په پکتيا کې سلګونو ښځو د سولي په پلويتوب غونډه وکړه

د لراوبر اداره | فبروري 13th, 2012


د پکتيا په مرکز ګردېز کې سلګونه ښځې په هيواد کې د روان تاوتريخوالي د راکمولو او د سولې د روانې پروسې څخه د ملاتړ په خاطر د ژمي په  يخه ورځ د دې ولايت د ښځو چارو رياست په تالار کې سره راغونډې شولې.


په دغه غونډه کې په مرکز ګردېز سربېره د لرو پرتو ولسواليو اوسېدونکو ښځو او نجونو هم په لوړ شمېر برخه اخيستې وه او غوښتل يې چې د سولې په پروسه کې له شته وروڼو سره اوږه په اوږه هيواد ته د سولې په راوستو کې لاس وکړي.


دغې غونډې ته  تر ۲۰۰ زياتې ښځې او نجونې راغلې وې چې په غونډه کې يې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ شعارونه له ځانه سره لرل او په نړيواله ټولنه يې غږ وکړ چې په افغانستان کې د سولې په پروسه کې خپلې هڅې ونه سپموي.


په ياده غونډه کې د دې ولايت د ښځو چارو ريسې حليمه خزان د غونډې ګډونوالو ښځو او نجونو پر روانه پروسه خبرې وکړې او ترې ويې غوښتل چې تر خپله وسه بايد په دې پروسه کې له وروڼو،زامنو او خاوندانو سره مرسته وکړي.


دې وويل (( هره  ښځه، مور ده، خور ده،د مينې او سولې له نوم نه جوړه ده او په اسانۍ سره کولی شي د سولې پروسه کې ګډون وکړي او پياوړې يې کړي)).


نوموړې ښځه د سولې په پروسه کې ډېره اغېزمنه وبلله او ويې ويل چې په دې برخه کې تر ټولو ښه رول لوبولی شي، دې زياته کړه(( که د چا خپلوان يا زوی،ورور او يا کوم بل څوک د وسلوالو په ليکو کې وي دخپلې عاطفې مينې او محبت په زور يې راګرځولی شي.)).


د پکتيا ولايتي شورا وکيلې او د ښځو د دفاع د کميټې مسولې زرغونه همت هم د غونډې په ګډنوالو ښځو او نجونو غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې برخه واخلي او هيواد ته په سوله او امن راوستو کې د خپلو وروڼوپه څنګ کې ودريږي .


نوموړې دا هم زياته کړه چې د هيواد په کچه د سولې پروسه اوس هم ډېره ښه پر مخ روانه ده او د لا پياوړتيا په موخه يې بايد ښځې پکې خپله ونډه واخلي دې وويل (( ښځو لکه څنګه چې د تاريخ په اوږدو کې هيواد ته جنګونه ګټلي دي چې ملاله يې مثال ده بايد اوس سوله هم ورته وګټي او د وروڼو ملاتړ وکړي)).


په ګردېز کې د بشر حقونو د دفتر کارکوونکې جميله په دې اند وه چې په روانه جګړه کې له هرچا ډېرې په دې سيمو کې ښځې زيانمنيږي دې وويل ((که يو ماشوم مري،يوځوان،يوه جلۍ او يا يو سړی دا ټول په ښځې پورې تړاو لري چې ښځه پرې نيمګړې کيږي )).


دې دا هم وويل ((ماشوم يې اولاد،ځوان يې ورور،نجلۍ يې لور او سړی يې خاوند دی چې که ومري، ټول زيان يې ښځې ته رسيږي نو بايد د سولې پروسې کلک ملاتړ وکړي او پرېنږدي چې دښمنان د دوئ اولادونه يا د کورنۍ نورغړي ترې واخلي او د جنګ جبهو ته يې بوځي)).


د يادولو ده چې په ياده غونډه کې د برخه اخيستونکو ښځو له لوري  يو څلورماديز پرېکړه ليک هم صادر شو چې په څلور واړو کې يې د امن ناره پورته شوې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024