کور / تازه خبرونه / پاکستان: د افغان سولې لپاره د نړيوالې ټولنې له هلوځلو ملاتړ کوو

پاکستان: د افغان سولې لپاره د نړيوالې ټولنې له هلوځلو ملاتړ کوو

اسلام اباد: پاکستان وايي چې په افغانستان کې د سولې په لاره کې د نړيوالې ټولنې له هر ډول هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن حنارباني کهر په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش سره د ليدنې پر مهال وکړې. پاکستانيو چارواکو سره د خبرو اترو په موخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش، اسلام اباد ته رسېدلى دى. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې يان کوبيش نن مازيګر د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن حنا رباني کهر سره وليدل.سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر امنيتي او سياسي حالاتو خبرې وکړې.حنا رباني کهر په دې ليدنه کې د ملګرو ملتونو استازي ته باور ورکړ، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د نړيوالې ټولنې له ټولو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.هغې زياته کړه، چې د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان او سيمې په ګټه دى او پاکستان تل د يوه باثباته افغانستان غوښتنه کړې ده. له دې مخکې، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د پاکستان د کورنيو چارو له وزير رحمن ملک سره هم وليدل. سرچينې زياته کړې، چې يان کوبيش د کورنيو چارو وزير ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون د نېکو هيلو پيغام هم له ځان سره راوړى و. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې رحمن ملک هم ژمنه ورکړه، چې هېواد يې د افغانستان په سوله کې د ملګرو ملتونو له ټولو هلو ځلو څخه ملاتړ کوي. د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې کونړ ولايت ته د سفر پر مهال يان کوبيش ويلي و، چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د مرستې او ملاتړ جذبولو په موخه پاکستان ته سفر کوي.