کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اخر ئې ولي خر بولي ؟ ! ! !

اخر ئې ولي خر بولي ؟ ! ! !

څۀ کم يو نيم سل کاله وړاندي د اخري مغل پادشاه (شاه ظفر ) په وخت کي د هندوستان يو درباري شاعر ابراهيم ذوق د امو خوراک نه خوښاوه ، يو ځل د هندوستان پياوړي ملنګ شاعر اسد الله غالب دوى کره ميلمه وو هغه ورته ام راوړه خو ذوق هغه و نه خوړه، له واره يې ددې لپاره څو غالب پوه کړې چي ولي دي زما د ذوق مطابق خواړه نه دې راته تيار کړې ، ام ئې د خپل خره خواته ور وغورځاوه ، خره بوى ورباندي وکښئ او وه ئې نه خوړى ، ابراهيم ذوق ته د خبري چانس په لاس ورغئ او غالب ته ئې وويل چي ته ورته وګوره خر لا ام نه خوري، غالب في البديهه ورته وائې چي خر دى چي نه ئې خوري.


خر يو عجيب غوندي حيوان دى ، هر څوک که فکر وکړي د خره سره يا د خره څخه يوه خاطره خامخا لري ، يو ځل مي د حليم تنوير کوم کتاب وليد (بې فرهنګه خر ) چي ډير په زړه پوري وو او د خره ته ئې زرغونې عينکي ور په سترګو کړى وې او دا ئې مقصد وو چي ګواکي وچ کښت ئې په شنه ګيا پر تير کړى وو .


همدا شان زما يو فاضل دوست عبد الله منيب يو وخت کومه ليکنه کړې وه ( د خره شکايت ) ډيره په زړه پوري وه ځکه هغه ويلي وه چي چا زه ليدلئ يم ؟ ! چي ما خپل کار نه دى کړى نو ولي زما نوم د لټ سره يو ځاى کيږي؟ چي دا فلانئ خر لټ دى ، يا ما کله خپله ښځه بل ته بيولې وه يا مي د عفت دلالي کړې وه چي خلګ مي د مودره ګؤ يا دله سره نوم تړى او وائې چي دا فلانئ خر دله يا خر مورده ګو دى ….


بل ځلى کوم چا ويل چي دا خر سهار ځکه رمباړي وهي چي دئ خلګو ته پيغام ورکوي چي اې خلګو تاسو وګورئ چي مسئول دي هغه بيده دي او زه چي مسئول نه يم نو ويښ يم.


زه هم د خرو سره ډيري خاطرې لرم ، يو ځل د ډنډ ولسوالى د کوبې په کلي کي د خره او غوايانو اوبول زما کار وو ، خر ډير په راستۍ سره خپل لاره وهل خو زه ظالم وم او کله کله به مي پر را کاږل او واهه به مي ، خر پدې پوهيدئ چي پريږدي مي نه نو به ئې بې ادبې معاف د شا خوا راواړول چي ځه دا خوا کي لږ پاسته لګيږي ، خو زه ورسره خوښيار وم او بيا به د مخ خواته ورغلم خو دئ بيچاره دومره خر هم نه وو چي په دې هم نه پوهيده چي په شا کي مي نه وهي ځک په ورستيو کي ئې سر خلاص سو نو چي زړه به مي غوښتل هلته به مي واهه … ، دا صحنه کيدائ سي تاسو هم ليدلې وي چي خر خوارکئ هميشه د وهلو خواته شا کوي ….


تاسو به واياست چي دا خاطره څنګه درياده سوه ؟ ! ! د کندهار امنيه قومانداني چي څو څو ځله د مخامخ بريدونو هدف ګرځيدلې او هر ځل پکي درنه مرګ ژوبله اوښتې د بريدونو څخه د ځان ساتلو تاکتيک ئې د هماغه خرو په شانې دى ، چي د هر لورى نه بريد پر وسى قوماندانې شا ور واړوي …


په ١٣٨٥ کي مي د قومانداني په خوله کي چاودنه ياده ده ، د هغه نه وروسته د ظاهر شاهي ليسې د لاري خوا بنده سوه ، بيا د اطلاعات او کلتور رياست سره څيرمه تر ديرشو زيات عسکر غورمه سوه ، تاکتيک دا په کار واچول سوه چي د اطلاعات او کلتور رياست څنګ ته لاره بلاک سوه ، همدا شان د زرنګار صالون له لاري قومنداني هدف سوه او بالاخره ئې هغه خوا هم بلاک کړه او د بريد ګرو خواته ئې شا ور واړول ، هغه وو چي يو امنيه قومندان په قومندانى کي دننه تر لاس ووتى او د بل د اطاق مخي ته چاودنه وسوه او دا اوس ئې بېا د مخ د خوا ګوزار پر وکړ او تاسو د پيښې ښه شاهدان ياست ! !

غم دادى چي د قومنداني به کله عقل سرته راځي چي هر ډول وکړي نو بريد به پر کيږي نو د خدائ په خاطر موږ سره دومره کيضه (قبضه ) هم نسته چي د ښآر نه دباندي ته ئې مهار کړو ، خپله دي سر خلاص کړي او دا د ښار مينځ دي پريږدئ څو د عامو خلګو د مړيني کچه را ټيټه سي .

پاته دي نه وي چي دامنيتي عسکرو د موټرانو په ليدلو سره هم ماته يو شئ را ياديږي ، نور نو خپله سر خلاص کړئ .