کور / اسلامي / هغه موارد چې وړه ګناه په لویه ګناه باندې بدلون مومي

هغه موارد چې وړه ګناه په لویه ګناه باندې بدلون مومي

هغه موارد چې وړه ګناه په لویه ګناه باندې بدلون مومي
د قراني آیاتونو او نبوي روایاتو څخه څرګندیږي چې په څو مواردو کې وړه ګناه په لویه ګناه باندې بدلون مومي :
۱- په وړه ګناه باندې اصرار او ټینګار
۲- دګناهونو واړه شمیرل
دګناه دکولو پرمهال خوشحالی کول ۳-
۴- د بغاوت او تمرد له امله ګناه کول
۵- دخدای (ج) په مهلت باندې مغروره کیدل
۶- د ګناه څرګندول او فخر کول
۷- د شخصیتونو ګناه
د سترو شخصیتونو ګناه له ټولنیز پلوه کولی سي چې د ټولنې د اوشتون ، غولولو او په دین کې د خلکو دسستۍ لامل وګرځي
د ګناهونو کیلۍ
همهغه شان چې زوړ والی او بوډاتوب د راز راز ناروغیو او کسالت لامل ګرځي همدغه شان یو عیب یا یوه ګناه دنورو ګناهونو ته کېلۍ ګرځي او ورته لاره هواروي
۱- حسادت انسان بیلابیلو ګناهونو ته لکه د ژمنې ماتول ، تور ، درواغ ویلواو نورو ته اړباسي
۲- بخیلي او وږسترګي: بخیلي د زکات ، خیرات او نفقاتو د نه ورکولو سبب کیږي او برسیره خلک له بخیل کس څخه ناارامه او خواشیني وي او همدا ډول دبدویلو او بدګمانی لامل ګرځي همدارنګه دوږسترګي لږ لګښت ، ګراني ته خوراکی مواد ساتل د بډو ،غوړه مالي او نورو ګناهونو لامل ګرځي .
۳- درواغ : انسان ددرواغو په مرسته خپلو ګناهونو ته توجیه جوړوي او ددروغو توجیهاتو تر پردې لاندې په سل ګونې نورې ګناوې رامینځ ته کیږي .
۴- خښم او بد اخلاقي : دا هغه عیب دی چې دښکنځلو ،غیبت،دښمنۍ او نورو بدیو لامل ګرځي ، ځینې نوروعیبونه او ګناوې هم سته چې نورو ګناهونو ته لاره هواروي لکه بدګماني ،حرام خوړل ،ډار،کبر او داسې نور .


څلورم-د شیطان بل مهم کړه ، انسان وړوگناهونوته هڅول دی
هغه څوک چې له لويوگناهونوڅخه ځان ساتي شیطان هغه وړو ګناهونو ته هڅوي
دا وړې ګناهوي په لمانځه هم بښل کیږي مګر د هغوله تکرار څخه دا وړې ګناهوي په لویو ګناهو بدلیږي. شیطان انسان هڅوی خپله ګناه وړه وبولی او دهغه په کولو ونه شرمیږي او توبه ونه باسي ، په دې صورت دا وړه ګناه هم په لویه ګناه بدلیږي.
وايي چې :(( أشدّ الذنوب ما استهان به صاحبه)) تر ټولو سخته ګناه هغه ده چې کوونکى يې هغه تر ټولو وړوکې وبولي ، له دې نه پرته دګناهونو وړوکي ګڼل انسان نوروګناهو ته هڅوي بېله دې چې دهغې له بدو پايلو څخه ووېرېږي .
نو ښه خبره داده چې هېڅکله کومه ګناه وړوکې ونه ګڼو ، دخداى (ج) په وړاندې دشرم احساس وکړو او له هغه څخه دزړه له کومي بښنه وغواړو
له شرک ، بدعت، لویو ګناهو او کوشنی ګناهو وروسته د شیطان نور کړه
پېنځم-دشیطان بل کار د انسان وخت په مباح کارونو زیانول دی
شیطان په مباح کارونو سره د انسان وخت زیانوي او هغوی له عبادت څخه غافل وي
په اسلام کې پنځه ډوله کارونه سته
۱-حلال : ځینې کارونه په اسلام کې واجب دی واجب کارونه دوه ډوله دی
الف : عیني واجب – په شخص اړه لري باید تر سره سي، نه کوونکی يې ملعون دی لکه لمونځ
ب: کفایي واجب- په ټولو مسلمانانو واجب دی که يې ځینې اجراکړي د نوروغاړه هم په خلاصیږي لکه د جنازې لمونځ
۲-حرام : هغه کړه چې کول یې ګناه لري لکه : غلا، سود ،جادوګری
۳- مستحب: هغه کړه چې عامه ګټه ولري ،کول یې ښه دی لکه د روغتون جوړول د یتیمانو سره مرسته
۴- مکروه- هغه کړه چې نه کول يې ښه دي لکه د قران په ښوونه مزد نه غوښتل
۵- مباح: چې د هغه کول او نه کول سره یو شی وي لکه د شتو لپاره زیار ایستل


شپږم- دشیطان بل کار انسان کمزورواعمالو ته هڅول دی
شیطان انسان له غوره کړو څخه راگرځوي اوپه داسي کړو وړو يې بوخت وی، چې که څه هم ثواب لري خوثواب يې کم وي
اووم- دشیطان بل کار انسان ته دکړاونو اود ربړونولومه ایښول ده
شيطان هڅه کوي انسان دامتحانونه سره مخامخ کړي او داسي خبره يې ترخولې وباسي چې الله ترې ناراضه سي.