کور / اسلامي / د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۲)

د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۲)

مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
رالېږنه : عبدالله ناصري جواد
د تيري برخي لپاره
دلته کليک وکړئ


د اسلام د مدرسې د پخوانیو مسلمانانو یوازینی منظور د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم رضا،د کلمة الله اعلاء،د اسلام حاکمیت،د بشري افرادو او ټولنو هدایت او سعادت، د حق ،عدالت،اخلاقي فضایلو،انساني ارزښونو،ذات البیني او بین المللي اړیکو او تعاملاتو احترام او د دغو ښو فضایلو او عالي اصولو  د استحکام او استقرار په غرض د کفر،الحاد،ظلم او فساد د عناصرو او د هغو د مادي قوتونو په مقابل کښ په قوي ایمان ،پوره ثبات،ښه اطمینان او د ایثار او فداکارۍ په عالي روحیې سره جنګیدل او د باطل او موهوم پرستۍ له څپاندو او خطرناکو سیلابونو څخه د نجات ، سلامتیا او اطمینان ساحل ته د نارام او سربداله بشریت ویستل او د بدبختۍ او کړاوونو له ژورو او د نفساني د ناوړه هوسونو او شیطاني غولونکو هڅونو څخه د خلکو ژغورل او د تقوی ،عبادت او ښیګڼو په کولو سره دنیوي او اخروي عزتونو او مقامونو ته رسول وو.                                                            


                                                                 همدغه د اسلام د مدرسې صادق      او مخلص مسلمانان دي چې د هغو سره د یوه الله جل جلاله د عظمت او جلال او د هغه د محیط او کامل علم او قانون احساس موجود وو.او تقوی او اخلاص د هغو د ژوند اصلي شعار او د عملونو حقیقي معیار وو.اوچا چې به ګناه وکړه نو هغه به پر خپلې ګناه ډیره پښیماني ښودله او پر خپل ځان به ېې له الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم څخه د الهي قانون او حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کوله.               


د دې حقیقت او واقعیت نه هیریدونکی مثال ماعز بن مالک الاسلمي ( د دوی د موضوع بیان بخاري،مسلم،ابوداؤد او هم جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کښ کړی دی او بل غامدیه ( د دغې ښحې ذکر  په مسلم او اصحاب السنن او جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کښ شویده) ده دغو له الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم څخه د خپلې ګناه په باب د الهي حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کړې ده او الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د تحقیق او ثبوت له مخې دواړه باندې الهي حکم تطبیق او جاري کړی دی څو په دې وسیله د ګناه له مسؤلیت څخه خلاص او په سپیڅلي ځان او حالت د الله جل جلاله  و عظم شانه حضور ته ورشي او د هغه د اِنعام او اجر مورد وګرځي.       


بل له جهاد څخه د بې عذره پاتې کیدلو د مسؤلیت د احساس او د خپل مخالفت د تقصیر د فیصلې په باب د هغو دریو تنو پخوانیو مسلمانانو د انتظار قصه ده او هغه داسې چې کوم وخت الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د مجاهدو مسلمانانو سره د تبوک غزا ته لاړ په دغه وخت کښ هلال بن امیه،مرارةبن الربیع او کعب بن مالک رضی الله تعالی عنهم له جهاد څخه چې د معافیت عذرونه ېې نه لرل په خپلو کورونو کښ پاتې شول او بیا چې الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم  د خپلو مجاهدو ملګرو سره  د تبوک غزا څخه راستون شو نو دغو دریو تنو  الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم ته دخپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو په باب د درواغو پلمې ونه کړې بلکه څه چې حقیقت وو  هغه ېې وویل او پر خپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو ېې ډیره پښیمانتیا وکړه او خپل ځانونه ېې مسؤل وګڼل او بیا ېې خپل ځانونه  د مسجد پر ستنو وتړل او په انتظار کښ شول څو د دوی د تقصیر په باب الهي حکم صادر شي او د دوی د مخالفت او تقصیر نتیجه معلومه شي                                                


الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم په دې چې دغو دریو تنو مسلمانانو د تبوک د غزا په نسبت مخالفت او تقصیر کړي دي د هغو سره ېې خبرې پریښودلې او مسلمانانو ته ېې هم حکم وکړچې د هغوی سره څوک ونه غږیږي تر دې چې د هغو سره له خبرو کولو څخه د هغوی د کورنیو غړي او خپلوان ېې هم منع کړل.                         


