کور / رسنۍ / دلښكرګاه مجلې يولسمه ګڼه له چاپه راووتل

دلښكرګاه مجلې يولسمه ګڼه له چاپه راووتل



دروان كال ددلوي دمياشتي پر(۱۹)نېټه دچهارشنبې په ورځ لښكرګاه مجله يولسمه ګڼه چاپ سوه
ياده مجله چي دهلمندمېشتوفرهنګپالوپه مهالني ډول له چاپه راوزي دګڼ شمېرهيوادوالو_ هلمندوالوذوقونه يې په خپلواسلامي ادبي اوپوهنيزوليكنوخړوب كړي دي .
دلښكرګاه مجلې مسؤل چلوونكى : ښاغلى عبدالهادي (عمري) كه څه هم ديولړستونزويادونه كوي خوخوشحاله پدې دى چي لښكرګاه يولسمه ګڼه يې ترخپلومينوالوورسوله
عمري دټټرپه ډبولوسره ژمنه وكړه چي پدې لړكي به خپلوفرهنګي اوادبي هڅوته لاپراختياوركړي
عام وګړي هم خوشحاله دي چي دلښكرګاه مجلې دخپرونوپه لړكي يې يولسمه ترلاسه كړه
(۱۹) كلن ځوان بلال چي اوس دلسم ټولګۍ زده كونكى دى دخوښۍ په څرګندولوسره وايي چي دلښكرګاه مجلې ليكني ټولي دده دخوښۍ وړدي
ازادهيله وښوده چي دمجلې خپرنيزبهيرلانورهم بايدګړندى سي
دلښكرګاه مجلې اوسنى تېراژ(۵۰۰)ټوكه دى خومسؤلين يې ژمنه كوي چي تېراژبه يې دلوستونكوپه غوښتنه لوړكړي


: