کور / روغتيا / د آی کیو لنډه پیژندنه

د آی کیو لنډه پیژندنه

ليکنه: ډاکټر جاوید حبیبي

 آی کیو (IQ) د Intelligence Quotient چې په پښتو کې ورته د هوښیارۍ ضریب ویلی شو، مخفف دی او د تعریف له مخې آی کیو یو عدد دی چې له مخې ېې د یوه شخص د عمر په تناسب د هغه د هوښیارۍ درجه یا وړوالی معلومیږي. د یوه نارمل شخص آی کیو د ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د تغیر وړ وي خو د ۱۲۰ څخه لوړه آی کیو په هغه کسانو کې موندل کیږي چې د هوښیاری کچه ېې بې سارې وي. د ۷۰ څخه ټیټه آی کیو په هغه کسانو کې لیدل کیږي چې معمولا د فکری پڅوالې سره لاس او ګریوان وي.

د څیړنو له مخې تقریبا د نړۍ د ۶۸ سلنه خلکو آی کیو د ۸۵ او ۱۱۵ تر منځ ښودل شوې. د ټولې نړۍ یو سلنه خلکو آی کیو ۱۳۶ او یا له دې څخه لوړه ښودل شوې چې دا ډول خلک د خدای (ج) د خاص فضل څخه برخمن او د یوې خاصې او بې جوړې هوښیاری او تیز ذهن څښتن وي. په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د چاپان د خلکو آی کیو لوړه یعنې ۱۱۵ ښودل شوې چې ښاېې فردي آی کیو ېې یو څه د تغیر وړ وي یعنې ممکن د ځینو کسانو ېې له دې هم لوړه او د ځینو ېې له دې ټیټه وي.

د ګوینس په کتاب کې (په دې کتاب کې د نړۍ عجایب ثبت کیږي) تر ټوله لوړه ثبت شوې آی کیو ۲۲۸ ښودل شوې ده چې په یوې امریکايي میرمنې مریلین وس ساوانت پورې اړه لري. نوموړې میرمنې د آی کیو دا ریکارد د لس کلنۍ په عمر ټینګ کړی دی.

وراثت او جنتیکي عوامل تر ۸۰ سلنې پورې د آی کیو په زیاتوالي او کموالې کې رول لري، محیطې عوامل هم د آی کیو پر میزان تر یوې کچې خپل تاثیرات لرلای شي.

آی کیو د ټولنیزو روابطو سره ډیرې نژدي اړیکې لري او هر څومره چې د یوه شخص آی کیو لوړه وي په هماغه انډول ېې په ټولنه کې عمومي روابط تر نورو قوي وي او تل دا هڅه کوي چې په خپله ټولنه کې له خلکو سره حسنه اړیکې ولري.

د لوړې آی کیو خاوندان د پیچلو کارونو په کولو او د مغلقو موضوعات په حل کې ځانګړې وړتیا له ځانه ښيي. په هره اندازه چې د یوه شخص آی کیو لوړه وي په هماغه انډول ېې د اعتماد پر نفس کچه هم لوړه وي. د لوړې آی کیو په خاوندانو کې د خلاقیت قوه ډیره غښتلې وي او اړونده چارې ېې تل له نوښتونو سره مل وي.

هغه کسان چې آی کیو ېې د نارمل میزان څخه کمه وي، د ښوونځي او تحصیل سره علاقه نلري او برعکس د قانون خلاف کړنو او اعمالو سره ېې علاقه زیاته وي. دا ډول خلک د ژوند له کړاونو سره له مبارزې ډیر ژر ستړي کیږي او غواړي د ځان وژنې له لارې د ژوند کړاونو ته میدان پریږدي.

د آی کیو د معلومولو لپاره د آی کیو ټسټ څخه استفاده کیږي چې دا ټسټ په کال ۱۹۸۹ کې د امریکا د ساینس د پرمختیا اکادمی لخوا د شلمې پیړۍ د شلو ارزښتناکو کشفیاتو په نوملړ کې داخل شو.

د آی کیو د معلومولو لپاره یوه فورموله هم شته چې عبارت ده له: ذهني عمر تقسیم پر اصلي عمر ضرب د سل، د دې فورمولې خارج قسمت ته آی کیو واېې، یعنې:

IQ= Mental Age (MA)/ Chronological Age (CA)*100

زما د معلوماتو سره سم، تر اوسه زموږ په هیواد کې د آی کیو د معلومولو لپاره داسې خاصه اداره یا خاص میکانیزم وجود نلري. اوسمهال ډیری داسې ډول ویبپاڼې شته چې د آی کیو د معلومولو لپاره اړونده ټسټونه پکې په انلاین او وړیا ډول اخیستل کیږي چې له دې سره سره په داسې ډول سره د آی کیو معلومول تر ډیره د باور وړ نه ګڼل کیږي خو د یوې عمومي انګیزې لپاره ېې تر سره کول بې ګټې ندي. د بیلګې په ډول کولای شئ د لاندې ویبپاڼې څخه استفاده وکړئ:

http://www.iqtest.org.uk

څیړنو ښودلې چې په آسیاکې افغانان هم د لوړې آی کیو خاوندان دي. د داسې ورځې په هیله چې د افغانانو له لوړې آی کیو څخه د هیواد په ودانولو او خپلو خلکو ته د خدمت په لاره کې ګټه پورته شي او نه دا چې بې له استفادې د جګړو او ناخوالو ښکار شي او یا ېې هم له لوړې آی کیو د هیواد په ورانولو او د خپلو خلکو په وړاندې د دسیسو په جوړولو کار واخیستل شي، په همدې هیله.