د غو دریو تنود ډیرې پښیمانتیا او خفګان شپې سبا کولې او د خپل مخالفت او تقصیر په باب د الهي حکم  په انتظار کښ وو،هماغه وو چې د پنځوسو(۵۰) ورځو له تیریدلو وروسته الهي لوی او مهربان ذات پر هغوی باندی ورحمیده او د هغوی توبه ېې قبوله کړه او  دغه موضوع د قرآن د (التوبه) سورت په ۱۱۷-۱۱۸ آیتونو کښ یاده شوې ده .                                                                                          


همدغه د اسلام د مدرسې لمړني خوراښه مصلحت پیژندونکي او حق منونکي مسلمانان دي چې هغو د خپل ژوند او عمل اساس او د ښو او بدو،خیر او شر،او د حق او باطل د تشخیص او معرفت معیار او دلیل قرآن او نبوي سنت ګرځولي وو،هغو د قرآن او نبوي سنت په رڼا کښ د دنیا او آخرت د ښیکڼو او نعمتونو غوښتنه کوله ،د اختلافاتو او جګړو د منځه وړلو په غرض ېې د الهي کتاب قرآن او نبوي سنت حکم او فیصلې ته غاړه ایښودله او له دنیوي او مادي غرضونو او د جاه او دبدبې د  مقامونو او نورو نفساني  ناوړه غوښتنو له منلو او پیروۍ څخه ډډه کوله .          


د اسلامي تاریخ په استناد کله چې الهې پیغمبر حضرت محمد صل الله علیه وآله وسلم (۶۳) کلنۍ په عمر په مدینه منوره کښ د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه د دوشنبې په ورځ د اجل ته لبیک ووایه او له دنیوي فاني ژوند څخه ېې سترګې پټې شوې دغه الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم لا ښخ شوی نه وو چې د مدینې انصارو د بنو سعد په سقیفه کښ د حضرت سعد بن عباده په شا او خوا کښ راغونډ شول او د خلافت موضوع ېې منځ ته کړله.                      


هماغه ؤ چې په دغه وخت کښ یو تن حضرت ابو بکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنهم ته راغی او دغو دواړو ته ېې داسې وویل:        


که غواړی د هغو د خبرې له غټوالي څخه مخکښ د هغوی د موضوع درک وکړی نو خپل ځانونه ورورسوۍ.                                                                        


هماغه ؤ حضرت عمر حضرت ابوبکر ته وویل:                                         


انطلق بنا الی اخواننا من الانصار حتی ننظر ما هم علیه.                            


  مونږ سره زمونږ انصارو وروڼو ته لاړ شه څو د هغو د حال لیدنه او د موضوع معلومات وکړو.                                                                               


بیا دواړه چې حضرت ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله تعالی عنه هم د هغو سره ملګری وو د انصارو غونډې ته ورغلل،انصارو چې د خپل امارت د استحقاق دلایل یاد کړل او د هغه د مقام د پاره ېې د خپل اهلیت او استحقاق  خبرې وکړې او وویل ېې


نحن الامراء و انتم الوزارء یعنې مونږ انصار امیران یو او تاسې مهاجرین وزیران ېې نو په دغه وخت کښ حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه وفرمایل:             


اما بعد ،فما ذکرتم فیکم من خیر فانتم من اهله،و لم تعرف العرب هذا الامر الا لهذا الحی من قریش، هم اوسط العرب نسباً او داراً ، و قد رضیت لکم احد هذین الرجلین فبایعو ایهما شئتم.                                                                                


څه چې تاسې د خپل خیر یادونه وکړه تاسې د هغه اهل ېې او عرب دغه مقام بې له قریشو څخه بل چا ته نه پیژنې ، هغوی د نسب او ځاې له امله د ښه مقام خاوندان دي او تاسې ته یو له دغو دواړو څخه (عمر یا ابو عبیدالله ) رضی الله عنهم خوښ دی نو هر یو چې ستاسې خوښ وي.د هغه سره بیعت وکړی.                                    


