کور / تازه خبرونه / په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه – په ږغ کښي

په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه – په ږغ کښي

دوري دمیاشتي په نهم نيټه دزابل ولايت مرکزقلات کي دبادام ګل ترنامه لاندي دویزه مشاعره وشوه چي پکښي دکابل،کندهار،هلمند،غزني ،پکتيااواورزګان نه راغلومیلمنوشاعرانواواديبانوبرخه اخیستي وه.



په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه!



په پیل کي دکلام الله مجید څومبارک آیانونه دمحترم قاری محمد اسحاق مظهری له خوا ولوستل شوه ورپسی دولایت مرستیال ښاغلی ګلاب شاه (علیخیل) له خواهراړخیزه وینا وشوه نوموړي دهنراوادب په ډګرکي د لانورپرمختګ غوښنته وکړه اودشاعرانواوادیبانوسره يي دهراړخیزي همکاري وعده و کړه ښاغلي علیخیل په زابل يوه نوي وداني چی په دي ورستیوکي دقلات ښارپه شمال غرب په يوه لوړه غونډي جوړه شوي دبادام ګل دماڼی په نوم ونوموله وروسته دزابل ولايت دشاعرانوپه استازي توب ښاغلي سیداجان(غمخور)وینا وکړه ورپسي دکندهارځخه راغلی میلمه شاعر اوادیب ښاغلي عبدالنافع(همت )دشعر داهمیت او په تولنه باندی داثر په باب هراړ خیزی خبری وکړی ور پسی دغوندی دوهمه برخه (مشاعره) شروع شوه چی په سرکښي ئي دبینوادفرهنګي ټولني مشر ښاغلي( محمدیار) خپل شعردغونډي برخه والوته وړاندي کړ ورپسي دپکتیانه راغلي میلمه ښاغلي احسان الله( درمل) خپل شعرمینه والوته واروه ورسته میلمنواوکوربنوشاعرانوپه خپل وار سره شعرونه وویل چي دبرخوالوله خواپه تود هرکلي سره بدرګه کیدل دارزوني په برخه کي ښاغلی واصل(حسنیار)دهیوادفرهنګي ټولني مشراوسیداجان غمخورویناوي وکړي اوغونډي ئي ښه وارزوله.



غونډه چی دماپښین تر دوبجو پوری ئی دوام درلود په آخر کی پرشاعرانو باندی دسوغاتونو په ویشلو اوددعائي په لوستلو سره پای ته ورسیده دغونډي ویاندي دملي تلویزیون دتکړه ویاندښاغلي عبدالقادر(قلاتوال)له خواکیده.




دمشاعري ږغونه دلته اورېدائ سئ !!!
دمشاعري تصویرونه دزابـــــــــل په البوم کښي کتلائ سئ!


په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه! په زابل کی دبادام ګل دودیزه مشاعره وشوه!