کور / تازه خبرونه / کندهار: دوه تنه لس کلن ځانمرګي دوهم وار ونيول سول

کندهار: دوه تنه لس کلن ځانمرګي دوهم وار ونيول سول

د کندهار د ملي امنيت چارواکي وايي تېره هفته يې د عملياتو پر وخال دوه لس کلن ځانمرګي له درو وسله والو سره يوځاى نيولي دي.
د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي نصيب الله د بلوچستان ايالت د پښين اوسېدونکى او عزيزالله د پکتيا ولايت د ګردېز ښار اوسېدونکى چي دمخه هم د ځانمرګو حملو په تور نيول سوي وو، پروسږکال په روژه کي ولسمشر کرزي وبخښل، خو اوس بيا د بلوچستان د کوټي په ښار کي روزل سوي او کندهار ته د حملې په خاطر راغلي وو.
عزيز الله وايي په مدرسه کي ملايانو ورته ويلي چي په افغانستان کي ځانمرګى وکړي.
نصيب الله بيا خبريالانو ته ويلي چي دى خطاايستل سوى دئ، له دولته غواړي چي يو ځل بيا يې وبخښي.

د کندهار د ملي امنيت اداره وايي په يوه بله پېښه کي درې کسه د امنيت د ګډوډۍ او وسله والو حملو په تور نيول سوي دي.