کور / هراړخیز / په نړی کی دبانکی سیستم رامنځ ته کیدل

په نړی کی دبانکی سیستم رامنځ ته کیدل

بسم الله الرحمن الرحیم


مخکې تر دې چې د بانک اصطلاحي تعریف وکړو غوره به وي چی داروښانه شي بانک د کومې ژبې کلمه ده؟ څه معنی لري ؟ بانکی فعالیتونو له کوم ځای څخه پیل وموند؟آیا د نن ورځی بانکی سیستم هم د پخوا په څیر دی؟دلمړی پوښتنی په ځواب کی به ووایوچی بانک یوه پخوانی او لرغونی اصطلاح ده اود ‌Banco چی یوه ایتالیوی کلمه ده او دصرافی په معنی کارول کیږی اخستل شوی همداراز په آلمانی ژبه کی ورته Bankوایی اود شرکت یا شریکولو معنی لری په لمړیو وختوکی یواځی صرافان پدی نوم یادیدل ولی دوخت په تیریدو سره په تدریجي توګه هغه ځایونه اومکانونه چی هلته د صرافۍ فعالیتونه ترسره کیدل د بانک په نوم ونومول شول. لکه څرنګه چی له پخوانیو آثارو څخه په لاس راغلي دي، بانکوالي په اصل کی له معبد څخه پیل موندلی دی. د عیسی علیه السلام له پیدایښت څخه څو پیړۍ مخکې د روم، بابل اوچین خلکو خپل قیمتي توکي او مالونه په معابدو کی ساتل آن تر دی چی په ځنیو لویو ښارونوکی به یی معبدونه یواځی او یواځی دهمدې موخې لپاره ځانګړي کړي وو.
د معبد خاوندانو په لمړیو کی داکار یواځی پدی موخه ترسره کولو چی خپل توکي او مالونه د نورو له تیري اوغلاوو څخه خوندي اوپه امان کی وساتي او ځينی وخت به یي د مالونو د خاوندانو تحایف او ورکړې هم منلې، ولی وروسته بیا دی کار یو ډول ځانګړی نظم ځان ته خپل کړ او دمعبد د خدمت په توګه شمیرل کیده چی په هغه وخت کی یوه معینه سلنه دساتل شویو توکیو به دمعبد د خاوندانو له خوا پدی نامه اخستل کیده چی نوموړیو توکیوساتنه او حفاظت کوي، ورو ورو داډول معاملې ددی جوګه شوې چې د معبد خاوندانو دا توکی او مالونه اړو کسانو ته د پور په ډول ورکړل او پدی توګه یی هم د معبد لپاره عواید ترلاسه کول او هم یی د پانګه اچوونکو اقتصادی ستونزې حلولې، دوی داسی عقیده درلوده چی پدی توګه دوی هم خپل خدای او هم د خدای د مخلوق سره مرسته کوی.
هغه آثار او لیکنې چی دبابل د امپراطوری د اقتصادي معاملاتو په اړوند شتون لري، داسی څرګندوي چی په بابل کی اقتصادي معاملې به په ډیره ابتدایی توګه تر سره کیدلې او د حمورابې د وخت په قوانینواو مقرراتو کی د پور د اخستلو او یا ورکولو لپاره دپانګونی د اصولو یاده ونه هم شوی ده . د بابل په ښارکی د سوداګرۍ لویو خونو او بانکونو شتون درلود، چی د حوالې، برات او همدارنګه د سود اخستل هم پکی مروج وو، د سود اندازه یی له ۲۰٪ څخه تر ٪۴۰ او ځینی وخت تر ۴۳ ٪ پوری هم ټاکل کیدله.
همدا راز د یونان په لرغونی هیواد کی هم د خصوصی بانکوالۍ سربیره به له معابدوڅخه د صرافی کار اخستل کیده، له دی ډول معابدو څخه یو هم د دلفی معبد وو چی دافسن په ښارکی یی موقعیت درلود،دا ډول استفاده له معبد څخه ځکه کیدله چی په هغه وخت کی د خلکو ترمنځ ډیری خپلمنځی شخړی موجودی وی. معبد دخلکو د قیمتی او ارزښتناکو توکو لپاره یو ښه خوندي ځای بلل کیده. هغه ډول بانکوالی چی د رومیانوپه مینځ کی دود وه داوسني یا نوي بانکوالۍ له سیستم سره ډیر ورتوالی لري ځکه په هغه وخت کی هم دوی به د بانک جاري او میعادي حسابونه پرانستل، رهنی او سوداګریزاعتباري سندونه یي خپرول او داسی نورې ډیرې معاملې وې چې په نننې بانکوالۍ کې هم لیدل کیږي. ولی په چین کی هم تقریباْ شپږ پیړی مخکی له میلاد نه بانکوالي دود وه او د کاغذ اختراع چی تقریباْ ۱۰۵ کاله وړاندی له میلاد څخه بلل شوی د چین په بانکی فعالیتونو او معاملاتو کی دپام وړ ارزښت درلود ځکه همدا د کاغذ اختراع او رامنځ ته کیدل وو چی لمړي ځل لپاره یی د بانکی سندونودجوړښت، تنظیم، اوانتقال لپاره شرايط په ساده او کم لګښت سره ممکن کړ.


