کور / تازه خبرونه / خوست: دوه ښوونځي پرانيستل شوي.

خوست: دوه ښوونځي پرانيستل شوي.

د خوست ولايت د اسماعيل خېلو اومندوزيو په ولسوالۍكې د نجونو او هلكانو لپاره دوو ښوونځيوته نوې ودانۍجوړې اود يولړ مراسموپرمهال پرانستل شوې. په يادو دواړه ودانيود ولايتي بيارغونې ډلې لخوانهه مليونه دوه سوه پنځوس زره افغانۍ لګول شوې دي. په همدې اړه د جوړو مراسمو پرمهال خوست والي ارسلاجمال وويل چې پدې دواړو ښوونځيو كې څلورسوه شپيته نجونې او يوزرو يوسلو څلويښت تنه هلكان زده كړې كوي. نوموړي وويل چې دغه دواړه ودانۍ په څلورجريبه ځمكه كې جوړې شوې او په بشپړيدوباندې يې اوپه خبره يې چې په جوړولو باندې د د پكتيكا والي وياند غمى خان محمد يار وايي چې د دغه ولايت په ارګون ولسوالۍ كې د يوه دارالمعلمين لپاره نوې وداني جوړه او ديو لړ مراسمو پرمال يې پرانستنه وشوه.



 د نوموړي په خبره د غه وداني چې په لس جريبه ځمكه كې جوړه شوې په بشپړيدو باندې يې نهه مليونه دوه سوه پنځوس زره افغانيولګول شوي چې په خوست كې د ولايت بيارغونې ډلې لخوا وركړل شوي دي. د اسماعيل خېلو ولسوالۍ د پوهنې مدير خان والي وايي چې زده كوونكي يې لدې وړاندې بي سرپانه او په ازاده هواكې زده كړې كولې، او په خبر يې اوس ورته د نهه مليونه دوه سوه پنځوس زره افغانيوپه لګـښت نوې ودانۍجوړې شوې.