۍ پرضد ټول خنډونه به له منځه يووړل شي لومړي وزير دسياسي كاركنانو خوشي كيدنه دحكومت لومړني هدف وباله وزيراعظم وويل چى  مضبوط  او سرلوړى افغانستان   دپاكستان په ګټه دى  داسلامي نړۍ سره به خپلې اړيكې نورې هم پراخې كړل شي.



بل خوا – د پاكستان په پلازمينه اسلام اّباد كښى دحفصه  دينى پوهنتون ښځينه زده كړيالانو پرون  دپارلمان ماڼۍ ته ورڅيرمه  يوه كلكه احتجاجي  مظاهره او سترلاريون تر سره كړ دحفصه داسلامي مدرسى ښځينه زده كوونكو چټكي  هڅي وكړي چې دپارلمان  ماڼۍ ته ورننوزى خو دپلازمينى امنيتي  ساتونكو ورته دننوتلو اجازه ورنه كړه پدى مهال كښى دجامعه حفصه  د ديني مدرسي ښځينه محصلينو له اړوند وچاروا كو څخه  په ټينګه سره وغوښتل  چې  دجامعه حفصه اسلامي مدرسه  يوځل بيا له سره تر ميم او ورغوي.