کور / اسلامي / ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره – پنځمه او شپږمه برخه

ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره – پنځمه او شپږمه برخه

ددې موضوع تېره برخه له دې ځايه کليک کړئ


10: متی العربی: ستاسی په قران کی راغلی دی چی (لااکراه فی الدین) زورزیاتی په اسلام کی نشته، نوتاسی ولی زموږخلک، کلیساوې اومذهبی راهبان اوکشیشان په سوډان، اندونیزیااودنړۍ په نوروځایوکی وژنی؟
ځواب:دا14 پېړۍ ستاسویوه تګلاره اوکړنلاره داده چی په اسلامی هیوادوکی تاسی لومړی نوک ځایوې، بیاسوک ځایوی اوپه اخرکی هغه قبضه کوی اوپه عیسایی ریاست ئې بدلوی، که وسوډان ته راشونوتاسی هلته په حقیقت کی 5 سلنه یاست خوتاسی وایاست چی موږ 7 سلنه یو، چی په دې دېرش کلونوکی مودامریکااویهودوپه فوځی، سیاسی اواقتصادی مرستوسره خلک عیسایان کړل اواوس موسوډان تجزیه کړ، په اندونیزیاکی همداډرامه شروع ده، زه وخپل ګران هیوادافغانستان ته راځم، دلته په ټول هیوادکی عیسایت په صفرکی وو، خواوس تاسی په پنځوولایتوکی کلیساګانی لری، اونامعلوم شمېرخلک موعیسایان کړیدی، زموږدقران فیصله داسی ده چی هرڅوک چی له اسلامه څخه واوښتی (مرتد شو)نوهغه بایدووژل شی، اوهرهغه څوک چی خلک مرتدوی هغه هم بایدله مینځه ولاړشی۔
بل داچی تاوماته وویل چی زه (کاپټیک کرېسچن) یم، یعنی داسلام څخه مخکی لاموږعیسایان وو، اوزموږتعدادستاسوپه اند16 میلیونه دی په مصرکی، که چیری مسلمانانوزوراستعمالولای نواوس به یوعیسایی هم په مصرکی نه وای، وبلی خبرې ته دی پام رااړوم، په نړۍ کی چاډېرانسانان وژلې دی؟ هغه ایډولف هټلردی هغه څوک وو؟، عیسایی که مسلمان؟ همدااوس بوش اوباماپه عراق افغانستان کی تر 12 لکوزیات مسلمانان شهیدان کړل اوداسلسله لااوس هم جریان لری، اواوس ئې ونورواسلامی هیوادوته هم لاس وغځاوه؛ نواوس قضاوت ته وکه چی عیسایت دتشدددین دی اوکه اسلام؟ تاسی عیسایان زموږهیوادته راغلی یاست اوماپخپل کورکی وژنی، نه می وسپین ږرې ته ګوری، نه می وښځې ته ګوری اونه می هم وماشوم، ملا، مسجداومحراب ته ګوری، بلکی تاسی پخپل بایبل عمل نکوی، اوهغه داچی داایات به دی په یادوی، چی عیسی علیه سلام وایی که یوچاپریوه باړخووواهلې نودابل باړخوورته راواړوه، اوکه یوڅوک لوڅ وونوخپله جوغه وروخېژوه؛ بیابه قضاوت وتاته درکړم چی ایاموږپه قران عمل نکوواوکه تاسی په خپل تحریف شوی بایبل عمل نکوی؟ پرهندوستان باندی مسلمانانوڅوسوه کلونه حکومت وکړ، که مو‌ږدزورڅخه کاراخیستی وای نونن به په ټوله هندوستان کی یوهندوهم نه وای؛ په اروپا، امریکا، اواندونیزیاکی چااسلام په زورخپورکړ؟ داداسلاحقانیت دی چې پرمخ ځی اوبس.
