کور / هراړخیز / دسوله ساتو !! جنګي جنایت !

دسوله ساتو !! جنګي جنایت !

دکاپیسادوالي جنرال محبوب الدین صافي په وینادرواني (فبروري )میاشتي پر۸مه نیټه دناټوځواکونوپه بمبارکي دنجراب ولسوالۍ په پاس ګیاوې کلي کي اته تنه ماشومان شهیدان شوي دي .کرزي دپخواپه شان دغه پیښه غندلې اودپلټني په موخه یې سیمي ته یوپلاوی هم استولی دی . په تېرکي هم ښاغلي کرزي دملکي وګړودمرګ ژوبلي دپلټني په اړه بې شمېره ټیمونه ټاکلي اوسیمي ته لیږلي دي .له راستنیدوسره یاټول غیب شوي اوبیایې هیوادوالونوم هم نه دی اوریدلی اوکه یې دپلټني رپوټ وړاندي کړي هم وي نودپیښي داصلي عاملینو(اشغالګرو)لخواپه شدت سره ردشوی دی .


زورونکې داده چي کرزي بېچاره ګي دڅوکلونوراهیسي په پرله پسې توګه دیرغلګروله لوري دملکي هیوادوالووژني غندلي اوترې غوښتي یې دي چي :بهرینان دي ددوی له مشورې پرته عملیات نه کوي خونیواکګرونه یوازي داچي دافغانستان ددفاع وزارت اوارګ سره دعملیاتوپلان نه دی شریک کړی ،بلکي دهغوی دخبرتیاپرته په پرله پسې توګه په کلیواوبانډوکي عملیات کوي ،په نیمه شپه دخلګوپرکورونوچاپې وهي ،دروازې یې په بمونوالوزوي ،داسلامي ارزښتونواوافغاني عنعناتوخلاف یې دخوب په خونوورننوزي ،لاسونه یې تړي ،په سریې توري کڅوړي وراغوندي ،نغدي پیسې او دښځوګېڼې یې غلاکوي آن تردې چي زیاتره وخت ملکي افغانان شهیدانوي او…..


دوی له معمول سره سم دطالبانوپه شک دږیري اوپګړۍ لرونکو هیوادوالو پرکورونو بمبارۍ کوي وروسته بیاهمدابمبارشوې سیمه کلابندوي هرڅوک چي ویني نروي که ښځه ،ماشوم وي که سپین ږیری حتی پرحیوانانوبې دریغه ډزي کوي دیرغل په پای کي چي یې بیاپرهرچالاس برشي چورلکوته یې پورته کوي اوترخپلوزندانویې رسوي ،هورې بیاپه میاشتواوکلونوبې پوښتني – ګرویږني دزندان دتوروتمبوشاته زولانه پرات وي .کله چي یې ترعملیاتووروسته جوته شي چي دپیښي قربانیان ملکیان دي آن له ارګه ترپارلمانه ،له والي ترولسواله ټول اعتراف وکړي چي وژل شوي اوژوبل شوي ټول ولسي وګړي دي .مګریرغلګران بیاهم چورلټ انکارکوي اوپه ټینګارسره تکراروي چي ځواکونویې دکره استخباراتي معلوماتوتربشپړولووروسته !! دترهګرو!!یوه ډلګۍ په نښه کړې اوټول یې وژلي ،ژوبل کړي اونیولي دي .


دحیرانتیاوړده چي امریکااوملګري یې دشرمیدلی شوروي اتحادمردوده تګلاره اوس هم تعقیبوي اوپه لوي لاس ځانونه دهلاکت وکندي ته ورټېل وهي .دوی هم دافغانانوپه لاس دماته خوړلوپخوانیوښکېلاکګرانوپه شان فکرکوي چي افغانان به دزوراووحشت له لاري اېل کړي .خودوی بایددتېروکلونوڅخه عبرت واخلي ځکه چي هرڅومره ډېربمونه یې اورولي ،دافغانانوکورونه یې وران کړي اوپه ډله ییزه توګه یې شهیدان کړي دي ،نوهمدومره یې پرضدولسي کرکه زیاته شوې ،دمقاومت لیکي پیاوړي شوي اوپه تلفاتوکي یې ډېروالی راغلی دی .


اخرترڅواوپه کومه ګناه به افغان مظلوم خوقهرمان ملت په یوه اوبله بهانه بندي کیږي ،بمباریږي اووژل کیږي په داسي حال کي چي نورولسونه دتمدن اوپرمختګ په راحت بخښونکوډګرونوکي دساینس اونوي ټکنالوژۍ پراخي سیالۍ ترسره کوي ؛خودافغان ملت دترقۍ په مخ کي په لوي لاس خنډونه اوبندونه جوړیږي . مځکنۍ بشپړتیایې ګواښیږي ،ملي شتمنۍ یې لوټیږي ،ملي -اسلامي ارزښتونه اوعنعنات یې پایمالیږي .


په پای کي دیودردمن افغان په توګه دبشري حقونوسازمانونو،دژورنالیستانوټولنواودرسنیوچلونکوته احترامانه وړاندیزکوم چي راځئ ! ټول درواني افغان وژني پرضدلاسونه سره ورکړواوپه یوه سلااوصدادافغان ملت دقسم خوړلودښمنانواوبې رحمه قاتلانودفعالیتونودخپراوي سره پرېکون اعلان کړواوپر ضد یې په نړیواله محکمه کي دوسیه درج اوتعقیب کړوترڅودوی پخپله سزاورسول شي اودنورولپاره دسوچ اوعبرت سرمشق وګرځي . په همدې هیله ! .