کور / تازه خبرونه / طالبانو د ارواښاد حداد په مړينه غمرازي وښوده

طالبانو د ارواښاد حداد په مړينه غمرازي وښوده

طالبانو په يوه خپره شوې اعلاميه کې چې رسينو ته يې ورليږلې څرگنده کړې چې :دافغانستان اسلامي امارت دفرهنګي چارو کمیسون دهیواد دنامتو مورخ اوپیاوړي لیکوال ارواښاد قدرت الله حداد مړینه ، لویه ضایعه او دهیواد په دی حساسو او تاریخي شیبوکې یو لویه تشه بولي له شك پرته ارواښاد قدرت الله حداد زمونږ دغیرتمن اومسلمان ټاټوبي هغه ، نامتو مورخ اوپیاوړی لیکوال وو چې دیوې شیبې لپاره یې هم په خپل ګران ټاټوبي کې داشغالګروناولي قدمونه نشوای زغملی داشغال په وړاندي یې ژوند دهیواد دلوړو ګټو دفاع اوپالنې ته وقف اوخپل قلم ، ژبه اوعلمي اوتاریخي مکلفیت یې په ډیر متانت ، اخلاص اوفولادي عزم سرته ورساوه . چې ژوندی مثال يي دتیرو لسو کلونو په اوږدوکې چې زمونږ اسلامي حریم ، هیواد او مجاهد ولس دامریکا په مشري دصلیبي اوغربي طاغوت تر هجوم اووحشت لاندې وو اولادی په وړاندې يې دارواښاد حداد احساس ،ټینګه اراده ،استقامت ، شجاعت او پرېکنده دریځ ، دهغه هغه تل پاتې اتلولي او ستره مبارزه وه چې ، هغه دامریکا- ناټوپوځیانوراتګ دنړیوالوبین الدولي اوبشري نورمونوخلاف بربنډیرغل باله ،دکرزي په مشرۍ دکابل رژیم یې کاملایوه بلواکه اوګوډاګۍ اداره بلله .دکابل رژیم اودهغه د یرغلګرو بادارانو پر ضد مقاومت کونکي یې ستایل ،په کړنویې ویاړکاوه ، په هغوی (طالبانو)پورې یې دافغانستان دخپلواکۍ اودافغان ولس دسوکالۍ هیلې غوټه کړې وې آن چې دهغوی ددریځ ننګه اوکلک ملاتړیې کاوه مونږ په داسې حال کې چې دارواښاد حداد وفات دهیواد په کچه ستره ضایعه بولو ،داشغالګرو اوددوی دګوډاګیانو په مقابل کې يې دقلم اوژبي کارولي توره ستر افغاني رسالت او دهیواد اوولس له لوړو ګټو اوارزښتونو سره د تودې مینې اوفداکارۍ تل پاتې یادګار بولو ، الله تعالی دې دده خدمتونه او دهیواد داستقلال اوحریت په لارکې نه ستړی کیدونکي هلې ځلې قبولې کړي روح دې ښاد اویاد دې تل وي ( امین )