11: متی العربی: دااوس په مصرکی زموږیوه ښځه تاسوپه ځان کړیده، اوحال داچی هغه یوه عیسایی وه، اواوس موږ هغه په کلیساکی مجازات کړیده، تاسی زموږډېربې ګناه خلک ووژل داڅنګه اسلام دی؟
ځواب: ددې ښځې ټوله کیسه ماپرانټرنیټ باندی لوستې ده، هم په عربی کی اوپه انګلېسې کی، داښځه یقینایوه عیسایی ښځه وه، خودعیسایت څخه ئۍ نفرت وشواومسلمانه شول اویومسلمان ئې هم په نکاح کړ، کله چی دامسلمانه شول نودازموږدینی خورده، ددې حفاظت اوساتنه زموږاسلامی وظیفه ده، که تاسی په دې کی شک لری نوخوشی ئې کی اوخبریالان ورپرېږدی چی خپله ټوله کیسه درته وکړی۔ تاسودظلم څخه کارواخیستی هغه موووهل ومو ترټل اودکلیساپه توروتیاروکی موکښینول۔ نوځکه دچټک غبرګون سره مخامخ شواست؛ اوداهم درته وایم که دامسلمانه خورخوشی نکړی نودډېروبدوپېښوانتظارولری۔ وبل لورته دعراق ، فلسطین اوافغانستان په زرهاووبې ګناه سپین ږري اوپیغلې ستاسوپه منګلوکي دی، څوک موبې عفته کړل، څوک موشهیدان کړل اودچاسره لاترحیواناتوبدترچلندکوي؛حتی څوک مووسوځل نو اوس ته قضاوت وکه چې اسلام دصلحې اوارامۍ دین دی اوکه عیسایت؟


12: متی العربی: حضرت عیسی علیه سلام په دې ترحضرت محمدصلی الله علیه وسلم غوره دی چی هغه ډېرې معجزې درلودې، هغه مړې ژوندی کول اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دی ژوندی کړی؛ هغه مورزاده ړانده اوپیس ناروغان جوړکړیدی اومحمدصلی الله علیه وسلم نه دې ژوندی کړی چی دعیسی علیه سلام داټولې معجزې قران تصدیقوی ته څه وایی؟
ځواب:حضرت یحی علیه سلام په بایبل کی ډېرلوړځای لری بایبل وایی:
یحیی راتلونکی الیاس دی، خوکه تاسوئې ومنی څوک چی غوږونه لری هغه دی واوری (متی 11 باب، 14، 15)
روښتیادرته وایم چی دیحیی نه لوی زوی یوې مورنه دې راوړی (متی 11باب 11) اوداسی نور۔۔۔
اوپه ټوله بایبل کی ئې یوه معجزه راوښایه؟
په بایبل کی راغلی دی(حضرت عیسی علیه سلام وایی :
درواغژن نبیان اودرواغژن مسیحان زماپه نامه سره راځی باورمه په کوی، اودوی به عجیبه کارونه اونخښې ښکاره کړی (معجزې به ښکاره کړی) اوکه ممکن وی نوډېربه ګمراه کړی ګوری ماحال درکړی ۔ (متی 24 باب، 23ـ 26)
نودبایبل په اندمعجزه هیڅ ارزښت نلری، اودرواغژن مسیحان هم کولای شی چی معجزې ولری۔
لومړی قرانکریم دمحمدصلی الله علیه وسلم لویه معجزه ده، چی داد1400کالوراهیسی چیلنج دی ، که تاسی په دې کی شک لری نوددې قرانکریم دیوه ایات په شان یوایات یالس ایاتونه جوړکړی خوتاسی نه یاست توانېدلې اونه به هم داتوان پیداکړی، اوبل داچی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم هره وینامعجزه ده، او14 پېړۍ مخکی ئې اُمت مسلمه دشرا بو، خمارکولو، زنااونوروفحشاووڅخه منع کړیدی، تراوسه مسلمانان هغه کارونه نه کوی، وګوری په عیسایی نړۍ کی شراب ډېرخوړل کیږی که په مسلمانه نړۍ کی؟ جرمونه فسادونه، زناوې اوظلمونه په عیسایی نړۍ کی ډېردې اوکه په مسلمانه نړۍ کی؟ چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دژوندهره شیبه یوه معجزه ده تاسی ولی سترګې ورباندی پټوی؟ چی داستاسوبې انصافی اوکم عقلی ده وبل لورته حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ډیرې معجزې درلودې چې شمېر ئې تر(۳۰۰) زیات دی خوحضرت عیسی علیه سلام نه درلودې ددې معنی دانه ده چی حضرت عیسی علیه سلام پېغمبرنه وو، ته وماته څنګه منطقې دلایل وړاندی کوی؟؟!!! په احادیثوکی وګوره خاتم الانبیا‌ء صلی الله علیه وسلم مړي ژوندي کړیدي اوداچې تاسی سترګې ورباندی پټوی داستاسوبې عقلي ده.په ۱۲۴۰۰۰ یولک څلورویشت زره پېغمبرانوکی دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم معجزې ډېري دي؛ چې دایوکوټلی حقیقت دی.زه به یووړوکی مثال درکړم، ۱۴۰۰ کاله وړاندی دبشریت سترلارښوداودخدای سپېڅلي استاذي صلی الله علیه واسلم فرمایلی دی چې شی په راسته لاس خوری او۱۴ پېړۍ وروسته هم دده صلی الله علیه واسلم یووړوکی سنت تراوسه ژوندی دی اوامت مسلمة ئې پلی کوي ایاتردې ستره معجزه؟؟؟


شپږمه برخه:


ديوه عيسايی راهب سره زمامناظره(۶)
13: متی العربی:دنړۍ په کُره کی عیسایان ترمسلمانانوډېردی، اقتصادئې ډېرښه دی داځکه چی عیسایت دبشرلپاره یواځنی حل دی؟
ځواب: که زه وبرطانې اوامریکاته راشم، نوتاسی دومره ډېرنه یاست لکه تاسی چې ئې ادعاکوی بلکی دنفوسوپه شمېرکی ټکې برګې کوی، اوهغه داچی تاسی هندوان هم په عیسایی فهرست کی لیکی، لادینه هم په عیسایی فهرست کی لیکی، یهود هم پخپل فهرست کی لیکی اوهرهغه څوک چی مسلمان نه وی تاسی ئې په پخپل فهرست کی لیکی، دبېلګې په ډول سره که تاسی په یوه ایالت کی ۲۰۰۰۰ عیسایان لیکلې وې، نوهلته تاسی تر۸۰۰۰ زره عیسایانوڅخه اضافه نه یاست اوپاته غیرمسلمان خلک دی اوحال داچی هغه هم خبرنه وی۔
همدااوس تاسو(عیسایانو) دمځکې پرکُرې چی کوم اوربل کړی دی اوهره ورځ په زرهاووانسانان وژنی ، کورونه ورانوی، اوملتونه دخاوروسره برابروی دادبایبل کړنلاره اودبشریت چوپړته بولې؟، داپه ټول انسانیت کی چی اوس تاسی دایډزپه شان مهلکه ناروغې خپروی ودې ته تاسی دبشریت چوپړوایاست؟، ښځه مودیوې رقاصې په نامه وټولنې ته راوېستل اودجنسی فاحشواړیکویوه اله موګرځولې ده ودې ته تاسی دټولنې خدمت اوپرمختګ وایاست؟، خلک ژوندې سوځې ودې ته تاسی خدمت وایاست؟، په زرهاووانسانان موپه ښکاره اوپټومحبسونوکی تعذیبوی، شکنجه کوی اوترحیواناتومو بدترکړل چی داسلسله دوام لری ودې ته تاسی بشردوستی وایاست؟ دادبایبل خدمت دی، په ګوانتنامواوابوغُریب کی موانسانان لوڅ لغړپه سراوپښوځړولې دی، په سپوئې داړی، پرپتمنومسلمانومیرمنوباندی جنسی تیرې کوی چی داټول دعیسایت اودبایبل وانسانیت ته خدمتونه دی؟؟؟!!!!
