هلمند : په هلمند کي چاوديدونکي توکي او ماينونه نيول سويدي

د لراوبر اداره | فبروري 7th, 2012


په هلمند كې د ملي امنيت منسوبينوپه زياته اندازه چاوديدونكي توكي اوماينونه نيول دي
هغه ځانگړي عمليات چې د سه شنبې په ورځ په هلمند كې د ملي امنيت اړوند د بست په نوم د ۱۷۰ځانگړې قطعې لخوا د نهرسراج په بلوڅانوكلي كې ترسره شول په ترڅ كې يې ۱۰۰۰كيلوگرامه د ټي ان ټي په نوم چاوديدونكي توكي چې د ځانمرگوبريد كوونكوپه واسكټونواوموټربمونوكې تردې كاراخيستل كيږي،۱۵كړى د ټانگ ضد ماينونه،۸۰ متره د پريمكاټ په نوم چاوديدونكى مزى اويوه اندازه د ماينونود چوولوكانچې اونوروسايل شامل دي نيول شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024