کور / تازه خبرونه / کندهار: د کوکنارو د اړولو کمپاين پيلېږي

کندهار: د کوکنارو د اړولو کمپاين پيلېږي

د کندهار والي وايي په ټولو ١٧ ولسواليو کي به سر له نن د کوکنارو د کښتونو اړولو پر ضد کمپاين پيل سي او له کوم توپير او تبعيض پرته به د ټولو کسانو د کوکنارو کښتونه واړول سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان او د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال قومندان بريد جنرال محمد امين بقايي نن د کندهار د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته وويل چي سږ کال به له هر ډول توپير پرته د ټولو غريبو او مالدارو کسانو د کوکنارو کښتونه واړول سي.

والي ننۍ غونډي ته وويل له وړاندي يې خلکو او بزګرانو ته پيغامونه ورکړې ول او له هغوى يې غوښتي ول څو تارياک ونه کري چي له دې پيغامونو څخه ځيني کسانو ګټه پورته کړې او خپل تارياک اړولي چي ورڅخه مننه کوم.
نوموړي زياته کړه (( ټول هغه کسان چي د کوکنارو په کښت، کاروبار او تجارت کي ونډه لري د قانون سره سم به د کوکنارو پر هر جريب ورته د ٣ مياشتي بند سزا ورکول کيږي او سږ کال به د ټارګيټ ساحې څخه دباندي هم زموږ امنيتي ځواکونه د کوکنارو کښتونه مات کړي)).
هغه همداراز وويل چي د کوکنارو اړولو کمپاين به لومړى له هغو سيمو چي پکښي په زياته پيمانه کوکنار کرل سوي وي پيل سوي او ورسره سم به د امنيتي ځواکونو لخوا د هغو مځکو اسناد چي پکښي کوکنار کرل سوي کتل کيږي.
د والي په خبره چي په دې لړ کي به د هغو بزګرانو چي کوکنار يې کرلي وي تشخيص هم کيږي او معلوموي به چي دغه کس د همدې سيمي اوسېدنکى او که له کوم بل ځايه دلته د کوکنارو د کر لپاره راغلى و.
نوموړي په ياده غونډه کي يادونه وکړه چي د نشه يي توکو پر خلاف د مبارزې وزارت سره ورسره ژمنه کړې او ډاډ يې ورکړى چي کندهار کي به د فوډ زون پروګرام پيل کړي څو د بزګرانو لپاره ډول ډول کرهڼيزي پروژې پلي سي.
د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرازق خان اڅکزي په ياده غونډه کي رسنيو ته وويل (( د کندهار په کچه په امنيتي برخه کي له هيڅ راز ستونزي او ننګوني سره نه يو مخامخ، په پوره توان او طاقت سره به داځل د ولايت په ټولو سيمو کي د کوکنارو کرل سوي کښتونه واړوو.
موږ پر يوه نوي قانون باندي کار کوو چي طرز العمل يې جوړ سوى څو په نتيجه کي يې هغو کسانو ته چي د کوکنارو د نېش وهلو او کاروبار لپاره له نورو سيمو افغانستان او کندهار ته راځي سزا ورکول سي او د قانون منګولو ته وسپارل سي)).
هغه زياته کړه پوره پلان يې نيولى څو د ټولو هغو زورواکانو او جنګ سالارانو چي غواړي د کوکنارو اړولو پروسه ګډ وډه کړي سخت غبرګو ن وښيي او درنه سزا ورته ورکړي.
په کندهار کي د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال قومندان بريد جنرال محمد امين بقايي وويل د کوکنارو د اړولو کمپاين پرمهال به يې وظيفه د نورو امنيتي ارګانونو سره ګډه همکاري کوي او هغه ټيمونو ته به چي کوکنار اړوي د امنيت په مساعدو کي مرسته کوي.