14: متی العربی: زمابله پوښتنه داده چی څوخدایان دی، اوخدای څنګه دی؟
ځواب: خدای یودی اوهیڅ شریک اومثل نلری نه په ذات کی اونه هم په صفاتوکی قران کریم وایی:
قُل هُوَاللهُ أَحَدٌ(۱) اللهُ الصَّمَدُ(۲) لَم یَلِدوَلَم یُولَد(۳) وَلَم یَکُن لَّهُ کُفُواً أَحَدُ(۴)(سورت اخلاص)
ژباړه:ووایه: هغه الله یودی، الله هیچاته اړنه دی، نه ئې څوک زېږولې اونه له چازېږدلې دی، اودهغه هیڅ سیال نشته۔
دخدای پروحدانیت باندی بایبل هم ګواه دی:
واوری ای بنی اسرائیلوخداوندزموږخدای یودی نوتاسوپه ټول زړه ټول روح اوټول ځواک سره دخپل واحدخدای په وړاندی مینه ولری. (استثناء باب ۶ فقره جات ۴- ۵)
عیسی ځواب ورکړ، اول دادی چې ای اسرائیلوواوری! مالک زموږخدای یومالک دی، تاسی دخپل خدای سره دټول زړه سره، دخپل ټول روح سره دخپل ټول عقل اودخپل ټول طاقت سره مینه کوي. (مرقوس ۱۲ باب ۲۹- ۳۱)
اوخدای دټولې نړۍ پاچاشو،هغه خدای یودی اودهغه نوم واحد(یودی). (زکریا ۴۱باب ۸)
اوخدای صرف یوخدای دی.(دپولس خط درومیانوپه نامه ۳باب ۳۰)
خدای یودی، ایمان یودی، بپتسمه اودټولوخدای یودی. (دپولس خط دافسویونوپه نامه ۴: ۶)
اوس دازلی پاشاه یعنی غیرفانی نالیدلی واحدخدای عزت اوجلال دی تل ترتله وی. (اول خط دتیموتیوس په نوم ۱: ۱۷)
ته په دې خبره ایمان ولره چې خدای یکی یو دی. (خط دیعقوب ۲: ۱۹)
خدای یواځی اویواځی یودی.(خط دیهوداه ۲۵)
په بایبل کی دخدای وحدانیت په ډیرځایوکه په ښکاره ډول سره راغلی دی، اوداتاسی چې ئې نه منی داستاسوبې عقلی اوګمراهې ده، وتاسوته دابایبل هم دهیڅ ارزښت نه درکوی.
الله جل جلاله دهیڅ شی سره موږنشوپرتله کولای اوقران عزیزفرمایی:
لیس کمثله شی
الله جل جلاله دیوه شی په بڼه سره نه، چی موږئې ورسره تشبه کړو۔
۱۵: متی العربی: حضرت عیسی علیه السلام دخدای زوی دی ځکه:
1- په بایبل که راغلی دی چې دی دخدای زوی دی.
2-  په قرآنکریم کی دده دنامه سره دمریمې توری راغلی دی، مطلب داچې دی په معجزانه ډول سره پیداشوی دی اوپلارنلری.
3-  په قرآنکریم کی دده لپاره د(روح القدوس اوکلمې توری )راغلی دی نوکلمه اوروح دخدای دی، نوځکه دی هم خدای دی.
اوس ته څه وایی؟
ځواب: په بایبل کی چې کوم لفظ د(ځوی) استعمال شوی دی،چې په عبراني ژبه کی دخدای زوی دهرهغه چالپاره استعمالېده چې خدای ته به نژدې ؤلکه بایبل چې وایی:
چې هرڅوک چې دخدای دروح په هدایت چلیږي هغه دخدای زوی دی.