1. بانکوالي په منځنیو پیړیو کی(له پنځمې څخه ترپنځلسمې پیړې پورې):
بانکوالي اوسوداګري په منځنیو پیړیو کی هغه مفهوم اوارزښت چی په یونان اود روم د امپراطوری په دوره کی خپل کړی وو پدی دوره کی خپل ماهیت د عمل په ډګر کی دلاسه ورکړ، په خاصه توګه کله چی د روم امپراطوری سقوط وکړنویولړډیری ستونزې وې چې د بانکي فعالیتونو او د بشر د ژوندانه د نورو برخو د پرمختګ په مخکی خنډ شوی.
تر دی زوال وروسته د بانکي فعالیتونو د دود او دستوربیا را ژوندی کول او هغه ته بیا پرمختګ او وړتیا وربښل یواځی دځینو خاصو قومونو په زیار پورې تړلی وو. په خاصه توګه یهودیان چی د سوداګرۍ په برخه کی د خاصې وړتیا او استعداد خاوندان وو د بانکی فعالیتو په را ژوندی کولوکی یی دپام وړ رول ولوباوه، څرنګه چی ربح (سود ) اخستل په یهودیت کی هم منع ګڼل کیده نو د کلیسا له لوري ورسره مخالفت را پورته شو اودستونزی دحل لپاره یی دربح اخستل یواځی له غیری یهودی نه مجاز اومروج کړ.
2. بانکوالي په معاصره دوره کی( له پنځلسمې پیړۍ څخه راپدی خوا):
نوې او معاصره بانکوالی او سوداګریز فعالیتونه او دهغه تدریجي پرمختګ د مدیترانې د بحیرې د سواحلو خاصتاْ دوینز او فلورانس له ښارونو څخه شروع شول. د امریکا براعظم کشف اود بحری نویو لارو او د سوداګریزو چارو او معاملاتو ثبات او ټینګښت د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د دی جوګه شوی چی اقتصادی فعالیتونه خپله لمن دمدیترانی بحیری د سواحلو څخه داطلس – اقیانوس د سواحلو په سیموکی پرتو هیوادونوپه لور وغځوی لکه فرانسه، اسپانیا،پرتګال اوتر انګلستان پوری دالړې ورسوي.
دا پرمختګونه د وینز دښارد بانکی خدمتونوله پرمختګ سره جوخت وو. د امریکا دهیواد له لوري داروپا په بیلابیلو هیوادونو کی دسروزرو او سپینوزرو څخه د پیسوپه ډول کار اخستل له یوی خوا اوله بلی خوا د سودی قرضو مجاز ګڼل چی پخوا دمسیحیت په دین کی منع وو دامهال دجان کالون په فتوا او امرچی د پروتستانودډلی مشر وو روا وګڼلی اوپدی توګه یی د سودي قرضو معاملاتو ته لاره پرانستله ددی ټولو عواملو سره سره کوم بل عامل چی هغه وخت کی خورا ډیر د بانکی نظام د ودی باعث شو دبهرنیواسعارو تسعیر اود کاغذی پیسو چاپیدل او د هغه د بدلون وړتیا په سروزرو او سپینو زرو وه او د هغه لیږد رالیږد له یوی سیمی څخه بلی سیمی ته په ساده ډول اوکم لګښت سره هغه څه وو چی د بانکوالی د ډګر په پراخولو کی یی ستره ونډه درلوده. د اعتباري او چکي حسابونو دودیدل او په پایله کی دداشانته فعالیتونو بی کچی زیاتیدل هغه څه وو چی داولسمی زیږدیزی پیړۍ په نیمایو کی دبانکونو د ډیوالی کیدو سبب شول او ډیر شمیر خصوصی بانکونو خپلی پانګی پدی اقتصادي ناورین کی له لاسه ورکړې چی باالاخره دا مسله د بانکي قوانینو د وضع کیدو او د مرکزی بانکونو رامنځ ته کیدو ته مخه پرانیستله.


