کور / تازه خبرونه / پکتيکا: دري بيلابيلي پروژي بشپړې شوي.

پکتيکا: دري بيلابيلي پروژي بشپړې شوي.

د پكتيكا په ولايت كې د لسګونو مليونو افغانيو په ارزښت درې بېلابېلې پروژې بشپړ ې شوې.
او د يوې بلې پروژوې د بنـسټ ډبره كيښودل شوه.
په يادو پروژو كې د يوه دارالمعمين او يوه روغتون لپاره د نويو ودانيوجوړول، اود يوه سړك پخول ګډون لري، چې لسګونه مليونه افغانۍ پرې لګول شوي دي.
د پكتيكا والي وياند غمى خان محمد يار وايي چې د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ كې د يوه دارالمعلمين لپاره نوې وداني جوړه او ديو لړ مراسمو پرمال يې پرانستنه وشوه، د نوموړي په خبره د غه وداني چې په لس جريبه ځمكه كې جوړه شوې په بشپړيدو باندې يې پنځوس مليونه افغانۍ لګول شوي چې دي.
او همداشان د ارګون په ښارګوټي كې درې كيلومتره سړك پوخ او پرانستل شو، د غمي خان په خبره د دې سړك په پخولو نهه نيم مليونه افغانۍلګول شوي دي، نوموړى زياتوي چې د ارګون ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ پرجوړول هم پيل وشوچې په بشپړيدو به يې دوولس نيم مليونه افغانۍ ولګول شي.
او همداشان د پنځلس مليونه افغانيو په ارزښت د يوه روغتون لپاره د ودانۍ په جوړولو هم پيل وشو، د وياد په خبره يادې ټولې پيسې په نوموړي ولايت كې د ايتلافي ځواكونولخوا وركړل شوي دي.