دنیولوګیزم اغیزه پر معیاري ژبه

د لراوبر اداره | فبروري 15th, 2012


ګړدود یا (Dialect) هغه ژبه ده،چي د یوه کام وګړي یي په کِلو بانډو او ښارونو کي په خپل منځو کي چي په کَلو کَلو یي خبري په کړي دي،په ږغېږي او خبري په کوي او خپل راشه درشه په کوي . دغه لهجې ژبيزي اوږدې کلتوري، دودیزي او لرغونې ريښې لري . د هرکام خلک خپله ځانګړې لهجه لري چي خبري په کوي . د هر کام خلک چي خبري سره کوي دهغه بل کام خلک په پوهېږي،چي دا دکوم کام وګړي دي .هره لهجه له ځانه ځانګړې خوږتیا اوتانده لري. موږ په پښتو کي ډېري لهجې لرو،چي هره لهجه له ځانه علهده خصوصیت او خوږتیا لري . دوغو ډېرولهجو زموږ ژبه رادرنه کړې،رنګینه کړې او خوږه کړې یې ده . دغه لهجي دي،چي معیاري ژبه جوړه وي . له دغو خوږ ولهجو څخه ژبپوهان، ګړدودپوهان،ادیبان او ژورنالیستانو له خوا ګړي اخستل کېږي او پر دغو ګړو موافقه کېږي، چي په لیکنه کي دي ولیکل سي هغه نوري ګړي که څه هم دغه یوه مانا ورکوي؛ خوپه لیکنه کي تر هغو تېریږي، داځکه چي له ډېرو لهجوي ډول ډول لیکنو څخه لیک خلاصه وي اوپه لیکنه کي دغه ټاکل سوې اصطلاح لیکلي . نو ودغه راز لیکني ته معیاري لکنه وایي،چي ټول دلهجو وګړي یې په یوډول ولیکي اوتر خپل لهجې تېر یږي . هرګړدود (Dialect)پر خپل ځای منل سوې لهجه ده. داپه دې مانا نه ده کې خبره په معیاري لیکنه کي نه وه نو خدای دي نه کړي، چي ودې لهجې ته سپکاوی وي . هیڅ کله نه . هر پښتون که یوې پښتو لهجې ته په بدوګوري؛هغه دکام په عزت او پت نه دی پوهېدلی . معیاري کول د یوې ګړي دا یو امتیاز وهغه لهجې ته نه دی . معیاري لیک لرل دیوه کام وحدت،یووالی اوپوهه ښه يي . دژبپوهانو سره دیوې ګړي رااخستل د لهجو څخه او معیاري کول؛ یوچوکاټ او فارمول موجود دی،چي دلهجې کومه ګړه دي معیاري سي . ګړي دلهجو څخه رااخستل کېږي اوکتل کېږي،چي په کوم یودلیل دي معیاري سي . دساري په توګه : په دغولهجوکي لکه : موږ،مونږ،مونګ او موږه کي ژبپوهان او ګړدود پوهان یې ګوري،چي کومه یوه ګړه ولیکل سي چي په ژبه کي معیاري سي؟ ددغو څخه یوه ګړه لیکل کېږي او هغه په لیکدود کي سمه لیکنه وي . یا د ساري په توګه : په لهجو کي (ژبه، زبه او جبه) سته؛ ژبپوهان پر یوې ګړې ددغو موافقه سره کوي ،چي دغه ګړه دي ولیکل سي . په ختیزه لهجه کي ښځه په (ښځې) جمع کوي او سهېلي لهجه کي يې په (ښځي) جمع کوي . په لیکنه کي دواړي بېلګي لیدل کېږي؛ له دې ځخه ښکاري،چي دواړي لیکني معیاري وي،ځکه دواړي لیکني په یوه میزان لیکل کېږي او دغسي هم (مې،کې او چې) په ختيزه لهجه کي او (مي،کي اوچي) په سهیلي لهجه کي؛ دغه دواړه ګونه لیکني په لکنګ کي لیدل کېږي نو دواړه ډولونه معیاري بولم .په (زمااوستا) او (دمااودتا) په لهجوکي (زمااوستا) لیکنه ډېره ده نو د (زمااوستا) دضمیرو لیکنه معیاري ده . (د) په پښتوژبه کي اضافي توری دی . لکه : (د احمد کتاب !) دلته (د) دمضاف توری دی اواحمدمضاف الیه اوکتاب مضاف دی . نه پوهېږم،چي لهجې دلته د(دمااودتا) په ملکي ضمیروکي پر (د) دایضافي توري خیال پرکړی که څرنګه؟ خودلته دادواړه ضمیرونه ملکي دي خوایضافي حالت نه لري . خبره اوږدېږي خود پایلامې (مقدمې)په توګه یې لنډه وم . اصله خبره په نوُوګړو کي ده،چي په دغونیولوګیستي جوړوسو کلمو ژبه نه معیاري کېږي؛ خوګډوډي خاماخا راولي . په نورو بین المللي معیاري سوو ژوبو کي هم دیوې اصطلاح لپار څو نوري اصطلاحګاني وي،چي داټوله اصطلاحګاني هم معیاري وي؛ داسي نه چي نیولوجستانو ورته جوړي کړي وي بلکي ددوی په ژبه کي په طبعي ډول موجود وي . په پښتو ژبه کي هم دغسي اصطلاحګاني سته . ودغسي اصطلاحګانو ته په عربي داسي وایي : (لغات متغییر معنی واحدیا لغات واحد معنی متغییر .) دغسي لغاتونه چي په طبعي ډول سره لغات متغییر او معنی واحد وي دلته په پښتوژبه کي ښه یو : لکه : ګون ډول راز — ټاټوبی غولی انګړ بورجل جونګړه مېنه ګومل هېواد. متل دی،چي وایي : ورور وژلی ښه دی؛که ګومل پرې ایښی ښه د؟ نویې په ځواب کي وایي : ګومل پرې ایښی ښه دی نه ورور وژلی . بله بېلګه : هڅه خوځښت یون تلاښ — تړاو اړه — ليده کاته دیدن — کرار ورو سوکه — نغمه سندره بدله ترانه — اخته بوخت لګیا — ښکلی ښایسته پی مخی — ورکوي بخښي ښندي — یرغل برید وردانګل پرورتګ — بډا موړ شتمن هستمن — چابک چټک کړندی چالاکه — کوچینواله وړکتوب ماشومتوب — بېلګه : لغات واحد معنی متغییر . لکه : ( ټکی ) مانا نقطه مانا توری . دساري په توګه : یوټکی یې لا هم نه زده . ( ټکی ) مانا لږ یوڅه . دساري په توګه: یوټکی اوبه راکه! (ټکی) مانا خال دغه اس پرملا ټکي لري . (ټک) مانا دتوپک ږغ . ده په توپک ټک وکی . (ټک) مانا دوېش نښه . دغه ټک زموږ دوېش دی . (ته) (Pronoun) «ضمیر» مخاطب دی . ته چیري ځې؟ (ته) ټوټکی (Preposition) دی . ده ماته وویل یا کورته ځې؟ (توری ) ماناحرف،ټکی . په توري یې سرنه خلاسیږي . (توری) دانسان دبدن غړی دی . د ده توری غټ سوی دی . دغسي نور ډېر. هغه لغت یاګړه چي په ژبه کي وي او په لهجو کي کار ځني اخستل کېږي زه يې د نوي لغت جوړولو ته اړتیا نه وینم . داکار دژبي د منطق او ژبپوهني له مخه بېخي سم کار نه دی . دلته ګورو چي د یوې اصطلاح لپاره نیولوګیستانو لغاتونه جوړ کړي دي یادیوبل نه بې خبره وه یایې دغه لغت جوړونه خوښه نه وه،چي په اړه یې ودغه جوړ سوي لغت ته بل لغت جوړاوه . دغه ټوله لغاتونه زما په اند معیاري نه دي . لکه : (Prefix) مختړګه مختاړه مخګونی مخورکی دغسي هم (Suffix) ددغو په مقابل کي؛ دا څه اړین کار وو؟ زه فکر کوم چي نور به لا هم د دغي یوي اصطلاح لپاره لغاتونه جوړ سوي وي . دغه کار دژبي بې څښتنتوب ښه یي . هر څوک پرخپل سر هرڅه یې چي جوړ کړه هغه لیکي . دغسي کړنه فوق العاده انارشي په ژبه کي ښه یي . (Adverb)مانا قید کړول تړونکی ورته جوړ سوي . داولي؟ — (Infinitiv) مصدر کړنوم کړنځی— (Word) کلمه وییوکې ویي ګړه وېیون — (Sentence) جمله غونډله ويي ګړه ویل وینه — (Pronoun) ضمیر نومځر نومځی؛ دغه ټوله جوړ سوي لغاتونه معیاري نه دي او ځیني بیا له هوا څخه اخستل سوي دي . زموږ مخکني ژبپوهانو موږ ته دلغات جوړولو لپاره داسي وصيت کړی دی،چي په ځینو مواردو کي اړین دي؛ خو په دې شرط چي ژبپوهان د یوټاکلي کمیسیون په ډول سره کښېني اویو اړین لغت چي ژبه اړتیا ورته لري اوپه لهجو