کور / تازه خبرونه / طالبانو د ملا عبيدالله مړينه تاييد کړه

طالبانو د ملا عبيدالله مړينه تاييد کړه

کابل :دپژواک خبري اژانس د خبر له مخې :وسلوالو طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د دفاع د وزير ملا عبيدالله اخوند، په يوه پاکستاني زندان کې د مړينې د خبر پخلى وکړ.څو ورځې مخکې ځينو رسنيو راپور ورکړى و، چې ملا عبيدالله اخوند د پاکستان په يوه زندان کې مړ شوى، خو طالبانو په رسمي توګه دا خبر نه و تاييد کړى.د وسلوالو طالبانو په ويبپاڼه کې نن(د سلواغې ٢٤مه) د ملا عبيدالله اخوند مړينه د يوې اعلاميې په خپرولو سره تاييد شوې ده.په خبرپاڼه کې راغلي: ((په ډېره خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې د طالبانو د ملي دفاع وزير او د طالبانو د تحريک اوسنى مرستيال په يوه پاکستانۍ بنديخانه کې په حق رسېدلی دى.))سرچينې زياته کړې، چې ملا عبيدالله اخوند د ۲۰۰۷ زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې پاکستان ته د سفر پر مهال په بلوچستان ايالت کې د پاکستاني حکومت له خوا ونيول شو، خو تر ډېره وخته يې په اړه معلومات په لاس کې نه و.طالبانو ويلي، په دې وروستيو کې د نوموړي کورنۍ خبره شوه، چې هغه د ٢٠١٠ زېږديز کال د مارچ د مياشتې په پنځمه نېټه د کراچۍ ښار په يوه زندان کې د زړه د ناروغۍ له امله په حق رسېدلى دى.په خبرپاڼه کې راغلي: ((کورنۍ يې د هغه د مړينې په اړه کره شواهد ترلاسه کړي، خو دا لا نه ده معلومه، چې مولوي عبيدالله د ناروغۍ له امله مړ شوى او که د بند پر مهال د شکنجو او ظلمونو له امله.))طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د نوموړي پر مړينه خواشيني څرګنده کړې، د هغه کورنۍ، طالبانو او ټول اسلامي امت ته يې د غمرازۍ مراتب وړاندې کړي دي.طالبانو له پاکستاني چارواکو په جدي توګه غوښتنه کړې، چې د مولوي عبيدالله اخوند د د زنداني کېدو، ناروغۍ او مړينې په اړه پلټنې او دوى ته بشپړ معلومات ورکړي.دغه راز په ياده خبرپاڼه کې طالبانو د سره صليب پر نړيوالې ټولنې هم نيوکه کړې، چې تر اوسه پورې يې په پاکستان کې د دوى د بنديانو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورسره شريک کړي.د طالبانو په وېبپاڼه کې د هغه د ژوند په اړه ليکل شوي، چې ملا عبيدالله اخند د ملا يارمحمد اخند زوی او په ١٣٨٨ هجري قمري کال کې د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د نلغام سيمې د الکوزو په کلي کې زېږېدلى و.سرچينې زياته کړې، هغه پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د ملا صادق اخوند تر قوماندانۍ لاندې جهاد پيل کړ او وروسته بيا د جبهې د قوماندان په توګه وټاکل شو.سرچينه زياتوي، چې ملا عبيدالله اخوند د طالبانو د تحريک په پيل کې فعاله ونډه لرله او په نورو مسوولتونو سربېره يې د کندهار د قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او د کابل تر نيولو پورې پر همدې دندې پاتې و.مولوي عبيدالله اخوند وروسته د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دفاع د وزير په توګه وټاکل شو، نوموړي هماغه مهال په بېلابېلو محاذونو کې وسلوال فعاليت کاوه او بيا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرستيال په توګه ټاکل شوى و.