له بګرام زندانه ٦ تنه کندهاري زندانيان خوشي سول

د لراوبر اداره | فبروري 14th, 2012



د کندهار ښار او ولسواليو ٦ تنه هغه اوسېدونکي چي کابو اته مياشتي وړاندي همدلته د افغان او بهرنيو ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال نيول سوي ول نن د سولي او بيا يو ځاى کېدني د پروسې له لاري خوشي سول.
دغو کسانو څه باندي ٧ مياشتي د بګرام په توقيف خانه تيري کړي چي بلاخره د کندهار ولايت د سولي د ولايتي شورا د پرله پسې هڅو په نتيجه کي خوشي سول.
ياد کسان نن د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د يوې خاصي غونډي پرمهال چي پکښي کندهار والي، د سولي شوار غړو او همداراز په بګرام زندان کي د قانون د تحکيم د څانګي مشر برخه اخستې وه خپلو خپلوانو ته وسپارل سول.
 


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا خوشي سوو بنديانو ته وويل (( کوښښ وکړئ له دې وروسته د جنګ جګړو پر ځاى د سولي او يووالي لپاره کار وکړئ او ټولنه په امن کي کړئ.
نوموړي هغوى ته سپارښتنه وکړه که هر وخت د امنيتي ارګانونو لخوا له کوم ډول ستونزي سره مخ کيږي نو بايد راساً له ولايت مقام سره اړيکي ونيسي څو مشکل ته يې حل لاره پيداسي.
هغه خوښي وښودل چي نن يې د کندهار څو تنه بنديان د بګرام له زندانه خلاصيږي او له خپلو خپلوانو سره يو ځاى د سولي او ابادۍ په برخه کي کار کوي.
والي د کندهار ولايت د سولي شورا له مسؤلينو او غړو هم مننه وکړه چي ددې کسانو د خلاصون لپاره يې هڅي کړي او هغوى له خپلو خپلوانو سره يو ځاى کړي دي.
 
د کندهار ولايت د سولي شورا د دارالنشاء مسؤلينو هم خوښي وښودل چي نن شپږ تنه کندهاريان له ٧ مياشتني بند وروسته له خپلو کورنيو سره يو ځاى کيږي.

Copyright Larawbar 2007-2024