کي هم نه وي جوړ دي کړي په شرط ددې چي په دغه جوړ سوي لغت د ټولو خلکو سر هم خلاس سي او دپښتو ژبي ریښې پکښې ولیدل سي . داخبره یې هم موږ ته توصیه کړې ده که څوک دلغات جوړولو په ناروغی اخته سو نو بیا ستونزمن کار دی، چي دغه انسان به له دغه کاره لاس اخلي . زموږ مشران دي خدای وبخښي پوهېدل،چي موږ ته یې دا وصیت کاوه . نیولوجستیکي لغاتونه تر ډېره حده معیاري کیدونکي نه دي . دا ځکه چي ډېری په دې ناروغۍ اخته دي دیوبل لغت نه مني او له بلي خوا اکثرا بېله دې چي وګمارل سي له خپله ځانه شیان جوړه وي تردې چي ژبي ته یې خدمت کړی وي ژبه له پوهېدو غورځوي . ګورو،چي دغه خبره حقیقت ده که نه! موږ په ژبه کي نښه لرو (پیلامه) ته څه اړتیا وه،چي جوړه سي؟ دغه د(نښي) لغت معیاري دی . چابک، چټک او ګړندی په ژبه کي لرو (پلغټ )ته څه اړتیاوه یاني پخپله ژبه په خپله ملنډي وَهُو که څرنګه؟ (چټک، چابک اوګړندی) لغاتونه درې سره معیاري دي دلهجو څخه راځي . دغه ناسم مرکب نوم چي د پل (نوم) او غټ (ستایني) څخه جوړ سوی چي هیڅ ډول مانا نه ورکوي؛څه اړتیا وه چي جوړ سي؟ اوبتل هم جوړسوی لغات دی ددې لغت په وړاندي بیاداناشده مرکب نوم (اوبډوب )ولي جوړسي ؟ ترینګلی یو ډېر سم لهجه یي معیاري سوی لغت دی ولي یي پر ځای (اریړ اوربوزی )جوړ سي، اوربوز د څارویو وپزي اوخولې ته وايي،چي دا خبره و یوچا ته کول بې حرمتي ده . کوډګر ډېر سم او معیاري سوی لغت دی نو په مقابل کي یې بل یوناشده لغت چي (کوډلوبی) دی جوړسوی،چي ودغه لغت ته څه اړتیا وه او ولې ؟ کوډ ګر خو ساعت تیري یا لوبي نه کوي هغه کوډي لیکي . په دغه توګه نور ډېر لغاتونه هم سته، چي تردې لا بد تره دي . خود به زموږ په ژبه خلک رخشند وهي،که مودغه نیولوجستان وه؛ خلک به لا په موږ ملنډي ووهي . دپښتوژبه دټولوپښتنو ده؛ داکه زده کړه لري او کې نه لري . بیاپه جوړولو کي بهرنی لغاتونه هم په پښتو ژبه کي کاریږي حال داچي موږ وهغه لغت ته په خپل پښتو ژبه کي سم لغت لرو؛ دساري په توګه : (الپوبې) چي دشرقه بیا ترغربه یې پښتانه پېژني اوالپوبې ورته وایي خو دوی یې په انګرېزي ورته (ABC) ( ابېڅې) معیاري کېدل غواړي . په پاړسي ژبه کي (فی صد) چي یوه برخه عربي اوبله پاړسي ده؛خوداڅه کوې پاړسي ژبي ورته ( درصد) هم وایي . موږ ته وګوره چي سلنه ورته وایو . سلنه مانا پېړۍ سل کاله؛یوه سلنه سل کاله ده . موږ دغه اصطلاح در سد په سلو کي په کار وړو . ( در فی په ) قید مکان دی . نو ولي یې (په سلو) کي وه نه لیکو! اصل موکميږي که څه راکېږي؟ دوه په سلوکي — درې په سلو کي
سل په سلو کي او دغسې نور . سلنه په سلنه کې هیڅ مانا نه ورکوي .
که رښتیا ووایم ژړاراځي!
زما خوا په دې بدیږي،چي :
هرژبپوه مو یوستوری د جهان دی په ګړو جوړولو يې کاروران دی


اخځونه :
۱:- پښتوګرامر (جزءاول) مؤلف پوهاندصدیق الله «رښتین » ۱۴ م مخ 
۲:- پر معیاري ژبه دمعیار په ژبه یوه څېړنه مؤلف محمدمعصوم هوتک ۶۶ او ۶۷ مخونه 
۳:- پښتوګړښود مؤلف محمدسرور وکیلي ۸۳ او ۸۴ مخونه
۴:- جلاوطن ځوان پښت ته دمورنۍ ژبې ښوونه: په لروبر ویبپاڼه کي لیکونکی ډاکټر م.ا.زیار صیب

Copyright Larawbar 2007-2024