کور / تازه خبرونه / پاکستان له افغانستان څخه لوبه وګټله

پاکستان له افغانستان څخه لوبه وګټله

د افغانستان د کرکيټ ټيم خپله لومړنۍ يوه ورځنۍ نړۍ واله لوبه نن د فبروري پر لسمه د شارجې په نړۍ وال سټډيوم کي له پاکستان سره ترسره کړه.
لوبه د افغانستان په کوربه توب ترسره سوه، چي په عرب متحده اماراتو کي په سوونو افغانان هم سټډيوم د خپلي لوبډلي د ملاتړ او تشويق دپاره ورغلي ول.
افغان کپتان نوروز منګل پچه وګټله او د بيټينګ پرېکړه يې وکړه، چي په ٤٩ اوورونو کي يې ١٩٥ منډي جوړي کړې.
افغان لوبغاړو د لوبي په پيل کي له تلوار څخه کار واخيستى او يو په بل پسې درې ويکيټونه له لاسه ورکړل، خو محمدنبي او سميع الله شينواري ښه ملګرتوب وکړ او د افغانستان د منډو اوسط يې لوړ کړ.
د افغانستان له خوا کريم صادق د٤٠ منډو او سميع الله شينوارى د ٣٢ منډو په جوړولو سره هغه کسان وو چي تر نورو يې ډېري منډي وکړې.
د پاکستان له خوا شاهد افريدي پنځه، عمر ګل او وهاب رياض دوه _ دوه افغان لوبغاړي وسوځل.
د پاکستان ټيم په ٣٨ اورونو کي د افغانستان له خوا ټاکل سوى هدف د درو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
د افغانستان دولت ځدراڼ دوه او سميع الله شينواري يو پاکستاني لوبغاړي وسوځل.