(خط درومیانوپه نوم ۸: ۱۴)
دبایبل ددې تعریف څخه وروسته دخدای دزوی استعمال دحضرت عیسی علیه السلام څخه ماسوی ونوروته هم شوېدي دبېلګې په ډول سره:
نودخدای زامنوولیدل چې دانسانانولوڼې ښکلی دي. (تکوین ۴: ۲)
دخدای زامن دانسانانودلوڼوسره ولاړل.( تکوین ۴: ۴)
وفرعون ته ووایه چې اسرائیل (یعقوب علیه السلام) زمازوی دی بلکې زمالومړی زوی دی، اوزمازوی پرېږده چې زماعبادت وکړی. (خروج ۴: ۲۲- ۲۴)
زه داسرائیل پلاریم اوابراهیم زمالومړی زوی دی.(ارمیاه ۳۰: ۹)
په هغوځایوکی چې وعیسی علیه السلام ته دخدای دزوی لفظ راغلی دی، نودبایبل په حواله ددې مطلب دادی چې عیسی علیه السلام دخدای زوی نه بلکې دالله دحکم منونکی وو.
اوراغلوودې خبرې ته چې دحضرت عیسی علیه السلام سره دمریمې توری راغلی دی، دازموږایمان اوعقیده ده چې حضرت عیسی علیه السلام په معجزانه ډول سره پیداشوی دی، چې ستاسوانګلکن عیسایان ئې اوس هم نه منی،اوده پلارهم نه درلودی، قرآنکریم وتاسوته وایی :
یَأَهلَ الکِتبِ لاَتَغلُوافِی دِینِکُم وَلاَتَقُولُواعَلَی اللهِ إِ لاَّ الحَقَّ إِنَّمَا المَسِیحُ عِیسَی ابنُ مَریَمَ رَسُولُ اللهِ وَکَلِمَتُهُ أَلقَهآ إِلی مَریَمَ وَرُوحٌ مِّنهُ فَامِنُوابِاللهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُوا ثَلاثةٌ انتَهُواخَیرًالَکُم إِنَّما اللهُ إِلَهٌ واحدٌ سُبحَانَهُ أن یَکُونَ لهُ وَلدٌ لَّهُ مَافِی السَّمَواتِ وَمَافِی الارضَ وَکَفی باللهِ وَکِیلاً (النسآ‌ء‌ ۱۷۱)
ژباړه:ای اهل کتابو! مه کوی تاسی مبالغه (تجاوزله حدود)په دین ستاسوکښې اومه وایاست تاسی پرالله مګرحق، بېشکه هم داخبره ده بله نه ده چې مسیح عیسی زوی دمریمې رسول دالله دی او(داسی) کلمه ده چې غورځولې ده (الله) دغه کلمه مریمې ته اوروح دی له جانبه دالله نوایمان راوړی په الله اوپه رسولانودده(الله) اومه وایاست تاسی(داسی چې معبودان) درې دي، منع شی تاسی (له دې وینا، اختیارکړی توحید چې) خیردی تاسی ته، بېشکه هم داخبره ده چې الله حق معبودیودی( بې شکه بې عیبه) پاکې ده ده لره چې شي ده ته (نسبت د) ولد.
دلته چې کله الله جل جلاله دکلمې نوم اخلی نوهغه د(کن) کلمه ده، داچې بی بی مریمې رضی الله عنهاخاوندنه درلودی نوکله چې الله وویل چې (کن) یعنی سه! حضرت عیسی علیه السلام دبی بی مریمې رضی الله عنهاپه نس کی موجودشواوبیاالله روح ورداخل کړ؛ داهرڅه دالله د(کن) دکلیمې له کبله پیداشوی دی داځمکې اواسمانونه ئې داسی پیداکړل چې الله ورته وویل چې موجودسی هغه ټول موجودشول نوددې مطلب دانه دی چې ځمکې اواسمانونه هم خدایان دي نعوذباالله، اوکه تاسی داسی عقیده لری لکه هندوان چې هرشی خدای پیداکړی وي هغه خدای منی نوبیاتاسی دادعوه مه کوی چې موږدالهامی دین پیروان یوبلکې تاسی هم وهندومذهب ته نږدې یوه ډله یاست.هندوان تردرې میلیونه زیات خدایان لری اوځینی هندوان بیاپه دې عقیده دي چې هرهغه شی چې خدای پیداکړی وي هغه خدای دي.
نوربیا…