مرکزي بانکونه او د هغه د رامنځ ته کیدلو عوامل:
د وخت په تیریدوسره د بانکوالی کلتور په نړۍ کی ډیره وده ومونده اود هغو بانکونوشمیره چی بانک نوټونه د نشر دنده یی تر سره کوله هم بی کچې زیاتوالی وموند،پر بانکی فعالیتونو باندی د دولتي قوانینو نه شتون او څار ددی سبب شول چی بانکونه د اعتبار د ترلاسه کولو او ورکولو اصول او مقررات تر پښو لاندی کړي، د سهامی شرکتونو مالي حمایت او تمویل پدی کچه وشوچی هیڅ ډول محدودیت او د هغه د راتلونکی په اړه ځیرنې او کتنې ته پاملرنه نه وه.
داعتبار د حجم بی کچی ډیرښت او دپورونوورکول د بانکی نظام د ډیوالی کیدو لپاره ښه او څرګند دلیل وو، څرنګه چی دهغه وخت بانکونو یوپه بل پسې دډیوالي کیدوپه لور روان وو نو ددولت نیِغ په نیِغه لاس وهنه په بانکی نظام کی هم اړینه وبریښیده،تر څو موجوده ستونزولپاره د حل لاومومی.
خصوصي بانکوالې بیا پر پښو درول چی د ټولنې د اقتصادي او صنعتي ودې او پرمختګ لپاره يوه ریښتینې او اساسي اړتیا بلل کیده ددی جوګه شوه چی دولت د خپل څار او کنترول د وظایفو په برخه کی د بانک نوټونوچاپ اونشر په خپل انحصار کی ونیسی نو همدا وو چی د دی موخی لاسته راوړلو لپاره په نړۍ کی مرکزي بانکونه رامنځ ته شول . د اولې نړیوالې جګړې تر ختمیدو وروسته د نړۍ ډیرشمیرهیوادونه له پولي ناورینونو سره مخ شول دناورینونو رامنځ ته کیدل د دی سبب شول چی پدی شمیر هیوادونو کی دمرکزي بانکونو د موجودیت په اړه نظریات رامنځ ته کړي یعنی داچې مرکزي بانکونه په هر هیوادکی کولای شی د پیسو د ارزښت او دبانک د اعتباری معاملو د حجم په تنظیم او د پولی سیاستونو په تطبیق او د ټولو تجارتی بانکونو پر عملیاتو باندې د کنترول په سبب هغه له پولی ناورینونو څخه محفوظ کړی او دهیوادونو په اقتصادي پرمختګ او وده کی خپل رغنده رول ولوبوي.
د بانک په اړه ډیرتعریفونه شته ولی ویلای شو چی دا ټول یوشانته مفهوم بیانوی نودلته راځو لاندینی لنډ تعریف ته:هغه رسمي بنسټ چی د پور،سود، چک ورکولو، اعتباری حساب ، سپما حساب او داسی نورو بانکی حسابونو د جوړولو او اداره کولو توان ولری او په مالی معاملو کی د یوه منځګړی شخص په توګه دنده ولوبوی د بانک په نوم یادیږی. بل هغه څه چی ددی مقالی په ترڅ کی ورسره آشنا شوو د مرکزی بانک ماهیت وو په لنډه توګه کولای شو چی مرکزی بانک هم په لاندی ډول تعریف کړو : هغه بنسټونه چی د یوه هیواد د پولی سیستم د تنظیم،اداری او څارنی مسولیت پر غاړه ولری دهیواد دمرکزی بانک په نوم یادیږی. په عمومي ډول په هر هیواد کې مرکزي بانک دولتي بانک بلل کیږی چی مهمی دندی یی په لاندی توګه بیانولای شو:
 دبانکنوټونوچاپ او نشر(په هیواد کی د پیسو د چاپ حق یواځې د مرکزي بانکونو په ولکه کې دی)
 د پیسود ارزښت ثبات ساتل (دپولی سیاستونو داجراء مسؤلیت)
 مرکزي بانک د تجارتي بانکونو بانک بلل کیږی(هرتجارتی بانک په مرکزي بانک کی د یوحساب درلودونکی دی)
 د تجارتی بانکونو څخه نظارت او هغه ته داړتیا په وخت کی پور ورکول(نهایي پورورکوونکی مرجع د تجارتی بانکونو لپاره)
سربیره پردی مرکزې بانکونه نورې دندې هم په غاړه لري لکه د نړۍ د نورو هیوادونو سره د پولي او اقتصادي اړیکو درلودل او داسی نورې دندې او وظایف چې په نړۍ کی د هر هیواد مرکزی بانک یی د خپلو قوانینو اواصولو سره سم تر سره کوی. په پایله کی باید ووایو چی اوسنی بانکی سیستم د پخوانیو بانکی سیستمونو یو پرمختللی شکل دی چی د وخت په اوږدو کی یي بیلابیل د پرمختګ پړاوونه وهلی دی.