                                  کله چې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د مهاجرینو په باب د انصارو د مرستو او ښیګڼو یادونه وکړه او هغه ېې تقدیري کړې او خلافت ېې د قریشو حق وښود او هم ېې چې دا خبره وکړه چې عرب یواځې قریشو ته غاړه ږدي او د قریشو حکم منونکي دي په دغه وخت له انصارو څخه یو تن وویل:        


انا جذیلها المحک و عذیقها المرجب،منا امیر و منکم امیر یا معشر قریش.             


زه د انصارو د قبیلې ډکی(یا ګرګی) یم چې ګرګی اوښان ورباندې  ځانونه مږي(مښي) او د خرما هغه وښکی یم چې په یوه شي باندې تکیه کړی شوی  وي  ( یعنی چې زه هغه څوک یم چې د انصارو قبیله زما پر نظر ېې عمل کوي او زه پر هغه تکیه او اعتماد لرم او هغوی زما ملاتړ او پیروی کوونکي دي) له مونږ څخه دې یو امیر وې  او له تاسې څخه دې هم یو امیر وي اې د قریشو ټولګیه !                


بل یو انصاري ير دې دا دلیل هم ونیو چې کوم وخت به الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم  له  تاسې څخه کوم تن  په کوم (عمل ) کار باندې وټاکه نو د هغه سره به ېې زمونږ یو تن هم ملګری کړ،                                                                


بیا چې د دوؤ امیرانو په باب  د انصارو او مهاجرینو ترمنځه د شور ما شور  فضاء توده شوله او له هرې خوا غږونه پورته شول او د دواړو خواؤ ترمنځه د ډیر اختلاف او نزاع د ویرې احساس پیدا شولو د سختو او خطري عواقبو زنګ په کړنګیدو شو نو په دغه وخت کښ له مهاجرینو څخه حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د خلافت د موضوع په باب جې د قریشو حق ده د حضرت پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم په وینا استدلال وکړ او هغه دا چې :                                                                     


الائمة من قريش (یعنې امامان او پیشوایان له قریشو څخه دي.)                       


او هم ېې وویل:                                                                                


لا یصلحان سیفان فی غمد واحد .( یعنې په یوه تیکي کښ دوه تورې  سمې نه دي.) 


 په دغه وخت یوې پرې کوؤنکې خبرې ته چې په ځاې خبره وي او د قرآن په هدایت سره روښانه کوونکې او د فتنې مړه کوونکي او حیرانو کسانو ته د لارې ښودونکې وي،د ضرورت احساس کیده هماغه وه چې دغه راز خبره د زید بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له خولې څخه ووتله او خپل قوم ته ېې داسې وویل  :                   


                   یا معشر الانصار ان رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم کان من المهاجرین فیکون خلیفته مهاجراً مثله،و انا کنا انصار رسول الله صل الله علیه وآله وسلم فنکون انصاراً لخلیفته من بعده و اعواناً له علی الحق.                          


                             ای د انصارو ټولګیه!بیشکه رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم له مهاجرین څخه وو او مونږ د رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم انصار(ملاتړ،مرستندوی) وو نو له هغه څخه به وروسته  د هغه  د خلیفه انصار او پر حقه د هغه مرستندوی واوسو .                                                                   


بیا هغه ابو بکر صدیق رضی الله عنه ته خپل لاس اوږد کړ او وېې ویل:              


هذا خلیفتکم فبایعوه (دا ستاسې خلیفه دی نو ورسره بیعت وکړی)                        


