کور / اسلامي / د شيطان کړه وړه

د شيطان کړه وړه

شیطان خپلې موخې ته د رسیدو لپاره د ډیرو لارې چارې څخه کار اخلي چې له دې لارو او کړو څخه په قرانکریم اونبوی حدیثونو کې یادونه سوې ده


۱- وسوسه اچول : وسوسه هغه خبره ده چې د انسان په باطن کې تیریږي او دانسان له دننه پیدا کیږي او شیطان یا واسوس (یاني وسوسه کوونکی )له بهره د هغه عامل سي
د وسوسې لغوی مانا زړه ته دضرر رسولو لپاره دیو شی القا‌ء ده
وسوسه له اړه کرار ږغ ته وایي او بله مانا یې بد ، خراب او ناوړه سوچونه دي ، چې دانسا ن په مغز کې ګرځي یا کرار ږغ دی چې څوک یو کار ته هڅوی او پټ د چا په زړه کې ګرځي .
وسوسه دنفس خبرې دي.
په قرانکریم کې پنځه وارې وسوسه راغلې ده
وسوسه د طه دسورې( ۱۲۰) مبارک ایت شریف کې داسې راغلې ده
« فَوَسْوَسَ إِلَیْهِ الشَّیْطَانُ… »
ژباړه : شیطان هغه (ادم ) ته وسوسه واچوله
دمؤمنون دسورې( ۹۷ )مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ»
ژباړه :ووایه: «پروردگارا!» زه ستا څخه د شیطان له وسوسې فنا غواړم
همزات هم وسوسې ته وايي
دسوره ناس په(۴) مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«من شر الوسواس الخناس»
ژباړه- پناه غواړم دشیطان له وسوسې څخه
د الاعراف دسورې(۲۰۲-۲۰۰ )مبارکو ایتونو کې «نزغ »راغلي چې هغه هم وسوسه مانا لري
«وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ …»
ژباړه: (ای محمده که تا ته ورسیږي د شیطان کومه وسوسه نو پناه وغواړه له الله بیشکه چې الله ښه اوریدونکی اوښه عالم دی)
د المجادله دسورې( ۱۰ )مبارک ایت شریف نجوا راغلې ده ، چې هغه هم د وسوسېاو پټو خبرو په مانا ده
«إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا … »
ژباړه :بیشکه چې پټي خبرې( نجوا) د شیطان کار دی لپاره ددې چې ایمان لرونکي کسان خپه کړي
له دې ټولو مبارکوآایاتونو څخه مالومیږي چې د شیطان یو مهم کا ر انسان ته وسوسه اچول دی چې لومړی وسوسه له ادم (ع) څخه پيل کیږی، هیڅ انسان له هغه خلاصون نه لري مګر یوازینی لاره يې دخدای (ج) څخه فنا غوښتل یا خدای(ج) ته پناه وړل ده
وسوسه هغه مرموز شعور دی چې یو ناپیژندونکی خیال له شیطانه یا له هوا څخه د انسان وجود ته ننوځي اوکله هم د غفلت په ډول وي.


۲- غلطې وعدې کول: شیطان دانسان د ختا ایستلو لپاره له هغه سره د درواغو وعدې کوي
د النسا دسورې( ۱۲۰) مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا»
ژباړه «وعده کوی (شیطان) له دوی سره، په باطلو امیدونو کښي غورځوي دوی اونه کوي له دوی سره وعده شیطان مګر په فریب»
شیطان انسانانو ته وعدې ورکوي او په دې ډول هغوی ختاباسي


۳- دبدو عملونو ښایسته کول او تزین: د بدو اعمالو ښه ښول دي
شیطان انسانانو ته بد کارونه اوکړه ښه ښيي
د نمل دسورې( ۲۴) مبارک ایت شریف کې راغلي دي
ِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ …»
ژباړه :اوښایښته کړی وه دغو( امتونو) ته شیطان د هغو عملونه
د محمد دسورې( ۲۵) مبارک ایت شریف کې راغلي دي
« …لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ»
ژباړه 🙁 هغو ته چې دسمې لاره له ښوولو وروسته هغه ونه مني شیطان د هغو بد کړه هغوي ته ښایسته کوي او په اوږدو وعدو يې ختا باسي »


د البقره دسورې( ۲۶۸ )مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء »
ژباړه :شیطان تاسی د فقر اوغریبي وعده درکوي او حکم کوي تاسو ته په ناوړو کارونو


۴: ویره اچول
العمران دسورې( ۱۷۵ )مبارک ایت شریف کې راغلي دي
«إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ »
ژباړه :شیطان خپل پلویان ویروی
۵- دانسان احاطه کول
اعراف دسورې(۱۶-۱۷ )مبارکو ایتونو شریف کې راغلي دي
«قال فبما اغویتنی لاقعدن لهم صراطک المستقیم ثم لآتینهم من بین ایدیهم و من خلفهم و عن ایمانهم و عن شمائلهم و لاتجد اکثرهم شاکرین»
ژباړه: (وویل ابلیس نو قسم دی خامخا کښينم دوی ته په لاره ستا کښې چې سمه لاره ده او راځم دوی ته له وړاندې ددوی له وروسته د دوی له ښیو ( خواو) او کیڼو ( خواو) ددوی اونه به مومې دوی اکثره شکر ایستونکي )