۲۶ دلو۱۳۶۷ هـ ش ــ قصص الاولین مواعظ للآ خرین

د لراوبر اداره | فبروري 15th, 2012


۲۳ کاله وړاندې


دا ۱۳۶۷ هـ لمریز کال دی ، د سلواغې شپږ ویشتمه ، دافغانستان دساړه ژمي یوه یخه او چیچلې ورځ ، د درستې بشري نړۍ سترګې یوځل بیا دآسیاپه لوړو کې پراته دې هیواد ( افغانستان ) ته  ځیرځير دي ، نن په دې خطه  یو بل تاریخ ساز جریان بشپړیدونکی دی ، داسې جریان چې وروسته دتاریخ لیکونکو په اجماع  دشلمې میلادي پیړۍ ( معجزه ) وبلل شو ، په رښتیا هم  هغه واقعیت چې ۲۳ کاله وړاندې په دې قلمرو کې بشپړشو ، معجزې ته ورته وو.


 د افغانستان په شمال کې دآمو سیند په غاړه دحیرتان ښارګوټي په آسمان تازه دلمر سترګې څرک وهلی ، ناڅاپه دښار یخ وهلې چوپیتا دټانګونو غرهار ماته کړه ، ټانکونه وغورېدل او دلوګیو لړې یې هسکې شوې ، روسي سرتیري  دتل په شان په  ټانګونو او زرهپوښونو  وختل ، دټانګونو کاروان حرکت وکړ او په ځمکه یې یوځل بیا زلزله ګډه کړه ، خو داسې ښکاري لکه نن چې هرڅه برعکس وي ، نن دتیرو نهو کلونو خلاف  دروسي کتار مخه په بله ده ، په تیرو نهو کلونو کې  په پرلپسې توګه  لیدل کیدل ، چې  د شوروي دڅلویښتم لښکر په وسلو سمبال سرتیري له اشغالګرانه غرورسره د دوستۍ (! ) له  پله را اوښتل ، او له حیرتان څخه مخ په جنوب  دافغانستان په ساره او اوږده کې خپریدل ، خو نن لکه چې دڅلویښتم لښکر بخت سرچپه شوی وي ، ځکه  نن لاره هماغه ده  ټانګونه هماغه اوسرتیري هماغه خو مزل په بله خوا دی ، نن نه یوازې روسي لښکر دجنوب په ځای دشمال په خوا روان دی ، بلکې  دشوروي سرتیرو وضعیت هم په غیرمعمولي توګه دپخوا برعکس دی ، نن دسرتیرو په شونډو فاتحانه موسکا نشته ، بلکې برعکس دټولو اورمیږونه ځوړند او دشرمندګۍ او شکست احساس لاهو کړي دي .    


ټانګونه ددوستۍ پله ته ورسیدل ، داهماغه پل دی چې پوره ۳۳۳۵  ورځې وړاندې په یوه  همداسې یخ سهار پرې دشوروي مقدماتي یرغلیز قطعات دافغانستان غاړې ته اوښتي وو،  پل  بې له شکه هماغه دی ، خو پرې د(اوښتلو) او  ( راوښتلو ) وضعیت یې دځمکې او اسمان توپیر لري  ، نن په دې اوسپنیز پله  دټانکونو دحرکت غرهار او شور افغان اولس ته داشغال  ، محکومیت  او یرغل انګیزه نه لیږدوي ، بلکې ددې  سرلوړي  او په خپلواکۍ مین اولس  دازادۍ او تلپاتې حماسې پژواک له ځانه سره لري .


ټانګونه  په پله پورې وتل ، خو یوتن  له ټانګونو  پلی پاته سرتیری لاهم  په معنی داره ګامونو ددې اوږده مزل وروستي ګامونه بشپړوي ، دا دڅلویښتم لښکر وروستی سرلښکر جنرال بوریس ګروموف دی ، نوموړی چې له کومې خاورې ګامونه اخلي دلته یې دخپل متبوع پوځ پوره ۱۴۴۵۳  ککرۍ خاورې شوې دي ، نوځکه یې ګامونه نیولي ، لړزاند او فکر لاهو دی ، نوموړی دپله په امتداد په داسې حال کې تېر شو ، چې هیڅ یې شاته ونه کتل ، خو کله چې دپل بلې غاړې (شوروي قلمرو)  ته واوښت ، شاته ځیر شو ، دخاورین افغانستان ، خړ ځېږه غرونه او سوزنده رغونه یې ترنظر تیر کړل ، او بیا یې ترشونډو لاندې څو جملې ولوستې .


