کور / سپورټي / ته دې روغ شې حميد حسنه!

ته دې روغ شې حميد حسنه!

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ سيالۍ نن سبا د افغانانو ترمنځ توده موضوع ګرځېدلی ده. ډېری افغانانو ورته خوشحاله دي او دغې ورځې ته شېبې شماري؛ خو ځينې افغانان بيا په ځينو ويب پاڼو په تېره بيا فيس بوک کې په کرکټ بورډ، دغې لوبې او د خواشينۍ خبره خو لا دا ده، چې په ځينو تکړوو لوبغاړو پسې ضد او نقيضې خبرې کوي،  چې د دوی دا ډول خبرو بالاخره افغان تکړه لوبغاړی حميد حسن دې ته مجبور کړ، چې د خپلې پښې تصويرونه، چې د ده او د لوبډلې لپاره د دا ډول تصويرونو خپرول، ډېر زيان لري، خپاره کړي.



دا به ومنو، چې کرکټ بورد ستونزې لري، چې ځينې افغان لوبغاړي هم کله ناکله ترې شکايت کوي؛ خو په ځينو تکړوو لوبغاړو پسې، چې افغانستان ته يې ډېرې برياوې هم ور په برخه کړي، ضد او نقيضې خبرې کېږي، چې ګواکې په تجارت بوخت دي او په لوبه کې ګډون نه کوي.


تر اوسه کومې رسمي منبع نه دي ويلي، چې کوم لوبغاړی به په ياده لوبه کې ګډون نه کوي، ان د حميد حسن د نه ګډون خبر هم تر اوسه په رسمي توګه نه دی تايد شوی او ويل کېږي، چې د نوموړي د ګډون پرېکړه به د فبروری په نهمه، د هغه روغتيا ته په کتنې سره، کېږي؛ خو نه پوهېږم د دغو لوبغاړو د نه ګډون خبر دغو کسان له کومه تر لاسه کړی.



همدارنګه په تاند ويب پاڼه کې سيد اسحق سادات په خپلې خپرې کړي ليکنې کې ليکلي، چې له پاکستان سره سيالۍ د کرکټ بورډ غټه تېروتنه ده، ځکه پاکستاني لوبغاړو په نړۍ کې داسې ريکارډونه جوړ کړي، چې تر اوسه چا نه دي مات کړي. ليکوال اندېښنه لري، چې که چيرته پاکستاني لوبغاړي پر افغان لوبډلې کوم ريکارډ جوړ کړي؛ نو لوبډله به خپل مينه وال له لاسه ورکړي، چې دا يوازې د ليکوال اندېښنه ده. نه پوهېږم ليکوال په مسلکي توګه په کرکټ پوهېږي که نه؟ زه هم په مسلکي توګه په کرکټ ډېر نه پوهېږم خو د کرکټ د مسلکيانو له نظره، د افغان لوبډلې د لا ډېرو تجربو لپاره د کرکټ نړيوالې شورا له دايمي غړو سره لوبېدل خورا اړين دي. افغان لوبغاړو په لږه موده کې افغانانو ته ډېرې لاسته راوړنې درلودې، چې د يوې لوبې په بايللو د هغوی تېرې لاسته راوړنې نه شو هېرولای. که افغانان غواړي، چې ملي لوبډله يې په راتلونکې کې ښه وځلېږي او افغانانو لا ډېرې برياوې ور په برخه کړي؛ نو ملي لوبډله دې تشويق کړي او دا ډول ضد او نقيضې خبرې دې تر شا پرېږدي.



کرکټ ته تر ډېره بريده د چانس لوبه ويل کېږي. ځينې وخت له يوه لوبغاړي يا يوې لوبډلې سره بخت ملتيا وکړي او ښه لوبه وکړي؛ خو يو نيم وخت بيا ان د نړۍ تر ټولو تکړه لوبغاړي هم ښه لوبه نشي کولای. چې دغه کار په کرکټ کې ډېر معمول دی. خو بر عکس په افغانستان کې، کله چې ملي لوبډله يا کوم لوبغاړی ښه ولوبېږي؛ نو ټول يې تشويقوي او نوم يې د افغانانو په خوله وي؛ خو که همدا لوبغاړی يا ملي لوبډله په کومه لوبه کې ښه و نه ځلېږي، تېرې ټولې برياوې يې د افغانانو هېرې شي او هر څوک پسې يوه خبر کوي.


دې ته ورته نورې خبرې هم شته، چې يادولو ته يې ډېره اړتيا نه وينم.


هيله ده ټول افغانان له دا ډول خبرو تېر شي او د تېر په څېر خپله ملي لوبډله تشويق او دعاګانې ورته وکړي. د دې ډول خبرو پر ځای راځئ په ګډه حميد حسن ته دعاګانې وکړو، چې الله دې ژر روغ صحت ورکړي او ملي لوبډله دې پر پاکستان هغې بريالۍ شي.


ته دې روغ شې حميد حسنه!