همدا راز حضرت عمر رضی الله عنه د دغې حساسې موضوع تدارک او علاج او د اسلام او مسلمانانو د مصلحت د تامین او تحقق لپاره له خپل حکیمانه سیاست او ښه تدبیر څخه داسې کار واخست او وېې ویل:                                                   


یا معشر الانصار!الستم تعلمون ان رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم قد امر ابابکر ان یؤم الناس؟فایکم تطیب نفسه ان یتقدم  ابا بکر؟                                          


و ایضاً قال:                                                                                        


رضیه رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم لدیننا افلا نرضاه لدنیانا؟                    


اې د انصارو ډلې!ایا تاسې نه پوهیږی چې رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم ابو بکر ته امر کړی دی چې د خلکو امامت وکړي نو ستاسې د کوم یوه خوښه ده چې پر ابو بکر رضی الله عنه  باندې سبقت او مخکیتوب وکړي؟                                


او هم ېې ویلي وي:                                                                                


رسول الله صل الله علیه و آ له وسلم هغه زمونږ د دین د پاره خوښ کړي نو ایا هغه د خپلې دنیا دپاره خوښ نکړو؟                                                                   


انصارو د حضرت عمر رضی الله عنه د دغې وینا په ځواب کښ وویل:             


نعوذ بالله ان نتقدم ابا بکر یعنې له الله جل جلاله څخه پناه غواړو چې پر ابو بکر رضی الله باندې سبقت وکړو.                                                                 


بیا حضرت عمر رضی الله عنه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه  د اهلیت او د اسلاام او مسلمانانو  د خیر او مصلحت په منظور  حضرت ابو بکر رضی الله عنه ته وویل :                                                                                              


  ابسط یدک یا ابا بکر.                                                                


اې ابوبکره خپل لاس راوږد کړه .                                                      


هماغه وو لومړی حضرت عمر رضی الله عنه بیا مهاجرینو او بیا انصارو رضی الله عنهم اجمعین د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره د خلافت بیعت وکړ او بیا مسلمانانو په سبا ورځ په نبوي مسجد کښ د منبر له پاسه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره عام بیعت وکړ او په دې توګه د خلافت په باب د انصارو او مهاجرینو  تر منځه پیدا شوي  اختلافات  او نزاع پاې ته ورسیده او ټول د یوه خلیفه د حکم  منونکي شول.                                                                                                  


دا وو د مسلمانانو (مهاجرینو او انصارو) تر منځه د اختلافاتو او نزاع موضوع او دا وو د خلافت په باب د حضرت پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د وینا په اوریدلو سره د پیدا شوي اختلاف او نزاع له منځه تلل او حق او حقیقت ته د ټولو غاړه ایښودل  یعنې کله چې انصارو د امامت او خلافت په باب  د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم حدیث واوریده  او په دغه باب د حضرت ابو بکر رضی الله عنه اهلیت او د مسلمانانو د پیشوایۍ سند او د قریشو د استحقاق دلیل ورڅرګند شو نو دغو انصارو د امارت او خلافت له ځانګړې دعوې څخه لاس واخست  او دالهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د حدیث فیصلې ته ېې غاړې کیښودلې او پر یوه خلیفه راټول شول او د هغه اطاعت ېې  ذمه واري وګڼله.                                                           


بل مسلمانانو چې د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم له تدفین څخه مخکې خپل اداري او سیاسي مشر وټاکه او بیا د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د جنازې او تدفین  مراسم پر ځاې کړل  نو دوی په دې سره دا وښودل  چې باید د الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم تدفین په داسې حالت کښ وشي چې هغه د مسلمانانو د سیاسي نظام  او اجتماعي موجودیت او ژوند  او قیادي او اداري مشر د لرلو چې د دغه الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د رسالت او تعلیماتو له اصلي روحيې او مقتضیاتو څخه دي ښکاروندوی دي او مسلمانان په عملي او تطبیقي توګه د دغه الهي پیغمبر صل الله علیه و آ له وسلم د امانت ساتونکي او بشري نسلونو او د تاریخ مخونو  ته رسونکي دي.                                                                                 


نور بیا