کندهار: د ژړۍ ولسوال له حملې روغ پاته سو

لراوبر ډاټ کام (کابل) | فبروري 12th, 2012


د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي نن له ښار څخه ولسوالۍ ته په لار کي له وسله والي حملې سره مخ سوى، خو د چارواکو په وينا روغ ځني وتلى دئ.
د کندهار چارواکي وايي پر نوموړي نن سهار لس بجې د ماکوانو په سيمه کي له حملې سره مخ سوى دئ، چي د اخ و ډب په ترڅ کي د ولسوال يو تن ساتونکى زخمي سوى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024