د ګروموف دا له ځان سره لوستې جملې اوس هم  (دتاریخ معما ) بلل  کیږي ، دژورنالیستانو له بیا بیا ټینګار سره سره تراوسه ګروموف دې ته ندی حاضرشوی ، چې دا  راز افشاکړي ، ځیني وایي ګروموف وویل  ( موږ به بیا هیڅکله هم دلته رانشو )


په افغانستان کې دشوروي ماته


روسان  هم کټ مټ دنورو اروپایانو غوندې داشغال ، استعمار او استثمار خورا اوږد تاریخ لري ، چې ترڅو پیړیو رسیږي ، په افغانستان یرغل ددوی لومړنی یرغل یا اشغال نه وو خو دلته  فاحش شکست یې بې له شکه چې په تاریخي لحاظ یو ټاکونکې ماتې او پوځي ناکامي  وه ، چې پخوا ورسره  کله هم نه وه مخ شوي .


روسان  دمقاومت ماتولو خورا اوږدې تجربې لري ، دوی د ۱۸ مې   ۱۹ مې او ۲۰ مې پیړیو په ترڅ کې دلسیزو جګړو په پایله  کې  په پله پسې توګه په دې توانیدلي ، چې  په  داغستان ، شیشان ، قفقازاو منځنۍ اسیا کې دمسلمانانو پاڅونونو د ډیرو تلفاتو له تحمل سره سره وځپي ، دغه راز دوی په بیا بیا دشوروي په لراوبر کې دکمونیزم خلاف  پاڅونونو په ماتولو هم بریالي شوي وو،  چې له همدې امله دوی ته دافغانستان  اشغال   او کنترول هم یو  معمولي ماموریت او  بوختیا ښکاریدله ، خو دا به په افغان اولس دالله تعالی ځانګړی مرحمت او ددې اولس دبې ساري ایثار او قرباني برکت وبولو چې الله تعالی یې دشوروي نړیخور لښکر په وړاندې پښه ټینګه کړه ، شورویانو دلته  دمقاومت ماتولو خپلې دودیزې لارې لکه  ( دمحلي اجیرانو استخدام ، پوځي یرغل ، سخت پوځي فشار او قساوت ، اولس جبرا ډلییزمهاجرت ته اړ ایستل او نور)  ټول وکارول ، خو بیا یې هم داشغال خوب  اوبو وړی ثابت شو.


دشوروي دیرغل  په وړاندې افغان اولس چې له پخوایي دافغاني کمونیستانو په مقابل کې پاڅون کړی وو په بې توپیره توګه مقدس جهاد ته ملا وتړله  ، او دا دروند مقاومت یې دڅوکلونوپه اوږدو کې په پوره متانت دبریا تر منزله ورساوو،سره له دې چې ددې مقاومت دبریا بیه دافغان مجاهدینو لپاره خورا درنه وه خو شوروي لښکرو ته هم په کې خورا درانه ځاني او مالي تلفات ورسیدل ، د شوروي  دڅلویښتم لښکر یوه جنرال ( محمود قارییف ) په خپل کتاب کې په افغانستان کې دشورويانو دتلفاتو په اړه لیکلي دي ، دافغانستان په جګړه کې دشوروي مجموعا ۱۴۴۵۳  کسان ووژل شول ، چې له جملې یې  ۱۳۸۳۳  تنه پوځیان ۵۷۲ ته دکي جي بي کارمندان ۲۸ تنه د وزارت داخلې مربوط پرسونل او ۶۶۴ تنه  مشاورین  او ترجمانان وو.


دقارییف په خبره په دې جګړه کې دشورویانو ۴۹۹۸۳ تنه  ټپیان شوي دي چې له جملې یې ۶۶۶۹ تنه دتل لپاره معیوب شوي دي ، دغه راز ۳۳۰ نفره شوروي پوځیان تراوسه دافغانستان په غرونو او درو کې نادرکه دي ، چې شوروي حکومت یې بیا دمرګ او ژوند هیڅ  څرک نه دی لګولی .


دمالي تلفاتو په اړه قارییف وایي چې دافغان مجاهدینو په لاس دشوروي ۱۰۳  ډول ډول الوتکې ۳۱۷ چورلکې ۱۴۷ ټانګونه ۱۳۱۴ پوځي موټر ۴۳۳ توپ ویشتونکي دستګاوې ۱۱۳۰۹  انجینیري وسائل ۱۱۳۹۶ مخابراتي دستګاوې او ۱۱۳۸ نور بیلابیلې پوځي وسیلي او دستګاوې  له منځه تللي دي .


په افغانستان کې دشوروی شکست چې په تعقیب یې د( اتحاد جماهیرشوروي ) په نامه  شوروي امپراطوري هم ونړیده د شلمې پیړۍ یو مهم رویداد وو چې په  نړیواله سطحه یې تاریخ او جغرافیې ته اساسي تغیر ورکړ ، دشوروي دسقوط په پایله کې دوارسا پکټ  له منځه لاړ ، سړه جګړه پای ته ورسېده ، په منځنۍ اسیا او ختیځه اروپا کې ګڼ شمیر جمهوریتونو خپلواکي ترلاسه کړه ، دبرلین دیوال ونړید او په روسیه کې کمونیزم دتاریخ برخه وګرځېد .


