کور / تازه خبرونه / پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی

پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی

دبي بي سي د خبر له مخې په پاکستان کې چارواکي وايي د القاعده شبکې يو تر ټولو مهم غړی منصور بدر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی دی. د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه ميرانشا کې له افغانستان سره پر پوله نژدې شوی دی.پر منصور بدر تور دا دی چې په پاکستان کې يې په بريدونو کې لسګونه کسان وژلې دي.
خبريالان وايي که د منصور بدر وژنه تاييد شي دا به د امريکا لپاره د ډرون بريدونو د دوام د ملاتړ يو ښه خبر وي.
القاعده شبکې تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو د فرانس پرس خبري اژانس د منصور بدر د يوه ملګري له قوله د هغه وژنه تاييد کړې ده.