قصص الاولین  مواعظ للآ خرین


هوښیاران وایي ( دتیرو نکلونه  دوروستنیو لپاره پندونه دي ) موږ نن سبا دشوروي دتیښتې ۲۳ کلیزه په داسې مهال لمانځه چې په هیواد مو یوبل نړیوال اشغالګر هجوم راوړی ، او له تیرو لسوکلونو راپدیخوا یې زموږ ولس او خاوره اشغال کړې ده ، دا اشغالګر کوم ناشناخته او نامتعارف ځواک نه دی ، بلکې هغه امریکا ده چې دافغانانو په لاس دشوروي ترماتې وړاندې یې دقطبي خرس په خوا دسترګو اړولو جرأت هم نه درلود ، په داسې حال کې شورويانو ورته په لاتینه امریکا کې په پله پسې توګه تربوران پالل ، اوسنۍ امریکا څو لسیزې د دریمې نړیوالې جګړې دپیل کیدو له ویرې ګبڼۍ نیولې وه ، او دشورویانو ټولې خاطر تیزۍ یې په  مړو سترګو زغملې .


خوکله چې دافغان دوینو دریاب دشوروي بیړۍ ډوبه کړه او په پایله کې یې نړۍ یوقطبي شوه ، له امریکا څخه دلسیزو ګبڼۍ هم  پورته شوه او په پوره نامردۍ یې ترټولو لومړی په هغه  اولس سترګې وربرګې کړې ، چې دټولې نړۍ غوندې یې امریکا هم دکمونیزم له وحشې پدیدې څه په امن کړې وه .


نن افغانستان دامریکا له خوا اشغال دی ، خو دتیرو لسوکلونو په اوږدو کې دافغان اولس دبي ساري جهاد او مقاومت په برکت  امریکا دعروج څوکه وهلې او اوس بیرته دنزول په خوا مقدر پړاو لنډوي ، نن سبا دافغانستان مسئله او دلته دامریکایانو دحضور موضوع په یوه نړیوال بحث اوښتې ، له  نړیوالو مطبوعاتو رانیولې ، دافغانستان او امریکا د اولسونو ترعمومي مجالسو پورې  هرڅوک په دې اړه خپل خپل نظریات وړاندي کوي  .


دبحث مهم ټکی دادی چې آیا امریکا به له افغانستانه ووزي او کنه ؟ دامریکا حکومت چې د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګیر ښکاري هم په دې اړه واضح څه نه وایي ، کله وایي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به سرتیري وباسي او کله بیا وایي چې داوږده مهال لپاره به په افغانستان کې له خپلو لاسته راوړنو دفاع وکړي .


د دا ډول شکونو او بحثونو دیوطرفه کولو لپاره به مناسبه وي ، چې دشورویانو د فضیحت د ۲۳ کلیزې په مناسبت په لوړ عربي متل استدلال وکړو چې ( قصص الاولین مواعظ للآخرین )  دتیرو شویو کیسې دراتلونکې لپاره ګټور پندونه دي ، دافغانستان اوسني اشغالګر که دځان پردې غواړي ، نو ورته په کار ده چې لږ دجغرافیې دهوس ( جوع الارض ) پاللو سره په څنګ کې   دتاریخ مطالعه هم وکړي ، دوی دې وویني چې شورویان څنګه دلته راغلل ، څه یې وکړل او بیا په څه حالت کې ددې وطن په پریښودلو اړ شول  .


که واقعیت ته وګورو  په افغانستان کې دبریالیتوب لپاره دشورویانو طرح او ستراتیژي د امریکا په نسبت په مراتبو پخه او کانګریټي وه ، هغوی دلته  څو لسیزې  فکري ، سیاسي ، تبلیغاتی او استخباراتي کار کړی وودافغانستان   دحساب وړ نفوس یې  دمتعهد دوست په توګه له ځانه سره درلود ، له افغانستان سره یې اوږده پوله درلوده ، دافغانستان په تعلیمي او امنیتي لیکو کې یې ژور او اساسي نفوذ درلود ، له افغانستان سره یې  دقیق کلتوري ، فکري او اقتصادي  روابط او تعارف  درلود ، چې په مقابل کې یې امریکا دا هیڅ هم نلري او خپل اجیران یې په دې خاوره دپراشوټ له لارې  پیاده کړی دي .


په  پای کې دایادونه اړینه بولو چې که  امریکا او امریکا خېل د ( دلوې ۲۶ ) دې معنې دارې نیټې ته په  مهم نظر ونه ګوري ، او څه ترې زده نه کړي ، نو ښایي دفطرت هغه قانون پرې تطبیق شي چې وایي  ( څوک چې له پخوانیو عبرت وانه خلي ، ضرور به دوروستنیو لپاره په خپله دعبرت وړ شي )


پای

Copyright Larawbar 2007-2024